کور / سپورټي / د ځوان افغان کرکټ اکاډمي لوبډله د فلډ لايټ کرکټ سياليو ته ولاړه

د ځوان افغان کرکټ اکاډمي لوبډله د فلډ لايټ کرکټ سياليو ته ولاړه

د ځوان افغان کرکټ اکاډمي لوبډله تېره ورځ ( پنځه نۍ ) په ورځ د پاکستان د کراچي ښار ته روانه سوه، د ملي لوبډلي ۹ لوبغاړي هم ورسره د ډاکټر محمد اصغر علي شاه ليفون کرکټ نايټ سياليو کي ګډون کوي.
دغه سيالۍ په پاکستان کي د رمضان کپ په نامه هم ياديږي، د افغانستان لومړۍ لوبه د اګست په ۲۷ نېټه له پاک جم خانې کرکټ کلب، دوېمه په ۲۸ نېټه ملير جم خاني کرکټ کلب او درېيمه لوبه د اګست په ۲۹ نېټه د اډوانس ټيلي کام کرکټ کلب سره په کراچي ښار کي کوي.
د ځوان افغان کرکټ اکاډمي په دې سياليو کي د ګډون لپاره ټوله مرسته د افغانستان کرکټ بورډ ورکړې او د اتصالاتو د مخابراتي شرکت لخوا يې دغه لوبډله د دې سياليو لپاره سپانسر سوې ده.
د اتصالات مخابراتي شرکت له پخوا څخه د افغانستان د کرکټ بورډ سره په افغانستان کي د کرکټ د ودي او پرمختګ لپاره مالي مرستي کړي، په ننۍ غونډه کي چې د افغانستان په کرکټ بورډ کي د ځوان افغان کرکټ اکاډمي لپاره د اتصالاتو او کرکټ بورډ لخوا جوړه سوې وه د اتصالاتو مخابراتي شرکت استازي او د همدې شرکت د رسنيو د څانګې مشر کفايت الله نبي خېل ژمنه وکړه چي په راتلونکي کي به هم اتصالات نه يواځي د کرکټ په برخه کي له خپلي مرستې ګړندۍ کړي .
د رمضان کپ د اګست په ۲۰ نېټه پيل سوئ د افغانستان لوبي پکښي د اګست په ۲۷، ۲۸ او ۲۹ نېټه تر سره کيږي.
د ځوان افغان کرکټ اکاډمي د کلب لوبي به د اګست په ۲۷،۲۸ او ۲۹ د شپې په ۱۰ بجې پيليږي او ټولي لوبي شل اوريزه لوبي دي.
د ځوان افغان کرکټ اکاډمي سره په دې سياليو کي د اوسنۍ ملي لوبډلي ۹ لوبغاړي او د ملي لوبډلي ۲ پخواني لوبغاړي هم لوبه کوي.
د ځوان افغان اکاډمي لخوا د رمضان کرکټ سياليو ته غوره سوي لوبډله په لاندي ډول ده:
۱- خالق داد نوري ( کپتان)
۲- اصغر ستانکزي
۳- شهزاد محمدي
۴- محمد نبي
۵- شاپور ځدران
۶- حميد حسن
۷- جاويد احمدي
۸- عبدالله مزاري
۹- سميع الله شينواري
۱۰- بادشا حسين
۱۱- خان محمد
۱۲- جمعه ګل
۱۳- شفيق الله
۱۴- ايمل هوتک
د ځوان افغان کرکټ اکاډمي لخوا د دې سياليو لپاره غوره سوي درې ډله:
شفيق الله عصمت ستانکزي ( د لوبډلي مدير)
اسد الله خان ( د لوبډلي روزونکي)
حق داد نوري ( مرستيال روزونکي)
حمزه لامع ( د همدې سفر مشر )
کاظم بشير( د ځوان افغان د کرکټ د اکاډمي د ويب پاڼې مسؤل )
د ځوان کرکټ کرکټ اکاډمي په ۱۹۹۷ز کال کي جوړه شوي او په کورني کرکت کي يې په هيواد کي د کرکټ د پرمختګ لپاره ډېرې هلي ځلي کړي، د ځوان افغان کرکټ اکاډمي کرکټ کلب په ګاونډيو هيوادونو کي د کلب کرکټ په کچه پخوا هم لوبيدلي، هندوستان، سريلينکا او پاکستان ته يې سفرونه کړي چې د افغانستان په استازيتوب د کلبونو په کچه ښه ځليدلي کرکټ کلب دي. د ځوان کرکټ اکاډمي لوبډله د افغانستان کرکټ بورډ سره راجستر شوي اکاډمي دي په افغانستان کي د کرکټ د ودي، پرمختګ او د کرکټ اړوندو چارو ټول مسؤليتونه د افغانستان کرکټ بورډ په غاړه لري.

د کرکټ مينوال کولاي سي په لاندي رسنيو کي د ځوان افغان کرکټ اکاډمي د دې سياليو ژوندى حال تر لاسه کړي:
د جيو سوپر تلويزيون لخوا په ژوندۍ بڼه خپريږي.
شمشاد تلويزيون هم پتيلې چې د ځوان افغان کرکټ اکاډمي د لوبډلي حال په ژوندۍ بڼه د کرکټ مينوالو ته وړاندې کړي.
د ځوان افغان کرکټ اکاډمي د ويب پاڼې مسؤل هم هوډ کړي چې د کرکټ مينوالو ته نيغ په نيغه د ځوان افغان کرکټ اکاډومۍ لوبډلي د سياليو تازه حال د خپل ويب پاڼې له لارې وړاندې کړي.
www.ayccricket.com
نورو معلوماتو لپاره په دې شمېره له موږ سره اړيکي ټينګي کړئ : ۰۰۹۳۷۸۹۰۶۷۷۲۹

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنيو څانګه
acb.media@afghancricket.af
afg.cricket.media@gmail.com