د يوې مياشتي راهيسي په کابل کي د ولايتي سياليو دپاره د کابل پر لوبغالي کار ښه په درز کي روان دئ . د افغانستان کرکټ بورډ اړونده مسولينو ته دنده ورکړې چي د کوچني اختر څخه وروسته د ولايتي شل اوريزو سياليو دپاره د کابل لوبغالى چمتو کړي، کرکټ بورډ پتېيلې چي له هري تيري سوي سيالۍ راروانه شل اوريزه ولايتي سيالي د کرکټ په معياري شکل په هيواد کي د کرکټ مينوالو ته وړاندي کړي. ولايتي شل اوريزي سيالۍ به د کوچني اختر څخه وروسته د سپټمبر د مياشتې په ۲۵ نېټه پيل کيږي او ۲۴ ولايتي لوبډلي به پکښي برخه اخلي. د کرکټ بورډ تخنيکي مسؤلين وايي چي په راتلونکي شل اوريز ولايتي سياليو کي ۲۴ لوبډلي ګډون کوي، دا لوبډلي به په ۸ ګروپونو ويشل کيږي. اوس مهال په لوبغالي کي په ليولنګ کار روان دئ، د ليولنګ دپاره يې ۷۰ وړې لارۍ شګلنه خاوره راوړي. همدارنګه کرکټ بورډ د کابل د کرکټ په اکاډمۍ کي د تمرينونو دپاره دوه پېچونه جوړ کړل چي ځيني لوبډلي پکښي د سياليو په وخت کي هم خپل تمرينونه کوي. کرکټ بورډ د کابل د لوبغالي د پيچونو دپاره خاوره د لوګر له ولايته راوړې، د پيچونو خاوره خپلي ځانګړتياوي لري ګرد بايد ونلري، شګلنه نه وي او بايد سريښتناکه وي چي هغه يوازې د افغانستان د لوګر ولايت د روست ميدان په ډنډ او د پاکستان په ګجراتو کي پيدا کيږي. د لومړي ځل دپاره کرکټ بورډ د کابل په لوبغالي کي سکور کارډ يا د معلوماتو توره تخته جوړوي چي شېبه په شېبه به د کرکټ مينوالو ته د لوبې مخامخ معلومات پکښي ليکل کيږي. سکور کارډ به له مځکي ۳،۵۰ متره په هوا کي ودرول کيږي او د سکور کارډ پلنوالي ۴ متره او اوږدوالي يې ۳،۵۰ متره دي. د کابل د لوبغالي په چمن هم کار روان دي په کومو ځايونو کي چي چمن کمزوري و په هغه ځاى کي نوي چمن ځاى پر ځاى کړل سو چي لوبغالي ته ښکلا او د لوبې کولو دپاره چمتو سي . د کرکټ بورډ د لوبغالي او کورني کرکټ مسؤلين وايي چي په لوبغالي کي د سېل کوونکو يا تماشه چيانو دپاره له ۲۰۰۰ چوکيو زيات د ناستې ځايونه په پام کي لري. اوس پرې کار روان دي دوي وايي چي کوښښ کوو د لوبغالي په شا او خوا کي د ناستې چمني وړې غونډۍ جوړې کړي چي په دې شکل به زياتو سيالبينو ته په لوبغالي کي د ناستې زمينه برابره سي . په همدې شکل په لوبغالي کي د توپ اچونکي شاته سپينه او توره پرده( سايډ سکرين) هم بيا ځلې جوړې سوي چي د نورو وختونو په نسبت به توپ وهونکي ته توپ وهنې کي ستونزې نه وي. د کرکټ بورډ تخنيکي مسؤلينو پتيلې چي په دې ولايتي سياليو کي د الف لوبډلي دپاره لوبغاړي غوره کړي او د هيواد دپاره د الف لوبډله د لومړي ځل دپاره اعلان کړي. شل اوريزي راتلونکي ولايتي سيالۍ به د شمشاد تلويزيون مينوالو ته په مخامخ شکل وړاندي کيږي، د شمشاد تلويزيون مسؤلين وايي چي د راروانو شل اوريزو سياليو دپاره يې ښه ترتيبات نيولي دي او له تېر ځل څخه به راروانې شل اوريزي سيالۍ په ښه ډول مينوالو ته په ژوندۍ بڼه وړاندي کوو. د نورو معلوماتو دپاره په دې شمېره له موږ سره اړيکي ټينګي کړئ: ۰۰۹۳۷۸۹۰۶۷۷۲۹ د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنيو څانګه