لمړۍ برخه :
دمخلوقاتو د پیداکونکې اوپالونکې ذات په نامه
۱
دنامالومه وختونو زوړ لمر خپل نُور د تلونکو کاروانونو په څیر د کون ومکان د اسرارونه ډک ، د تیږو د کوم کلی په لور د غروب له پاره را ټیټ کړې و . د افقونو د قافلو شونډې یی تکې سرې کړې وې ، د لمر کوچ کونکو وړانګو نا مالومه منزلونو ته د ټیټیدو سره سم د ټولې سحرا فضا په تیارو کې را نغښتله ، او دغوښتنو لاله زار یی وران ویجاړ او د ژیړو پاڼو په شال کې را نغښتې ونې یی دهغوې د سیورو څخه بې برخې کړې وې. دفضا رڼا خړه پړه شوې وه او د لرې ساحلو څخه یخه هوا را لږیدله .
په همدې وخت کې د کرم ناسته او سون د دریابونو په منځنۍ غرنۍ لړۍ کې د ځنګل څخه دوه کسه د منځنی قدخاوندان په خپلو آسونو سپاره ، په داسې حال کې را څرګند شول چې خپل آسونه یی د جنوب لورې ته ځغلول او هغې اړخ ته ګړندي روان و . په دوې کې یو سپور عمر تیرې خو بل د نوې عمر او د ښه غړیو خاوند و. دهغه په څیرې کې جوش او خروش لکه په شفق کې د بل شوی اور او په احساساتو کې یی د بریښنا په څیر ټکان د لرې څخه تر سترګو کیده . دهغه په سترګو کې د غوښتنو او ارزوګانو بهیر له ورایه په نڅا معلومیده . دخپل اوږود قد و قامت ، د خپل نري او غښتلی جسمانی جوړښت اودخپلو مضبوطو غړو له اړخه هغه د جل وهلی دشتی په څیر سخت ځان ، د جنګ د وهل شوی ډول په څیر د جوش او خروش نه ډک ، د تیږو په څیر نه ویریدونکې ، د هنرونود کمال په څیر جرئتمنده ، او دحقایقو د غبار په څیر میړنې ښکاریده .
د جنوب په لور د تللو په وخت کې هغه د زاړه عمر خاوند د کوم څیز په کتلو سره ، خپل ملګرې ته اشاره وکړه او ورته یی وویل چې : صاحب خانه ! زویه ! لږ مخته ته وګوره ، کله چې دغه ځوان چې د صاحب خان په نوم یاد کړل شوی و ، مخته وکتل نو هغه ته دوه ګیدړې تر سترګو شوې . ددې ګیدړو په کتلو سره صاحب خان ډیر زیات خوشحاله شو او بیا یی هغه زوړ ملګر ی ته وویل :
اې زما پلار جانه ! ته ننداره کوه چې زه دا دواړه ګیدړې څه ډول ښکار کوم . ددې خبرې سره سم صاحب خان خپل آس په ډیره ګړندۍ توګه هغه لورې ته و ځغلاوه ، او د ګیدړو پسې ورغې ، د هغوې لورې ته د آس په ورځغلولو سره ګیدړې وپوهیدې او په تیښته شوې . په همدې وخت کې صاحب خان د خپلې ملا سره د تړلو غشود بنډل څخه یو غشی را وویست او په اوږې باندې را زوړند کمان کې یی کیښود اوبیا بیا یی نښه و نیوله او کله یی چې غشي ور خوشې کړل نو دواړه ګیدړې را وپرزیدې اوپه زمکه د زخمونو له لاسه رغړیدې را ر غړیدې.
