کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / يتيمه پښتو او که د معياري ليکدود تشه

يتيمه پښتو او که د معياري ليکدود تشه

درنو هیوادوالو يو ماښام لۀ برېښنایي رسنیو سره بوخت وم او د آریانا لروینون (تلویزیون) ته مې کتل، چې پۀ دې مهال (د جګړې کیسې) پۀ نامۀ یوه خپرونه پیل شوه، چې لۀ ناخوالو، پرهارونو او اوښکو ډکه خپرونه وه. دغه خپرونې د دویمې سقاوي پۀ موده کې د يوې مېرمنې د مېړۀ د شهادت ورځې شپې، پۀ پردېسي کې د دوو یتیمو لورانو روزنه او هغوی ته د ډوډۍ د موندلو ستونځې بیانولې او د دغه مېرمنې او لورانو لۀ سترګو څاڅکي څاڅکي اوښکې لکه وینې د زړۀ لۀ پرهارونو په اننګو څڅېدلې او بهېدلې، خو زۀ ﻻس تر ځنې ورته ناست وم او د ژوند د ناخوالو په سوچونو کې لاهو شوم.
ناڅاپي مې د 1363 لمریز لېږدیز کال یوه زړه بوږنونکې پېښه راپۀ یاد شوه. هغه مهال زما انا (نيا)، زۀ د چرګانو لپاره پۀ وچه ډوډۍ پسې بازار ته استولی وم. کله چې کوټې سنګي ته ورسېدم، نو سمدﻻسه مې د وچې ډوډۍ دوکان ته ورودانګل، خو کله چې دوکان ته ورننوتم، نو کتل مې، چې یوه سپين سرې، په شاه ټوغه، وچوړې مېرمن، چې زوړ پوړنی يې په سر ؤ، نو د وچو ډوډيو په بوغڅه کې آخته وه، چې لږ پاکه او لویه ټوټه ډوډۍ پکې وموندي.
ما له يو پلوه بيړه درلوده او له پلوه مې چندان حوصله هم نه درلوده، خو هغه مهال زه ډېر ځوان وم او له دغه نندارې مې زړۀ ډېر ژر پۀ تنګ شو، نو پۀ هغه مېرمن مې غږ وکړ: (خاله جان! چي مېپالين!، کُلش نان کهنه و خشک است!)، نو دغه مېرمنې راغبرګه کړه: (بچېم! خودت ای نانه برای کي مېخري؟). ما ورته رډې رډې وکتل او ورته مې ووېل، (خاله جان! کلګي اي نانه بر مرغا مېخره، چرا پرسان مېکني!)، خو مېرمنې سر را پورته کړ او لۀ اوښکو ډکې، له غمه سرې او ستومانه سترګې يې راواړولې او را ته یې وویل (بچېم! مه ده خانه یتیم دارم، اي نانه مېخرم کۀ برایشان تر کنم، که نرم شوه و باز يتيمايم بخورند!)، نو له دې وينا سره سم زۀ هک پک شوم، لۀ شرمه پۀ کالیو کې نۀ ځایېدم او د دوکان پۀ کونج کې ودرېدم او د ويلو مې نور څۀ نۀ لرل، خو د پېښې په يادون مې لیا اوس هم د زړه پرهارونه تازه شي او سترګې مې د ناهيلۍ له اوښکو ډکې شي!
درنو لوستونکو لۀ دغه پېښې لۀ دوو لسیږو ډېره موده تېره شوه، خو هغه خبرې او د هغه مېرمنې بېوزله اوښکې تر ننه زما پۀ ذهن کې پاتې دي او د هېواد د خلکو پۀ غمونو کې مې ډوبوي، مګر زۀ د دنیا پۀ کارونو کې ډېر بې وزلی یم او چې تنها شم د خپلو خیالونو پۀ څپو کې لۀ خپلو غمځپلو هېوادوالو سره د زړۀ اوښکې تویوم.
