ليکوال : Kristoffer Rønneberg
ژباړن : مجیب
سرچینه: نارویجي ورځپاڼه افتن پوستن – Aftenposten
http://www.aftenposten.no/nyheter/uriks/article3785130.ece
دا په فساد متهم کس له ډېرو کلونو د امریکایانو د تنخاورکونې په نوملړ کي شامل وو.
په داسي حال کي چي جګړه د افغانستان لا لویي برخي ځپي، په ورته وخت کي دا مملکت له داسي یوې ادارې(چارواکو) سره په اعضاب کي راګير ده چي د فساد زیاتوالی یې په تدریجي ډول کمزوري کوي.
محمد ضیا صالحي چي د ولسمشر کرزي له نژدې کارمندانو څخه دی، په دا وروستیو کي د بډې اخیستنې په دلیل نیول شوی وو خو لنډه موده وروسته، بعد له هغې نه چي کرزي مداخله وکړه او د هغه دخوشي کولو غوښتنه یې وکړه، خوشي کړای شو.
ډېر کلونه یې د سي آی اې تنخوا …
د نیویارک ټایمز له قوله اوس راڅرګنده شوه چي صالحي د امریکې د څارګري له سازمان سي آی اې نه هم تنخوا ترلاسه کوي. د ورځپاڼې له قوله دوی دا معلومات د امریکایې او افغاني چارواکو سره تړاولرونکو سرچینونه ترلاسه کړي دي.
د ورځپاڼې له قوله، صالحي چي د ملي امنیت د شورا د چارو ریس دی، له سي آی اې نه به یې د ډېرو کلونو په لړ کي پیسې اخیستي وي.
د اوس لپاره دالا نه ده روښانه شوي چي د دې په بدل کي به ٬ده٬ دې امریکایې څارګري سازمان ته څه خدمات ترسره کړي وي.
په بډو کي یې باید موټر ترلاسه کړی وای
دا رسوایي د ولسمشر اوباما لپاره د هغه د افغانستان د پالېسي ضدو نقیضي خواوي انځوروي، چېري چي امریکایان له یوې خوا هڅه کوي چي په دې جګړه ځپلي وطن کي له فساد سره مبارزه وکړي او په ورته وخت کي داسي یو کس تمویلوي چي د بډې اخیستنې په دلیل زنداني شوی وو.
ویل کېږي چي صالحي د بډي په ډول د یو موټر د ترلاسه کولو په بدل کي په جولای کي نیول شوی وو. د دې په بدل کي به صالحي د هغه امریکایي پلټنې مخنیوی کاوه د کومې موخه چي یوه داسي افغاني کمپنۍ وه کومې چي د فاسدو افغاني دولتي مقاماتو لپاره میلیاردونه ډالر له مملکت نه بهرایستل.
دی د کرزي له خوا نه د ده د خوشي کولو د امر نه ۷ ساعته وروسته آزاد کړی شو، سره له دې چي پولیسو د هغې مکالمې ثبت شوي پیته هم درلوده په کومه کي چي صالحي همدا بډي مني.
(کېري) غواړي چي تحقیقات وشي
سي آی اې دا نه ده تصدیق کړي چي صالحي د دوی د معاشاتو په نوملړ کي شته او نیویارک ټایمز هم په دې نه ده توانېدلي چي له خپل مخبر او یا کرزي نه څه تبصره ترلاسه کړي.
خو امریکایي سناتور جان کېري ګواکي دې ته اشاره کړي وه چي دی له امریکې سره د صالحي له اړیکو نه آګاه دی، که څه هم ده سي آی اې مشخصاٌ نه ده یاده کړي.
هغه په تېره اونۍ کي د کابل له لیدنې نه وروسته وویل: مونږ ته ښایي چي دا قضیه په غور سره وڅېړو.
د اوباما په اداره کي(یوه سرچینه) یو لوړپوړی چارواکی وایي چي د صالحي په وړاندي دا د فساد اتهامونه به لږ څه بدل کړي.
ـفساد زمونږ لپاره مهم دی. دا چي صالحي ممکن زمونږ لخوا نه تمویل شوی وي، حتمي نه ده چي دا دي څه ارزښت ولري.
«کرزی به له ده نه ساتنه کوي»
په ۲۰۰۱ کي په دې وطن د امریکې د یرغل نه راپدېخوا په افغانستان کي د سي آی اې اړیکي زیاتي او هم ډېري نژدي وي. له ۲۰۰۲ نه تر پروسږکال پوري به امریکایانو د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ټوله بودیجه، کوم چي نیویارک ټایمز د افغانستان د جاسوسي سرویس په نوم یادوي، تمویل کړي وي.
په افغانستان کي د یو سیاستمداره سرچینې له قوله صالحي څو ځایه، نورو افغانانو ته د پیسو د راکړې ورکړې په معاملو کي د یو منځګړي(کمېشنکار) نقش ترسره کړی دی. دی(سرچینه) ګمان نه کوي چي صالحي دي د فساد د اتهامونو په تړاو کومې محکمې ته راوکاږل شي. دلیل به یې دا وي چي دی د کرزي په اداره کي د فساد په هکله بېکچې زیات معلومات لري.
دا سیاستمدار وایی: کرزی به له ده نه ساتنه وکړي. که یې په صالحي پسي راواخلې نو بیا دي ټولي دروازې پرانیستئ!
بهر یې دوه نیم میلیارده ډالر استولي دي
د فساد د دې رسوایی ساحه، په کومه کي چي صالحي ښکیل دی، زښته پراخه ده. ده چي د کومې کمپنۍ په وړاندي د روانو پلټنود مخنیوی هڅه کړي وه هغه نیوانصاري ده. دې کمپنۍ د پیسو دومره لویه اندازه بهر ایستي دي چي د افغانستان د ناخالصه ملي محصولاتو یوڅلورمه جوړوي ـ دوه نیم میلیارده ډالر .
دې کمپنۍ د خپلو مشتریانو په لست کي سیاستمداران، د مخدره توکو قاچاقبر او شورشیان درلوده
دلویدیځ چارواکي د دوی د فساد د رابربنډولو د هڅو پر وړاندي د افغاني رهبري له لوري دمقاومت له ښودنې نه په تنګ راغلي دي.
د یو امریکایي چارواکي له قوله سږکال د کال په لومړیو کي د اوباما ادارې حتئ په دې هم غور کړی وو، چي منفرد افغانان دي له ملک نه بهر وتلو ته اړباسي تر څو یې په نورو ملکونو کي مسولیتمنلو ته راکاږي(محاکمه کړي).