کور / تازه خبرونه / د حقاني شبکې د يوه غړي د نيولو خبر ورکړل سو

د حقاني شبکې د يوه غړي د نيولو خبر ورکړل سو

د آى جې سي عامه پوهاوي له لوري لراوبر ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د حقاني شبکې يو غړى يې تېره ورځ په خوست ولايت کي نيولى . په خبرپاڼه کي راغلي چي نوموړي و دې شبکې ته د اسلحو راوړنه ، د څانوژونکو بريد کوونکو لارښوونه او د جنګيالو تيارونه يې په غاړه لرله . خو په دې اړه د حقاني شبکې تر اوسه څه نه دي ويلي .
د يادوني وړ ده چي د رواني مياشتي پر ٢٤ نېټه هم د دې دفتر له لوري په رالېږل سوې خبرپاڼه کي د دې شبکې د يوه غړي په خوست ولايت کي د سبري ولسوالۍ د مامد کلا په سيمه کي د يو لړ عملياتو په ترڅ کي د نيولو خبر رالېږل سوى . خو نه د هماغه او نه هم د همدې خبر په اړه تر اوسه حقاني شبکې څه ويلي دي .