دکندهار ولايت په ډنډ ولسوالۍ کي دوه نيم کيلومتره سړک په پاخه او اساسي ډول جوړيږي چي تقريباً پنځه لکه امريکايي لګښت پرې راځي.
هغه مراسم چي دهمدې سړک د پرانستني په موخه نن له غرمې مخکي جوړسوي وه پکښي د کندهار ولايت د ډنډ ولسوالۍ ولسوال احمد الله نازک ترڅنګ يو شمېر قومي مشرانو او د سيمي ولسي خلګو ګډون کړى وو.
نوموړى سړک د ډنډ ولسوالى د ده باغ څخه پيل او تر روح آباد پوري غځېدلى دئ چي ټول دوه نيم کيلومتره اوږډوالى لري چي ساختماني چاري يې د سدا بهار ساختماني شرکت له لوري پرمخ بيول کيږي. او په پلان کي ده چي کار به يې په دريو مياشتو کي پاى ته ورسيږي .