کله چې (د جګړې کیسې ) خپرونه پای ته ورسېده، نو پۀ برېښنا پاڼو کې مې د زړه سکون غوښت، نو د ليکنو په لوستو مې خپل غلطاوه، چې پر يو شمېر ليکنو مې سترګې ولګېدې، چې په هغوی کې یوه يې د ښاغلي معصوم هوتک وه او بله يې د ښاغلي پوهاند مجاور احمد زېار وه. د ښاغلي هوتک صيب لیکنه د ښاغلي پوهاند زیار د وینا او لیکبڼې دووالیږم ته ښودنه کوله او د پوهاند زیار ليکنې د پوهاند سفر او د ځینو کتنو او ناستو راپورتاژ ته او د ښاغلي معصوم هوتک سیمییږ-ګړدودیز ليکبڼې ته ځانګړې شوې وه، خو تاسو بۀ وایئ چې د پورته يادې شوې موضوع يې د زيار او هوتک پر ليکنو پورې څۀ اړه ده!
ښاغلو لوستونکو! ما به مبالغه نه وي کړې، چې ووايم پښتو اوس یتيمه شوې او د سر سړی نه لري، نه يې مهربانه مور شته او نه هم دانا پلار، ځکه چې نن سبا پښتو په سمييز ګړدود کې لاهو ده، اشخاص ورسره وزلوبه کوي  او هېڅوک نه غواړي په دغه ځورېدلې، ځپېدلې او تجريد شوې ژبې زړه وخوږوي او لکه هغه بوډۍ، چې خپلو يتيمانو ته يې د زړه وينې خوړلې، خو هېڅوک نشته چې پخپله پوهه او هڅو درنه پښتو له ورکېدو وژغوري، خو برعکس له پښتو سره تربګني کېږي، د پلندر او ميرې چلند ورسره کېږي. له خواشيني سره بايد ياده شي، چې په وروستيو څو لسيزو کې لکه افغاني ټولنه له پښتو سره هم خلقيتوب وشو او هم پرچمي توب، خو اغيارو بيا ورته د دوزخ ژبه وايي او موږ په پښتو پسې رااخيستې ده او پخپله مو ورسره جهاد اعلان کړی!
درنو هېوادوالو! زموږ او تاسو کور، کلی، ښار او لنډه دا چې ټول هېواد د بېلابېلو خپلمنځیو شخړو قرباني شو، چې وروستۍ درې لسیزه موږ پۀ ايتنیکي، ژبني، ایدیولوژیکي او مذهبي مېچنه کې اوړۀ کېږو او د افغانستان خوار او بېوزله خلک زموږ د ځانغوښتنو بیه پخپله وینه ورکوي او د ځبرځواکونو تر ښکېلاک ﻻندې دي، خو زموږ لوستي افغانان پۀ چړچو بوخت دي او خپل هر څۀ پر نورو غواړي یا ومني یا يې ذهن ور مشکوک کړي.
د دغو دوو ليکنو اغېز ﻻپر ما پاتې ؤ، چې د موسی کلا د خونړې او ځپېدلې سيمې د يو ځوان ليکنه چې الکوزی يې کورنی نوم ؤ، تر سترګو شوه، خو د دغه ځوان د ليکنې دوو ټکو ته مې پام شو، چې ليکلي يې ول: وروسته لۀ دې چې سيمه لۀ طالبانو پاکه شوه، نو موږ تمه درلوده، چې د لوست او زده کړې لپاره ﻻرې پرانيستي دي او د سيمې ماشومان او خلک کول شي پۀ خپله خوښه لوست وکړي.