ددواړو ګیدړو د ښکار کولو نه وروسته ، دغه ځوان چې صاحب خان یی ورته وایه ، دخپله اسه را کیوت ، ځکه هغه غوښتل چې دواړه ګیدړې را ونیسي، په دې وخت کې هغه زوړ هم را نژدې شوې و ، هغه هم دخپله آسه را کښته شو اودصاحب خان سره یی غاړه ورکړه اوپه ډیره مینه یی دهغه تندې ښکل کړ او بیا یی ورته وویل :
صاحب خانه زویه ! زه ډیر بختور یم چې ستا په څیر یو بهادر او میړنې زوې یی راکړې دې ، ډیر کم خلک به داسې وې چې ستا په څیر یی نښه خطا نه شي . زویه ! تا په څومره ښه توګه دا دواړه ګیدړې ښکار کړې . راځه چې اوس یی ونیسو او بیا بیرته ستانه شو . دواړه پلار اوزوې د ښکار شوو ګیدړو لورې ته ور نزدې کیدل چې په همدې وخت کې په ځنګل کې دننه د یوې ځوانې ښځې ، ښځینه اواز یی تر غوږو شو .
صاحب خان اودهغه پلار ددې ښځینه اواز په اوریدو سره ډیر اندیښمند شول اود ښکار کړل شوو ګیدړو په لور د تللو په وخت کې یو نا څاپه تم شول ، ځکه په همدې وخت کې دوې ته یو ځل بیا دهغه ښځې نسوانی اواز تر غوږو شو، دویم ځل ددې ښځینه اواز او چغو په اوریدو سره د صاحب خان او دهغه دپلار حال نور هم د اندیښنو نه ډک شو، بیا صاحب خان خپل پلار ته مخ کړ او ورته یی وویل :
پلارجانه ! داسې بریښې چې همدلته نژدې زمونږ تر څنګ په کوم ځاې کې کومه نجلۍ په کوم مصیب او غم کې را ګیرشوې ده ، یا پرې چا حمله کړې ده او یا یی چا د بې ابرو کولو او بې عصمته کولو هڅه او هاند کړې دې. پلار جانه ! ته همدلته اوسه زه به ولاړ شم او ډاګیزه به کړم چې څه پیښ شوې دې؟ دهغه په دې خبره د صاحب خان پلار چې ملک سکا(۱) نومیده ، په ډیره مینه او شفقت سره وویل : ګوره زویه ! زه تا ځانته تللو ته نه پریږدم ، را ځه چې دواړه خپل آسونه هغې لورې ته را وګرځوو د کومې لورې څخه چې دا ښځینه اوازونه را ځې . بیا به ډاګیزه کړو چې څه خبره شوې ده ، ددې خبرې سره سم
— —————————————————————————————– «(۱) د تاریخپوهانو له مخې صاحب خان د شیرشاه د کورني غلام ، ملک سکا ، زوې و . که څه هم صاحب خان میراثي غلام و خو د تاریخ پوهانو د وینا په اساس په هغه کې د تاج دپه سر کیدو وړتیاوې موجودې وې .په هغه کې د یوه ډیر ښه سپاهی اودیوه ډیر ښه شهزاده ټول صفتونه شته و . ډیر مزې ، د ډیرې ښې ځوانۍ خاوند او ښایسته انسان و . تایخپوهان دا هم وایی چې ددې ټولو صفتونو سره صاحب خان د سختو مذهبي فکرونو خاوند او صوفی مزاجه انسان و . »
دواړه په خپلو آسونو باندې کیناستل اودهمغه چیغو او فریاد د ځاې په لوریی خپل آسونه ور ګړندی کړل .
دواړو پلار او زوې خپل آسونه په ډیره ګړندۍ توګه هغه لورې ته ور وستل کله چې هلته ور نژدې شول نو هغوې شپږ سپاره وکتل چې په خپلو آسونو باندې د سپریدو په حال کې دي ، په داسې حال کې چې دهغوې اووم کس لا د مخه په خپل آس سپور شوې و او په خپل مخکې یی یوه نجلۍ په زور را څملولې ده او دهغه سره ډیر نژدې په زمکه باندې د پنځه شپږو کسانو جسدونه په وینه کې لت پت پراته و .
