کور / تازه خبرونه / کابل: د شخصي امنيتي کمپنيو تړل به اونۍ وروسته پيل سي

کابل: د شخصي امنيتي کمپنيو تړل به اونۍ وروسته پيل سي

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي راتلونکې اونۍ به د هغو شخصي امنيتي کمپنيو د تړلو لړۍ پيل کړي چي په له دولت سره راجسټر نه دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند زمرى بشري وايي د دې چاري دپاره يوه لوړ پوړي کمېسون په کار پيل کړى دئ.
د شخصي امنيتي کمپنيو د تړلو دغه پروسه وروسته له هغه عملي کېږي چي ولسمشر کرزي تېره مياشت دغه کمپنۍ په هيواد کي د نا امنۍ او د دولت د کمزورۍ اصلي لامل وبللې.