خو پۀ زړۀ پورې دا ده، چې دغه ځوان په لیکنه کې د نورو د ښوونکي پۀ بڼه راڅرګندېږي او ليکي، چې یوه کتابچه او د ښاغلي عبدالباري جهاني کتاب ورسره ؤ، کله چې د مرکزي واکمني لۀ پولیسو سره مخامخ کېږي، نو یو فارسي ژبې سپاهي ور ته وايي (مره بتې!) او لۀ هغۀ نه کتاب او کتابچه اخلي. کتابچه ورته پرې کوي او ایسته يې غورځوي، چې وروسته لۀ دې د دغه ځواکونو بولندوی (قوماندان) راځي او د ښاغلي عبدالباري جهاني کتاب ګوري او هلک پۀ څپېړه وهي او د دې ګواښ ورته کوي، چې تاسو کندهاريان ﻻ اوس هم په سو او سوي ليکنې کوئ او زموږ ليکدود نه کاروئ!!! او دغه ځوان بيا وايي چې د دغه سړي لۀ لهجې داسې ښکارېده، چې د جلال أباد وي، نو ځوان بيا ټينګتې کوي، چې د ميرویس نيکۀ او احمد شاه بابا زامنو چېرې یاست، چې پر موږ داسې ملنډې وهل کېږي.
درنو لوستونکو ليا مې د دغه ليکنې تاو لۀ زړۀ نه ؤ ختلی، چې د هرات د سيمي د يو بل افغان يوسفزي ليکنه پرانيسته، چې هغۀ هم د معياري پښتو شعار ليکلی ؤ او پۀ پيل کې يې وړانديز دا ؤ، چې پښتانه پوهان دې را ټول شي او د يوې کره پښتو بنسټ دې پياوړی کي او د ښاغلي مجاور احمد زيار د ليکني سرليک (د خدای پۀ پار يوه پښتو کره پښتو وليکئ) يې هم ليکلی ؤ، خود خپلې ليکنې پۀ ترڅ کې لۀ خپلو سيمييږو دودونو، وينګ (تلفظ) او ګړدود (لهجې) تر سيوري ﻻندې راځي او یو پۀ زړۀ پورې تخيلي وړانديز کوي، چې پرته لۀ لهجوي بنسټه کوم علمي بنسټ يې نۀ درلود، خو دغه ليکنې ډېر ژر لۀ برېښناپاڼو ټولې شوې، چې علت بۀ يې څۀ وي زه هم نۀ پوهېږم!!
ما هم څو ورځې مخکې یوه لیکنه (پښتو د ذهني انارشيزم په لومه کې) تر سرليک لاندې ليکلې وه، خو د ټول افغان د بحث په فورمونو کې لومړی د (ملي ګټور بحثونه) په برخه کې د مختارنومي افغان لخوا بحث ته وړاندې شوې وه، چې یو شمېر افغانانو جوت بحث پرې کړی ؤ، خو یو شمېر نورو وروڼو ماته د دغه ليکنې په اړه سپکې سپورې هم ليکلې وې، خو زما ليکنه هم ډېر ژر د ټول افغان له لومړۍ پاڼې ليرې شوه او د آرشيف کندې ته واچول شوه، ځينوبرېښنا پاڼو خو ليا خپره هم نه کړه، چې دغه دريځ ماته د کيوبا د يو مشر فيډل کاسترو د شپې نا آرامه خوبونه راپه ياد کړل، ځکه چې داسې ويل کېږي، چې (CIA) هم فيډل کاسترو پسې رااخيستې وه او د وژلو چارې یې ورته سنجولې، نو فيډل کاسترو به هم د شپې لخوا پر یو ځای نه ویده کېده، نو زما ليکنه هم په برېښناپاڼو کې يا خپره نه شوه او يا هم له يوې خونې بلې ته تېره اوبېره کېدله، چې اوس د ټول افغان د (پښتو ادب او ګرامر) په برخه کې خوندي ده، خو ما ته زما د ليکنې په اړه د ښاغلي عبدالباري جهاني غبرګون (زه څه وایم او ډاکتر لمر څه وايي) تر ټولو غوره او روزونکی اړخ درلود، چې د ښاغلي عبدالباري جهاني صيبه مننه کوم او بايد ياده کړم، چې د ښاغلي جهاني صيب ليکنو، ويناوو او شعرونو د ژوند په بهير کې زما په پښتني او افغاني ذهنيت کې يو ځانګړی رول لوبولی دئ.
