زموږ د جومات له لاسپیکره لومړۍ د ډنګ ډنګ غږ پورته شو. او ورپسې سپیدو اکا داسې اعلان وکړ :
ـ اعلان ، اعلان ، اعلان : یو ضروري اعلان واورﺉ ! درنو کلیوالو، ستاسو د یو ورور او کلیوال ، ظفرخان ویزه ورکه شوې ، هر چا چې موندلي وي ، د خپلې اسلامي له مخې دې ، د ظفرخان ویزه یا د کلي جومات ته او یا هم پخپله ظفرخان ته ورسوي او خپل زیری دې واخلي .
موږ ځوانانو چې د خپل کلي له جومات نه دا اعلان واورید نو ، هیښ پاته شوو او په همدې وخت کې ، زموږ ملګری سپین ګل پاڅیدو او په لوړ غږ یې وخندل . چې دده دې خندا ټول حیران کړل او موږ په تلوار ترینه د هغه د ناڅاپي خندا پوښټنه وکړه ، چې ده هیڅ ونه ویل او یوازې یې له یو سوړ اوسیلي سره دومره څرګنده کړه :
ـ هی هی ! څه مې پوښتی ؟ دا دی نن په کلي کې روغه جوړه ویزه ورکه شوه ، داسې ورځ نه وي چې په کلي کې د یو چا له کوره کوم څیز نه ورکیږي .
سپین ګل چې خپله خبره پای ته ورسوله نو زموږ یو بل ټوکمار ملګری څوکری راپاڅیدو او ټولو انډیوالانو ته یې په داسې حال کې خبرې پیل کړې لکه کومې لويې غونډې ته چې وینا کوي :
ـ انډیوالانو سپین ګل ریښتیا وايي ! وایم په کور کې مو ناستې … څوک رانه لاس نیولې …. خو څنګه یې سړی ووايي ، دا ټول غمونه د بې کارۍ له لاسه مینځته راځي ، تمامه ورځ دلته بیکاره په وچو کلکو بانډارونو تیره کړه . او چې ماښام شي نو بیا په کور کې بنګله دیشو ته کښینه . وایم ددې وریژو کرونکی دې خدای په خیټه نه مړوي.
څوکري چې خپلې خبرې خلاصې کړې نو ، په دې وخت کې د مازدیګر اذان هم وشوو. او موږ ټولو، خپل بانډار سره خلاص او د جومات په لوري مو حرکت وکړ .
ماخوستن چې کله ویده کیدم نو ، هسې د نن ماسپیښین مهال اعلان راپه یاد شوو ، چې زموږ د کليوال ظفرخان ویزه ورکه شوې وه . ظفرخان زموږ یو خوږ ملګری وو ، د خپل واده د خرڅ او ولور پوره کولو په خاطر یې دا څو کاله په دوبۍ کې تیر کړل او کله چې راغلو نو هم یې واده وکړو او هم یې د خپل ولور پیسې خسرګانې ته ور پوره کړې ، چې وروسته بیا ولاړو او دا ځل چې تلو نو ، ما ته یې همدا څو ورځې د مخه ویلي وو ، چې دوبي ته په مزدورۍ پسې روان دی او غواړي دا ځل هم یو څه پیسې د کور د ځینو څیزونو د اخیستلو او د یو موټر لپاره راوړي . خو له بده مرغه چې همدا نن ورځ مې یې د ویزې د ورکیدو اعلان واورید او ډیر ورته خواشینی شوم.
سهار چې کله له خوبه راپاڅیدم . او له چای څښلو نه مې وروسته ځان د خپلو نورو ملګرو خواته ور ورسولو نو ، ملګري هم ټول رایو ځای شوي وو او د تير په څير مو په خپل منځ کې د بيکارۍ بنډارونه پيل کړل ، چې په دې وخت کې زموږ یو ملګري د ستوني له سافولو وروسته پوښتنه وکړه :
ـ ملګرو ! هغه پرونۍ خبره څنګه شوه ؟ د ظفرخان خوارکي ویزه پیدا شوه که څنګه ؟!
د ملګري له دې خبرې سره ټولو، د ناخبرۍ سرونه وخوځول ، چې په دې وخت کې له لیرې نه زموږ څوکری ملګری راښکاره شو او په ډیره ځغاسته یې زموږ خواته ځان رارساوه .
له دې سره يې څو ځلې توبې ويستې او بيا يې په ساه نيولي غږ وويل :
ـ توبه خدایه ، توبه ته مو له داسې ښځو نه وساتې …. وایم چې ، ښځې نه دي پوره بلاوې دي ! بلاوې !
څوکري له دې سره بيا خپلو غوږونو ته لاس کړ او څو توبې يې ويستې ، چې له دې سره زموږ ملګري سپین ګل پرې غږ کړو :
ـ څوکریه آشنا ته و خداى که به مو ځوروې سوچه خبره راته وکړه.
د سپين ګل له دې غوښتنې سره څوکري يو ځل بيا خبرو ته خوله خلاصه کړه:
ـ پرون مازدیګر ! هو ! که ریښتیا یې راباندې وایی ، زه له تاسو سره جومات ته نه ولاړم نيغ مخ د کور په لور روان شوم ، په لاره کې د نجونو ګودر تر څنګه تیریدم چې په دې وخت کې مې د یوې نجلۍ غږ واوریدو چې خپلې همځولې ته یې ویل :
ـ څنګه ګلابو؟! آخر دې د خپل خاوند ويزه وسوزله … بيا به دوبۍ په سترګو ام درنه ونه ويني اوس نو مزې…..!