كله چې د جمهور رئيس د لومړۍ انتخابي دورې وروستۍ كال و او بيا په ځانګړي ډول وروستۍ شپږ مياشتې، نو په افغانستان كې د بهرنيانو په شتون په ځانګړي ډول په نړيوالو پوځي ځواكونو او د هغوى په عملياتو يې نيوكې پيل كړې، تر دې دمه نيوكې نه وې. جمهورييس او د هغه ډلې داسې ښودله چې ګواكي بهرنيان په افغانستان كې مداخله كوي په دې ډول يې يو نامملوس كمپاين كاوه. دغه كمپيان په خپل ذات كې د افغانستان د ملي ګټو يو خلاف عمل و او همدا ډول يې په افغانستان كې مېشتو نړيوالو پوځي او ناپوځي مرستندويانو ته ګواښونه ورځ تر بلې ډېرول.
اوس چې نړيوال په افغانستان كې د فساد په ضد د مبارزې او په دې اړه جدي شوي دي، نو جمهور رئيس بيا خپلې ګټې په خطر كې وينې، ځكه نو ملي حاكميت او د افغانستان قوانين مطرح كوي، دا چې ضياء صالحي يې د فساد په تور ونيو نو ښاغلي جمهور رئيس په امر او هڅو بېرته ايله شو، همدا ډول چكري له افغانستان څخه د ښاغلي كرزي په ځانګړې پاملرنه وواته او تر اوسه په لندن كې د سپين باز په څېر ګرځي.
كله چې ښاغلي كرزي ضياء صالحي ايله كړ نو تر څنګ يې بيا د فساد ډېره پړه پر بهرنيانو واچوله او د فساد پر ضد د مبارزې دوه ادارې يې پر خپل سريو تورنې كړې او ويې ويل چې په دې اداره كې بهرنيان دې دا اداره بايد افغاني شي. د ښاغلي كرزي د دې خبرو او بياناتو سره مې ذهن ته يوه خاطره راغله.
هغه مهال په افغانستان كې د امريكا سفير او د امريكا د جمهور رئيس ځانګړى استازى ښاغلى خليلزاد و. خليلزاد افغانستان په چارو كې ډېر بوخت و، ده د زړه له تله د افغانانو د ستونزو په اوارولو كې مرسته او كار كاوه. جمهور رييس ته يې كارنده سلا مشوره وركوله او مرسته يې كوله چې جمهور رئيس يو فعال او كارنده ټيم جوړ كړي.
د اوړي موسم لومړۍ شپې ورځې وې، ښاغلي خليلزاد يو ماښامى سفارت ته د خبرو اترو لپاره وبللم. د ښاغلي دا خبرې اترې نارسمي وې. ده به معمولاً يو څوك وربلل چې د افغانستان د حالاتو په اړه ورسره خبرې وكړي او په دې ډول به يې كولى شواى چې د ښه ترا خپل ځان د افغانستان په اړه خبر كړي.
موږ خبرې كولې چې د ټليفانه زنګ ورته راغى، موږ ته يې مخ راواړه او ويې ويل: بښنه غواړم، رئيس جمهور دى. او بيا يې په ټليفانه د ځواب كې وويل:
– السلام عليكم، جوړ تكړه، څنګه يې، ورځ پخير وه.
– د مقابل لوري غږ جوت اورېدل كېده، جمهور رئيس ورته وويل:
– ښه يم، خو ډېر ستړى، ورځ ښه وه.
– ښه، خوشاله اوسې، تاسې بايد د يوه پياوړي حكومت او خلكو د خدمت لپاره ډېر نور كار وكړئ، دا نوره ستړيا هم غواړي.
– هو، خو اوس مې درته يو شكايت راوړى.
– هغه څه؟
– داسې چې يوه باډي ګارډ مې وزير وهلى، دغه باډي ګارډ ډېره ناغېړي كوي.
– خليلزاد نرم وخندل او ورته يې وويل: دا خلك هم عجيبه دي، وزير شي خو بيا هم په چلند نه پوهېږي، ستاسې خونديتوب تر هر څه اهميت لري.
– په وزيرانو خو اعتبار په كار دى.
– په كار دى، خو له احتياط سره او تر ټولو مهمه دا چې وزير هم بايد اصول مراعات كړي، له اصولو، پرنسيپ او قانون څخه بايد هېڅوك لوړ نه وي، زه او ته هم له قانون څخه لوړ نه يوو.
– خو په هر صورت دغه باډي ګارډ ناغېړي كوي، دغه راته بدل كړه.
– سمه ده، ته بېغمه اوسه، دغه باډي ګارد به درته بدل كړم، خو زه ګورم چې يو سم كس رالم.
د ښاغلي جمهور رئيس كرزي او ښاغلي سفير خليلزاد مركه اوږده وه. دوى په نورو مسايلو هم خبرې وكړې چې د هغوى په اړه دلته بحث له موږ له موضوع څخه بهر وباسي.
په لومړي سر كې د جمهور رئيس ساتندويان هم بهرنيان وو، بهرنيان څه، امريكايي پوځيان وو. اوس چې كله ښاغلى جمهور رئيس د بهرنيانو د مداخلې او د ملي حاكميت خبرې كوي نو ما ته هغه په ټليفون باندې له ښاغلي خليلزاد سره د ده مجلس را په زړه شي.
هغه وخت نه مداخله وه نه د ملي حاكميت خبره، په افغانستان كې د اوس په پرتله امن و امان و، خو اوس نه امن نشته نه امان، او ښاغلى جمهور رئيس د ملي حاكميت او ملي ګټو خبرې كوي. حقيقت دا دى چې نه د ملي ګتو غم شته او نه د ملي حاكميت بلكې د شخصي ګټو خبره ده.