کله چې مجاهيدين په 1992 لمریز کال واک ته ورسېدل، نو په افغانستان کې اخوډب شروع شو، چې پايله يې په کابل کې د (90.000) انسانانو مړينه او د افغانستان وېشنه په ملکالطوایفي شوه،، چې د هر هېوادپاله افغان زړه ورته وينې څڅولې ، خو په دغه مهال کې د ښاغلي عبدالباري جهاني (او کندهاره د زمرو وطنه… او که پنجشير دئ که واخان دئ وطن زما دئ…) هېوادپاله شعرونه د افغانستان وتلي او نامتو شخصيت ښاغلي ډاکتر محمد صادق فطرت ناشناس په خواږه غږ کې په زړه ښکونکې سندره وواښته، چې په افغانانو کې يې د نوي اوښتون پېلامې رامنځ ته کړې او د هر هېوادپال افغان د زړه سکون وګرځېده او د افغانستان د ځمکني بشپړتيا ولولې يې د هر افغان په زړه کې راژوندۍ کړې.
د ښاغلي عبدالباري جهاني نوم او د دوی مبارزه د افغانستان د خپلواکي او نن سبا د ښاغلي جهاني صيب دريځ د لوېديزوالو د شيطاني وړانديزونو، چې د افغانستان د وېشلو تبۍ يې توده کړې،  پر ضد پخپله یو ستر اوښتون دئ، هر افغان د خپل هېواد مشر لکه ښاغلی عبدالباري جهاني او نور افغاني پوهانو ته درنښت کوي او د دوی نظريات ډېر پياوړی ټولنيز اغېز لري، نو د افغانانو په جهاد او د پښتنو په يووالي کې د جهاني صيب، شپون صيب، حبیب الله رفيع صيب، کاروان صيب او داسې نورو ليکوالو او شاعرانو دريځ او سپارښت حیاتي رول لوبوي، خو په يوه او دوه ګلونو نه پسرلی کېږي!.
د افغانستان په هره سيمه کې باتور پښتانه د نورو هېوادپالو افغانانو سره د افغانستان لوېشت لوېشت خاوره د وينو په بيه ژغوري، خو داسې ګمان هم کېږي، چې يو شمېر پښتانه ډېر نازولي دي او غواړي چې د دوی ژبې ته پاړسيان، هندوان، ازبک او نور کار وکړي، مګرپښتنو دا لۀ هېره ايستلې ده، چې پښتو د دوی ژبه ده او پۀ افغانستان کې د وګړو ډېرګړي هم پښتانۀ دي، ځکه نود افغانستان ملي ژبه وه او پۀ افغانستان کې هڅې کېدې او کېږي، چې يو ملي هويت رامنځ ته شي، چې بنسټ بۀ يې یوه ملي ژبه وي، خو پوښتنه دا ده کۀ موږ پښتانۀ پۀ خپلو کې يو معياري ليکدود ونۀ لرو، نو د افغانستان لۀ لږکيو ټبرونونه بيا څۀ ګيله وکړو او پوښتنه دا کېږي چې هغوی د پښتنو کومه لهجه زده کړي او يا هم کوم ليکدود وکاروي!!! کندهاري، ننګرهاري، وردګي، خوستي او يا کوم بل ګړدود!!! دا ټوکه نۀ ده، موږ باېد پۀ دې پوه شو، چې د افغانستان 63 ٪ خلک پښتانۀ دي ، خو د هېواد پاتې برخه یانې  37٪ پښتانۀ نۀ دي او هغوی هم لکه پښتانۀ یو پياوړي ملي هويت ته اړتيا لري.