کله چې هغو سپرو وکتل چې صاحب خان اود هغه پلار د هغوې په لور را روان دی نو هغوې سمدستې تم شول او هغه سپور چې نجلۍ یی دخپل ځان سره په اس باندې اچولې وه هغه هم د آسه را کیوت. اوس نو نجلۍ دهغه د لاسو څخه ازاده شوې وه . نجلۍ هم سمدستی د آسه را ټوپ کړ او په یوه منډه یی ځان د صاحب خان اودهغه دپلار لورې ته ورساوه ،
نجلۍ ته په کتلو سره د صاحب خان پلار ملک سکا په ډیرې اندیښنې اوحیرانتیا سره خپل زوې ته مخ کړ او ورته یی وویلې :
صاحب خانه زویه ! ته دې نجلۍ ته په غور سره وګوره، دا خو ماته د رهتاس د راجه هرکشن لور شهزادګۍ ګنګا ښکاریږی . دا چې دې سپرو هغه د کومه ځایه را پورته کړې معلومه نه ده ، خو دغه جسدونه چې ددوې تر څنګ پراته دي نو دا را ته دد ې شهزادګۍ ګنګا د ساتونکو ښکاریږی . ملک سکا تر دې ځایه خبره وکړه او بیا لږ څه غلې شو ځکه چې شهزادګۍ ګنګا په منډو منډو ځان دوې ته رانژدې کړې و . د را رسیدو سره سم هغې د صاحب خان د آس واګې و نیولې او ورته یی وویل :
صاحب خانه ! د بګوان په خاطر چې ما ددې بدقماشو او بد اخلاقو نه خوندی کړه ، دوې ما بې وسه کوی او زما د عصمت او عزت د لوټولو پسې دي .
صاحب خان او ملک سکا دواړو په یوه ځل خپلې تورې د تیکو څخه را وویستلې ، خپل ډالونه یی کلک کړل ، بیا صاحب خان تر څنګ ولاړې شهزادګۍ ګنګا ته وویل : ګنګا ته یوې لورې ته ودریږه اوس به زما په شتون کې تاته هیڅ څوک ضرر و نه شي رسولې ، او نه به تا را څخه ددې ځایه بلې لورې ته یوسي ، شهزادګۍ ګنګا د صاحب خان خبره و منله او یوې لورې ته و دریدله .
لږ څه مخته د شهزاګۍ حالت دغمونو او دردونو نه ډک او په بدحالۍ کې و خو د صاحب خان او دهغه د پلار د راتلو وروسته هغه یو دم و غوړیده اوبیرته پرې تازه والې او خوشحالۍ را و څرخیدې . تر دې وخته پورې د هغو سپرو څخه یوه یی چې لږ څه تر مخه یی شهزادګۍ په زروه په آس ور اچولې وه د خپلې تورې او ډال په خوزولو سره د صاحب خان او دهغه دپلار لورې ته راغې اوپه جګ اواز سره یی دوې ته وویل : تاسې څوک یاستئ او د کومه راغلی یاست ؟ تاسې خو مسلمان معلومیږئ نو بیا ولې یوه هندوه نجلۍ زمونږ د لاسو څخه ازادوئ ، مونږ ته دا څرګنده نه وه چې هغه د کوم راجا لور او شهزادګۍ ده . مونږ ته خو ستاسې دخولې څخه را برسیره شوه چې دا د رهتاس د راجه چندرمل لور شهزادګۍ ګنګا ده . اوس خو به مونږ په صورت چې کیدې شی هغه له ځانه سره وړو ، که څه هم مونږ ته په دې لاره کې ستاسې په لاشونو تیریدو ته اړشو .
