کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / وروسته به د رڼاګانو نړی خاماخا راځي

وروسته به د رڼاګانو نړی خاماخا راځي

زمونږپدې نړی کې دډیروکلونو نه دظلم اوزیاتی توره شپه حکومت کوی،تاسوداسې فکر ونه کړئ چې دا دنن خبره ده .دکوم وخت نه چې ځمکه پیدا شوې اودنیا جوړه شوې مونږهمداسې دژوند پسې مړه یو.دمرګ طوفانونه زمونږدکورپرټټرناست دي اود اوراود وینوباران په مونږ وریږي.ته هم مجبوریې زه هم مجبوریم څه به وکړو، دا دپخوانونه مونږ ته سوغات پاتې شوی، مونږ دتیارو څخه وتلی یو خوبیاهم زمونږ دټټر څخه رڼا نه جګیږي، مونږځنګلونه په ښارونو بدل کړی خوبیاهم دځنګل خوې اوعادت مونه دی پریښۍ. پخپل بدنام انسانیت موقسم چې مونږ تراوسه حیوانیت ندی پریښۍ ، مونږسقراط ته دزهروپیاله اوعیسا ته د پهانسۍ ډالۍ ورکړی، دګاندې ټټرموسوری سوری کړ اوکینډي موپخپل وینو ولمباوه .هرمصیبت او کړاوو چې په انسان راځي په هغه کې خپله دانسان لاس وي.
دیوریشیما په سوزیدلې ځمکه اود ناګاساکې په ویرانه فضاء قسم، پرچا چې مودځنګل قانون ورواچاوه ،هغه دایټمي دور داړونکي مونږیو. مونږدبربادي په لاره دومره مخکې تللی یو چې دواپسی هیڅ لارنشته. دانسان وینه په دومره ساغرونوتقسیم شوې،چې نورنوداسې محفل داسې ساقي نشته چې دهغې لاس خالي پاتې وي. ددغوتیاروهمدومره زور وو ، دې نه وروسته به د رڼاګانو نړی خاماخا راځي.