د ېادونې وړ ده، چې لۀ  63٪ پښتنو لږ تر لږه 25٪ پښتانۀ پاړسي ګړېږي او پۀ پښتو هم نۀ پوهېږي. ګڼشمېر پښتانه د هېواد پۀ شمالي سيمو کې مېشت دي، چې بېلابېلې لهجي لري، نوځکه يوې کره پښتو ته اړتيا لري. دغه ټولې هغه ستونځې دي، چې د افغانستان ملي هويت ته يې ستر ګواښ رامنځ ته کړی.
درنو هېوادوالو تاسو بۀ ډېر ځله لوستي وي: لوی کندهار، لوی ننګرهار، لویه پکتيا او داسې نور، مګر تاسو بۀ هېڅکله هم داسې نۀ وي اورېدلي او يا لوستي لکه (هرات بزرګ، مزار بزرګ، شمالي بزرګ او داسې نور، مګر دغه سيمييز خلک د خپلې ژبې او سيمي لپاره کار کوي، حتی يو شمېر يې د پان ايرانيزم او تاجکستان بزرګ نارې وهي، غواړي افغانستان هسې په ګنډه ووهي، لکه حامد کرزي، چې څه موده مخکې افغانستان هسې په (سه کشور هم زبان!) کې مدغم کړ، خو دغه د پارس لېوال خلک د پرمختګ پۀ لوري روان دي او يو موټي دي، مګر پښتانۀ پۀ تربګني کې نښتي دي، پخپله سيمه کې ښوونځي سوځوي، ښوونکي وژني او خپل منورين لۀ منځه وړي. د دغه ناخوالو سبب  د پښتنو وېشل پۀ کندهاري، وردګي، پکتياوال، کنړي، لغماني، خوستي او داسې نورو دي، چې د پښتنو پۀ تاريخ کې د هغوی بې اتفاقي ته ښودنه کوي.
پۀ وروستيو دريو لسيزو کې ما هم پۀ افغانستان کې ډېر څۀ وليدل او واورېدل، چې پۀ پيل کې زۀ ماشوم وم او ما د مرحوم قيوم وردګ پۀ اړه اورېدل، چې (کۀ وردګ وې مقرر دې شي!) او يا (در پشتو امي لهجی قندهاري بسيار شيرين است!)، خو کله چې زۀ ځوان شوم، نو د (پکتيا جنرال مېزايد و شمال عسکر!) لۀ وراشې سره مې ټکر وکړ او کله چې طالبانو واک تر ﻻسه کړ، نو بيا بۀ ويل کېدل چې (اينا خو پاکستاني هستند!)، د کرزي لۀ راتګ سره د (طالبان نيکتايي دار!) وراشه رامنځ ته شوه، خو پۀ فاشيستهاي قبايلي، اقوام نوماد، شوونيست هاي برتري طلب او داسې نورو بۀ سر نۀ خوږوم، نو درنو پښتنو کۀ چيرې تاسو دغو پېښو ته سم ځير شئ، نو هرو مرو يو تاريخي سبق ترې اخلئ، هماغه خبره ده، چې  بېل يې کړه اېل يې کړه!
نو رابشو بيرته د پښتو کره ليکدود ته، باید ياده شي، چې د کره ليکدود رامنځ ته کېدل پښتانه سره نږدې کوي او د هغوې ځانځاني د وخت پۀ تېرېدو سره لۀ منځۀ ځي او د ملي هويت د چوړېدو امکانات پياوړي کېږي او د افغانستان د خلکو پۀ منځ کې پوهاوی او زغم رامنځ ته کېږي او د لږکيو لپاره هم آسانېږي، چې يوۀ کره معياري پښتو زده کړي او د پښتو د ملي کېدو چارې هم پياوړې کېږي.
د پښتنو ستونځې ډېرې دي او پۀ زړۀ پورې خو ليا دا ده، چې زموږ لیکوال پخپلو لیکنو کې هېڅ کوم داسې وړاندیز نۀ کوي، چې لۀ منطق سره برابر وي او يا هم پوهنيز شاليد ولري.