کله چې هغه غلې شو نو صاحب خان ورته په ځواب کې وویل :
ګوره بداخلاقه ! نجلۍ چې د هر قوم او هر مذهب وی دهغې عزت ، عصمت او ابرو دعزت او درنښت وړ دې . اوپه هرصورت به دهغې عزت اوعصمت خوندی ساتل کیږی . ګوره ! که چیرې تا په رښتیا سره هم د خپلو ملګرو سره یو ځاې د شهزادګۍ ګنګا د وړلو او تښتولو هوډ کړې وې نو بیا خو دهغې لورې ته ، که رښتیا هم نارینه یاست ، ورشئ او لاس ور وړئ نو بیا به ووینئ چې څه کیږي . دهغې ددې ګواښ نه وروسته هغه وګړې مخته ورغې او ویی ویل چې زه یی همدا اوس د لاسه نیسم او ګورم چې ته به زما څه وکړې ؟
د هغه په دې حرکت باندې د صاحب خان رنګ د غصې او قهر نه د اور په څیر تک سور شو په داسې حال کې چې په لږ واټن کې ولاړه شهزادګۍ ګنګا د ویرې اوخوف نه په لړزه کې وه.
هغه وګړې څو قدمه را مخته شو او غوښتل یی چې شهزادګۍ ګنګا د لاسه ونیسي چې صاحب خان د برق په څیر پرې را غبرګ شو او د خپلې تورې په یوه وار سره یی دهغه څټ له تنه ور پرې کړ . صاحب خان د دې ګذار وروسته تم نه شو بلکه سمدستې یی د خپلو کالیو څخه یو بل خنجر را وویست اودهغه یو بل ملګرې یی هم زمکې ته را څملاوه ،د هغه زړه یی د خپل خنجر په واسطه دوه ټوټې کړې و. په دې توګه صاحب خان په یوه ځل دوه کسه دزمکې تل ته ورسول ، خو هلته پنځه نور لا پاته و . دوې پنځه واړو صاحب خان او دهغه پلار ملک سکا را محاصره کړل ، په دې وخت شهزادګۍ ګنګا یو ځل بیا په اندیښنو اوغمونو کې ډوبه شوه او دخپله ځایه نوره هم شاته ولاړه .
بیا هغوې پنځه واړو په یوه ځاې او یوه وار ددې پلار اوزوې پر خلاف حمله پیل کړه ، صاحب خان دهغوې درې کسان په خپله مخه کې تم کړل په داسې حال کې چې پلار یی د نورو پاته دوو کسانو سره لاس و ګریوان شو. تر ډیره وخته پورې ددوې تر منځ پوره جنګ روان و ، په دې وخت کې صاحب خان دهغوې درې کسانو څخه یو له منځه یوړ او د نورو دواړو سره په مقابله کې و نښت ، خو هغه د جنګ په دوران کې وکتل چې دهغه پلار چې ددو کسانو سره په مقابله کې دې د یوه په توره باندې زخمې شوې دې او دمقابلې توان یی له لاسه ورکړې دې . ددې دوو کسانو څخه یوه غوښتل د موقع نه ګټه پورته کړې او د شا له لورې په ملګ سکا باندې حمله وکړی خو کله چې د صاحب خان سترګې هغې لورې ته و نښتې نو سمدستې یی پرې حمله وکړه اودهغه څټ یی هم له تنې پرې کړ . خو په دې وخت کې هغه پاته یوه کس په ملک سکا باندې داسې مرګونی ګذار وکړ چې ملک سکا یی تاب را نه وړ او له منځه ولاړ .
اوس نو صاحب خان ددرې نورو توره وهونکو د مقابلې له پاره په ډګر کې یواځې ولاړ و . هغه دخپل پلار په مړینه باندې د ډیر بدحال سره مخ شوې و، بیا دهمدې غصې ، قهر او غضب په وخت کې صاحب خان مخته ورغې او په یوه ځل یی دهغوې درې واړه سره مقابله پیل کړه . تر ډیره وخته پورې صاحب خان د هغوې په مقابل کې په پوره میړانې سره و درید ان تر دې چې دهغې توره په یوه باندې را خلاصه شوه او هغه یی هم د زمکې تل ته ورساوه . اوس نو هلته د مقابلې له پاره یواځې دوه کسان هلته پاته و .
