کور / تازه خبرونه / هلمند : پر يوې شخصي امنيتي کمپنۍ بريد سوى

هلمند : پر يوې شخصي امنيتي کمپنۍ بريد سوى

په هلمند ولايت کي پر يوې شخصي امنيتي کمپنۍ بريد سوى چي په پايله کي يې مالي او ځاني زيان اوښتى دئ . په دې ولايت کي د جنوبي زون ٢١٥ ميوند قول اردو مرستيال غلام فاروق پرواني ياد بريد تائيدوي او وايي چي دغه بريد تېره شپه شاوخوا نهه بجې رامنځ ته سوه چي په پايله کي يې يو تن امنيتي ساتونکي وژل سوى درې ژوبل سوي او مالي زيان هم ور اوښتى دئ . بل لور ته د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چي د ګريشک په سپين مسجد سيمه کي يې د ملي اردو اووه تنه سرتيري وژلي او پنځه عرادې د کاروان لوى موټرونه يې سوځولي دي . خو حکومتي چارواکي د طالبانو دا ادعا نه مني .