ښاغلی پوهاند مجاور احمد زیار پۀ خپلو لیکنو کې داسې ټکي رابرسېره کوي، چې د یو عادي افغان لپاره يې پوهېدنه نا شونې ده او د نیولوجیږم پۀ رڼا کې د پښتو وییپوهنه داسې راسپړي، چې پۀ غونډله (جمله) کې د کارولشویو وییو مانا ليا هم ستونځمنه کوي. دا څرګنده ده، چې پوهند مجاور احمد زیار صيب د نوې پښتو د ودې یو ستر مخکښ ګڼل کېږي، خو زموږ ولس ليا دې ته نۀ دئ رسېدلی چې د پښتو پۀ نویو وییو سر خلاص کړي، حتی زموږ لوستي پښتانۀ ليا پۀ سمییږو ګړدودونو کې ﻻهو دي او لۀ نالوستو خو بیا ګيله هم نۀ کېږي.
د پښتو پۀ برخه کې زموږ ټولو لیکوالو جوت ګامونه اوچت کړي دي، چې د پښتو د ودې بنسټ ګرځېدلی دئ، پۀ دې برخه کې د علامه صدیق الله رښتین، علامه عبدالشکور رشاد، علامه عبدالحی حبيبي، علامه ګل پاچا الفت، علامه عبدالروف بېنوا او نورو مخکښو پوهانو هلې ځلې د پښتو ستره پانګه جوړه کړې ده، خو پۀ نننیو لیکوالو کې پوهاند مجاور احمد زیار خپل ځانګړی ځای لري، چې د نوې پښتو پۀ وده کې د زیار صيب نوښتونو د پښتو لمنه درنه کړې ده او پښتو ته يې یو ځانګړی ښایست ورپۀ برخه کړی دئ.
د پوهاند زیار پښوییزې نومونې ډېرې غوره دي او د پښتو پښویه يې د نړيولو ژبو لۀ ګرامر سره برابر کړې، چې دا پخپله یو ستر ابتکار او ژبنیز پرمختګ دئ. د پښتو د وییجوړونې پۀ برخه کې يې هم جوت پرمختګ کړی دئ، خو د ښاغلي معصوم هوتک پۀ ليکنو کې ډېر پياوړی څېړنيز پوتنسيال پروت دئ، خو له ليکنو يې داسې څرګندېږي، چې د ژبې لیکبڼه بايد لۀ وینایي ژبې سره يوه وي، مګر باید یاده شي، چې د ژبې پۀ وده کې یو منل شوی لیکدود ډېر غوره ګڼل کېږي او د ټبرونو د يووالي اساسي رښکۍ ده.
ما خپله لوړتحصيلات پۀ بهر کې کړي دي او د ژبو په اړه مې هم مالومات لۀ نورو ژبو تر ﻻسه کړی، خو پښتانه هر څۀ بل ډول ویني او تحلیل يې هم بل ډول دئ، څوک لۀ خپلو سيمییزو غوښتنو نۀ تېرېږي او یا هم د پښتو معیار د اشخاصو پۀ غوښتنو تر سره کېږي، لکه د حامد کرزي حکومت، چې پۀ مصلحتو جوړېږي.
دا ټولو ته څرګنده ده، چې یوه موسسه، یو څانګپوه د یو نالوستي پر پرتله ښه پر مخ بېولی شي، خو پۀ افغانستان کې هر څۀ په مصلحت تر سره کېږي، ځکه تر ننه جګړه ليا روانه ده، خو پښتو هم لۀ داسې ناوړه چلند سره مخامخ ده، چې نۀ یې سر مالوم دئ او نۀ يې هم بر.