دهغوې د یو بل ملګري د له منځه تللو سره سم دهغوې پاته دوه نور ملګري ډیر اندیښمن شول ، اوس نو دصاحب خان حوصله دپخوا په نسبت ډیره کلکه او هوډمنه وه ، په دې اساس یی د پخوا په نسبت خپله حمله نوره هم تیزه کړه . یو ځل هغه دهغوې دواړو تورې په خپل ډال باندې تم کړې او بیا یی د سترګو په رپ کې خپله توره په یوه باندې را خلاصه کړه او هغه یی هم له منځه یوړ . اوس نو په مقابلې کې یواځې یو کس پاته شوې و ، خو هغه د تیښتې هڅه وکړه اما صاحب خان هغه تیښتې ته پری نه ښود ، پر هغه یی هم د شا له اړخه حمله وکړه او دوه ځایه یی کړ .
د صاحب خان ددې کړچار په اساس هلته نژدې ولاړې شهزادګۍ ګنګا ډیره زیاته خوشحاله وه ، دهغې په مخ کې لکه د ګلونو دپرپر کیو په څیر خوشحالیو رقص اونڅا کوله . هغه مخته راغله او دصاحب خان تر څنګ و دریده ، او په خپل نرم او زړه وړونکې اواز سره یی ورته وویل :
صاحب خانه ! ددې بداخلاقو دلاسو څخه دې زما عزت او عصمت خوندی کړ اوبیا دې هغوې ټول له منځه یوړل ، نو په دې ترتیب دې پر ما ډیر زیات احسان وکړ . که چیرې زه د ټولې نړۍ شتمنی هم ستا په لمن کې ور واچوم نو بیا به هم ستا ددې احسان بدله پوره نه کړاې شم . صاحب خانه ! تا یواځې زما ځان نه بلکه زما پت ، ابرو او عزت دې هم خوندې کړ. ګوره صاحب خانه ! که چیرې په ژوند کې داسې کوم وخت او فرست په لاس راشي نو زه به ستا ددې احسان بدله ضرور درکړم .
صاحب خان د شهزادګۍ ګنکا ددې خبرو هیڅ ځواب ورنکړ . د خپل آس په لور ورغې ، هلته یی د زین سره تړلې تبر را پرانست ، زمکه یی پرې و کنله ، د زمکې په کنلو کې ورسره شهزادګۍ ګنګا هم مرسته وکړه ، کله چې زمکه په مناسبه توګه و کنل شوه نو بیا یی د خپل پلار جسد را واخست او په هغې کنل شوې ځاې کې کیښود او هملته یی خپل شهید پلار دفن کړ . بیا هغه خپل آس ته راغې او دخپل پلار د آس واګې یی دهغې د زین سره و تړلې اوبیا یی غوښتل په خپل آس کینې خو تم شو او د شهزاګۍ ګنګا په لور یی و کتل او ورڅخه یی و پوښتل :
ګوره ګنګا ! ته څنګه ددې بد اخلاقو خلکو لاسو ته ورغلی ؟ اوس چیرته غواړې ولاړه شې ؟ شهزادګۍ ګنګا ورته په ځواب کې وویل :
ګو ره صاحب خانه ! ددې ځایه څو میله اخوا زما پلار د څو عسکرې ډلګیو سره پړاو کړې دې . په اصل کې مونږ دغه ځاې ته د ښکار له پاره راغلی و . زما پلار هملته په پړاو کې پاته شوې خو زه د څو کسو ساتونکو سره یو ځاې دښکار له پاره را ووتلم ، دلته یوه ځنګلي اوزه زمونږ تر سترګو شوه، ما خپل آس دهغې پسې ور و ځغلاوه ، زما ساتونکې هم له ماسره وو ، زه ددې غرنۍ اوزې پسې ډیره زیاته ولاړم ، زما ساتونکې اوزما سره زمانور ملګری او« زما خدمتګاره مور» ټول زما تر شا ، زما څخه لرې پاته شول. دغه ساتونکې چې دلته له منځه ولاړل زه ددوې سره یو ځاې ددې اوزې د ښکار له پاره راغلې وم ، په همدې ځاې کې دې بداخلاقو او بد معاشانو پر مونږ باندې حمله وکړه چې دهمدې حملې په جریان کې تاسې هم را ورسیدئ ، زه ستا د راتلو په اساس د بې عزتۍ او بې عصمتۍ نه خوندی پاته شوم . اوس ته پر ما باندې یو بل احسان هم وکړه چې ما د خپل پلار د پړاو پورې ور ورسوه ، دهغې په دې خبره صاحب خان په خپل اس سپور شو او ورته یی وویل چې : را ځه ، زما سره یو ځاې راځه . شهزادګۍ ګنګا هم سمدستې حرکت وکړ او په خپل اس سپر ه شوه او د صاحب خان سره یو ځاې روانه شوه .