پښتو د افغانستان ملي ژبه وه او پۀ نړۍ کې څۀ د پاسه سل میلیونه پښتانه ژوند کوي، چې ګڼشمېر يې پۀ افغانستان، پښتونستان، هندوستان، ايران او د نړۍ پۀ نورو هېوادونو کې مېشت دي او پۀ وروستيو دریو لسيزو کې، پۀ هېواد کې د بل شوي اور لۀ کبله د نړۍ پۀ ګوټ  ګوټ کې خوارۀ-وارۀ شول، چې اوس د نړۍ پۀ بېلابېلو هېوادونو کې پردېس دي.
پښتو د هندو-اروپایي د سترې کورنۍ د هندو-آرياني ډلې پۀ شمال-ختيزې څانګې پورې اړه لري، جې ګڼشمېر ګړدودونه لري او زوړ ګړدود يې اوس هم ژوندی دئ چې ونېڅي نومېږي او د بلوچستان پۀ سیمه کې ویل کېږي، خو د پښتو ټول ګړدودونه پۀ افغانستان او پښتونستان کې پۀ دریو څانګو کې راغبرګېږي، چې ختيږه، منځنۍ او لوېديږه څانګه جوړوي، چې د دغه څانګو توپير د (ږ – ښ) غږونو پۀ وینګ کې او په نومونو کې د (ز-ژ-ج) کارول دي، خو د پښتو لیکدود تر یو حده معياري دئ.
پښتانه د تاریخ پۀ اوږدو کې د بهرني ښکېلاک او خپلمنځي شخړو پۀ لومه کې ښکېل دي او د بېلابېلو کلتوري یرغلونو لۀ ګواښ سره مخامخ شوي دي، خو بیا هم پښتنو خپل دود ساتلی او خپل هېواد يې لۀ غليمه ژغورلی دئ او زموږ پۀ ټولنه کې داسې خلک تېر شوي دي، چې د پښتو پېښليک زرینې پاڼې يې جوړې کړې دي، چې د پير روښان بابا، خوشال خان خټک بابا، رحمن بابا او نورو پښتني پوهانو هلو ځلو پښتو ته نړېواله کچه ورپه برخه کړې ده، چې د هغوی لیکنې او فلسفوي أندونه نړيوال کلتوري ارږښتونه ګڼل کېږي او دا زموږ او تاسو مسؤلیت دئ، چې د هغوی کلتوري ارزښتونه وسپړو اوبل نسل او نورو ته يې وروپېژنو.
دا څرګنده ده، چې پښتانۀ تل د بهرني یرغل قرباني دي او پۀ وروستیو دریو پېړيو کې افغانستان د بېلابېلو جګړو ډګر ګرځېدلی دئ او پۀ وروستیو دېرشو کلونو کې زموږ هېواد د ځبرځواکونو په سیالیو کې ښکېل دئ، چې زموږ د هېواد د پرختګ مخه يې نيولې ده او زموږ هېواد يې د بدمرغي کندې ته ورغورځولی دئ، خو بیا هم دا زموږ لوستو دنده ده، چې پښتو ته کار وکړواو د پښتو پۀ علمي کېدو کې جوت ګامونه اوچت کړو او خپل هېواد او ژبه لۀ ورکېدو وژغورو، ښه ويل شوي، چې په لمر يې ګټه په سيوري يې خوره!.    
نن سبا افغانان د نړۍ پۀ بېلابېلو سیمو کې مېشت شوي دي، چې ډېرګړو يې لوړ تحصيلات تر سره کړي دي او ګڼشمېر يې د څانګپوهنې تر کچې رسېدلي، نو د پښتو ژبې پۀ اړه څېړنې او خپله ژبه او کلتور نورو ته ورپېژندل د دوی معنوي دنده ګڼل کېږي او پرته لۀ لوستو پښتنو نور هېڅوک هم نۀ شي کولی پښتني کلتور او پښتو پۀ سمه توګه  وسپړي او ويې څېړي او پردیو ته يې وروپېژني. کره ليکدود د پښتو خپرېدنه آسانوي او په زده کړه کې يې سهولتونه رامنځ ته کېږي.