هغوې دواړو خپل آسونه په منځنۍ توګه ځغلول ، لا تر اوسه پورې لږ مخته تللي و چې له یوه اړخه څه مسلمان ځوانان او یوه نجلۍ دهغه ځایه را ښکاره شول . دهغوې په کتلو سره شهزادګۍ ګنګا صاحب خان ته وویل چې دا هغه ساتونکې دی چې د همدې غرنۍ اوزی (غرڅه ) د ښکار په وخت کې زما تر شا پاته شوې وو . ددوې سره چې کومه نجلۍ ده هغه زما ذاتی وینځه (داسي اوما) ده . دهغې په دې خبره باندې صاحب خان په خندا سره د اوما په لور وکتل او ویی ویل : ګوره شهزاګۍ ګنګا ! تاته داوما سره زما د ورپيژندلو اړتیا نه شته ، زه هغه ډیره ښه پیژنم . دهغه په دې خبره شهزادګۍ ګنګا د صاحب خان په لور وکتل او ور څخه یی و پوښتل :
صاحب خانه ! ته هغه څنګه او څه ډول پیژنې ؟ په همدې وخت کې د ګنګا وینځه اوما نژدې را ورسیده، او ویی ویل :
زه به ووایم چې صاحب خان څه ډول او دکومه وخته راهیسې ما پیژني . ګوره شهزادګۍ ! کله به چې دګیدړو د پوستکو د پلورلو له پاره صاحب خان د رهتاس ښار ته راته او ستا پلار جان ته به یی پوستکې ورکول اوبیا به یی هملته د رهتاس په ښار کې قیام کاوه ، نو ډیر وخت داسې کیدل چې ستا پلار به دهغه د راغوښتلو له پاره زه هلته ور استولم . کله به چې هم صاحب خان رهتاس ښار ته راغې نو ده به هلته په یوه سراې کې قیام کاوه ، او ما به دهغه سراې څخه دې ستا پلار ته را وست . نو په دې اساس زه صاحب خان د ډیره وخته راهیسې پیژنم. د اوما د ځواب د اوریدو سره شهزادګۍ ډاډمنه شوه . صاحب خان لږ څه مخته ولاړ او څه فکر یی وکړ او بیا یی په ډیره عجیبه توګه شهزادګۍ ګنګا ته وکتل او ورته یی وویل :
ګوره شهزادګۍ ګنګا! که چیرې ته یی بده و نه ګڼې نو زه غواړه یوه خبره درته وکړم . دهغه په دې خبره شهزادګۍ په ډیر غور سره ورته وکتل او بیا یی ورته وویل : څه ویل غواړې ؟ هر څه چې وایی وی وایه . صاحب خان په ډیره نرمه ژبه ورته وویل :
ګوره شهزادګۍ ! زه ویریږم چې هسې نه چې زما د ژوند غمناکه قصه ، زما دغه د غربت اواز ستا د قصر د دیوالونو سره ټکر نه شی او د جدایی د بل کړې اور په څیر د سوځیدو بڼه اختیار نه کړي . خو هغه خبره چې زه یی درته د هر لالچ نه پرته کوم دهغې په کولو سره لږ څه ویره احساسوم . دهغه په دې خبره شهزادګۍ ګنګا دهغه حوصله ورکلکه کړه او ورته یی وویل چې ویریږه مه ، هر څه چې دې په زړه کې دې هغه ووایه . زه پرې نه خفه کیږم . د شهزادګۍ په دې خبره د صاحب خان حوصله ډیره شوه خو ور ته یی وویل چې غواړم دا خبره درته په ځانته ځاې کې وکړم . شهزادګۍ ګنګا ورته په تیزو سترګو سره وکتل اوبیا یی ترې و پوښتل چې ایا ته غواړې زما د اوما څخه یی هم پټه کړې ؟ صاحب خان ورته وویل چې نه ! اوما کولې شې دا خبرې واوري ، ځکه چې زه پر هغې پوره باور او اعتماد لرم . دهغه په دې خبره شهزادګۍ ګنګا خپلو ساتونکو ته وویل چې : تاسې همدلته تم شئ زه د صاحب خان خبره اورم او وینم چې هغه څه وایی . په دې خبره یی خپل آس را تاو کړ او بیا یی صاحب خان ته مخ کړ او ورته یی وویلې : صاحب خانه اوس وایه ، ته ما ته څه وایی ؟ صاحب خان ور ته وویل :
ګوره شهزادګۍ ګنګا ! ما دا ویل غوښتل چې تا ته ډاګیزه کړم چې زه د ډیره وخته راهیسې له تاسره مینه او محبت کوم او غواړم له تاسره واده وکړم . د صاحب خان ددې خبرو په واسطه د شهزادګۍ په سترګو او مخ کې د غضب او قهر نښې را څرګند ې شوې او د سور اور په څیر تکه سره و ګرزیده ، بیا یی حرکت وکړ او خپل ښې لاس یی پورته کړ او په پوره قوت سره یی د صاحب خان مخ ته راخلاص کړ او یوه کلکه څپیړه یی په مخ وواهه . او بیا یی په خپل همدې قهرجن اواز کې وویل :
تا څنګه جرئت کړې چې زما سره د مینی اومحبت اظهار وکړې او یا دې زما سره د واده کولو فکر څنګه په مغزو کې را ګر ځیدلې . تا څنګه جسارت وکړ چې ووایی چې زه ستا د وصال غوښتونکې یم . تا خپل حیثیت ته کتلي دي . ته د سپې په پیالۍکې د اوبو څښونکې یو ککړ او ناولې انسان یی .
صاحب خانه ! هغه څه چې تا وویل ، نو تا دهغې د ویلو نه مخته باید سل ځله فکر کړې وې چې زه د رهتاس د راجه هرکشن شهزادګۍ یم ، په داسې حال کې چې ته یو معمولی انسان یی . ته د کوچیاونو د یوې قبیلې څخه یی ، اوبیا دهمدې کوچی قبیلې د سردار غلام یی ، تر څنګ یی په ځنګل کې ګیدړې را نیسي او بیا دهغې پوستکی پلورې او خپل ژوند پرې تیروې . ستا پلار هم همدا کار کاوه ، تاسو په خپلو اوږو باندې پوستکي باروئ او بیا د رهتاس په ښار کې یی پلورئ ، دا چې زما پلار تاته اهمیت درکوي هغه په دې خاطر چې هغه له تاسې څخه پوستکي پیري ، ددې اخوا ستا زما سره او یا زما دپلار سره نور څه اړیکی شته ؟ که په راتلونکې کې دې په دې موضوع له مارسره دداسې کومې خبرې کولو جرئت وکړ نو یاد ساته چې زه به خپلو ساتونکې ته حکم وکړم چې ستا څټ در پرې کړي . اوس نو ددې ځایه ورک شه . نه زه ستا ملګرتوب غواړم او نه ستا شکل کتل . ددې خبرو سره سم شهزاګۍ ګنګا خپل آس را و ګر ځاوه او دهغه ځایه ولاړه .
کله چې شهزادګۍ ګنګا دهغه ځایه څو قدمه مخته ولاړه نو اوما په ډیر ه پټه توګه صاحب خان ته وویل چې : ګوره صاحب خانه ! زما وروره ! تا ماته خور ویلی دی . او د یوې خور په څیر زما احترام او درنښت کوی . که څه هم زه د رهتاس په محل کې وینځه او خدمتګاره یم خوبیا به هم ستا داوږې سره اوږه یو ځاې کوم او ستا له پاره به کار کوم . زه پوهیږم چې ته د ډیره وخته راهیسې شهزادګۍ ګنګا سره مینه کوې نو که بګوان و غواړې داسې یو وخت به راشي چې همدا ګنګا به ستا په پښو کې ولویږي ، صاحب خان ورته وویلې :
زما خورې اوما ! هسې ته یی واوره چې هغه وخت لرې نه دې، زه وړاند وینه کوم چې ډیر ژر به هغه وخت راشي چې هغه الفاظ چې شهزادګۍ ګنګا زما پر خلاف وویل زه به هم همداسې الفاظ دهغې پر خلاف دهغې تر مخه ووایم . او کله چې هغه زما پښو ته را وغورزی نو دیوې سپۍ په څیر به یی په لغته ووهم ، هغه وخت به ددې حال بیا د کتلو وی . دهغه په دې خبره اوما په ځواب کې وویل:
واوره صاحب خانه !زما وروره ! زه اوس در څخه ځم ، هسې نه چې شهزادګۍ پر ما هم شک وکړي، اوس به زه دهغې په ټول کړچار باندې څارنه کوم او دهغې د هر حرکت څخه به د خپل ورور په واسطه تا خبروم . ته مه غمژن کیږه . ددې خبرې سره سم اوما دهغه ځایه ولاړه ، صاحب خان هم په خپل آس باندې پښه واړوله او دهغه ځایه د تللو په حال کې و چې شل پنځه ویشت وسله وال راغلل او صاحب خان ، اوما ، شهزادګۍ ګنګا او دهغوې ساتونکې یی ټول محاصره کړل . ددې حال په کتلو سره صاحب خان هم د اوما تر شا شا د شهزادګۍ ګنګا څنګ ته را نژدې شو، بیا یی هغه محاصره کونکو وسله والو ځوانانو څخه و پوښتل : چې تاسې څوک یاست او څه غواړئ ؟
دهغه په دې خبره د محاصره کونکو څخه یی یو کس وویل : ګوره صاحب خانه ! تا په ځنګل کې زمونږ څو کسه ملګری وژلي دی . ته خو پوهیږې چې د قتل سزا قتل دې . خوهغوې هم یو جرم کړې و نو په دې خاطر مونږ پر تاسې باندې حمله نه کوو. مونږ تاسې نیسو او دخپل اقا شیرشاه سورې دربار ته مو وړو . هغه هلته په جنوب کې له دې ځایه درې میله لرې د خپلو عسکرو سره پړاو کړې دې . دهغوې په دې خبره صاحب خان وویل چې : دغه مخته په سپینو کالیو کې ملبسه نجلۍ د رهتاس د راجه چندر مل شهزادګۍ ده ، دهغې سره یی ساتونکې او خدمتګاره اوما هم ده . زه به په دې شرط له تاسې سره ځم چې تاسې هغوې ته د خپل منزل په لور د تللو اجازه ورکړئ ، بیا به زه له تاسې سره چیر ې چې وغواړئ ولاړ شم . دهغه په دې خبره همغه کس یو ځل بیا وویل چې سهی ده چې هغوې خپل منزل ته تللې شي یواځې ته له مونږ ه سره ولاړ شه . دهغه ددې خبرې سره سم صاحب خان چپ چاپ دهغوې سره روان شو، په داسې حال کې چې شهزادګۍ ګنګا د خپلې خدمتګاری او ساتونکو سره یو ځاې دهغه ځایه خپل منزل په لور ولاړه .