څرګنده ده چې پۀ بهرنيو هېوادونو کې د کلتوري اړيکو ټينګول ډېر اړین برېښي او پښتانه د نړۍ د خلکو یوه لویه برخه جوړوي او پښتني کلتور د پام وړ تاریخي ارزښت لري، چې لۀ بېلابېلو ټبرونو سره ګډ اړخونه لري او لۀ یو او بل سره ګډ ژوند لري او دا جوته ده، چې لۀ نورو ټبرونو سره د پوهاوي او زغم مزي د یو او بل پۀ کلتوري ارزښتونوکې نغښتي دي، نو د یو هېواد ژبه پۀ تېره بیا کره پښتو او افغاني کلتور نورو ته روښانول، د لوستو افغانانو مسؤلیت ګڼل کېږي.


پايله


ښه ويل شوي، چې کاڼه ته ډول مه وهه او ړانده ته نڅېږه مه! نو درنو افغانانو، ما ځکه په خپلو ليکنو کې د پښتو ژبې د نامتو ليکوالو د ليکنو اواندونو بېلګې رااخيستې دي، چې د پښتو د با صلاحيته ليکوالو او مشرانو پام دغه ستونځې ته له بل اړخه ورواړوم، چې په ګوته شي، چې د پښتو کره ليکدود د افغانانو په يووالي، د هېواد په ځمکني بشپړتيا او د افغان ملت په جوړېدنه کې څومره غوره اغېز لري، نو زما ليکنې هم دغه ستونزې ته ځانګړې شوې دي، کېدای شي ترخې ليکنې وي، خو وايي، چې: دوست به دې وژړوي، خو دښمن به دې وخندوي!.
 
په درنښت




د ښاغلی ډاکتر لمر سره څو خبري


ډاکترصاحب ستاسودوی لیکنی می څو څو واره ولوستی د بحث د  پاره ډیر څه لری خو زه د موضوع (پښتو  لیکدود) په اړه ځکه څه نه لیکم چی له ېوی خوا می مسلک ندئ ،او له بلی خوا زموږ د پښتو ژبی استادانو او ادېبانو کله ناکه پر موضوع علمی لېکنی او بحثونه کړی دی ۰
زه غواړم د پورتنۍ موضوع یوه بله ستونزه چی زما په اند اساسی ستونزه ده ستاسو او ټولو لوستونکو سره شریکه کړم
زه فکر کوم هیڅ څوک د ېوه پښتو لېکدود مخالف ندئ خولاندینی دری پوښتنی د خنډ او ځنډ لاملونه بولم:
اـ دا کار څوک کولای شی(د چا صلاحیت دی) ؟
۲ـ دا کار چیرته باید وشی(په بهر کی اوکه  په هیواد کی) ؟
۳ـ دا کار څه وخت باید وشی (اوس ېی وخت دئ او کنه)؟
زه به خامخا د هری پوښتنی په اړه خپل نظر لرم خو ماته زما نظریات نیمګړی ښکاری نو ځکه یې دلته د لیکلو وړ نه بولم۰
زه غواړم د وضاحت لپاره هره پوښتنه لږ وشنم۰
د لومړ پوښتنی په باره کی زما هدف دادئ چی د ېوی ژبی دسوچه او کره کولوصلاحېت څوک لری ؟ یعنی دا کار دژبپوهانو یوه شورا،کمیسون،کمیته اوېا منفرد  کسان کولای شی ؟
 ۲ـ د ا کار باېد د دولت په چوکاټ کی د اړوندو موسساتو لکه پخوا چی پښتو ټولنه وه او  ېا اوس د علومو اکاډمی ده او داسی نورو لخوا تر سره شی او څنګه؟
اړینه یې نه بولی دغه ستر کار ته د ټولو سیمو او لهجو ژبپوهان سره سلا شی  اوکه هر کله و بر خیال؟
د ساری په توګه په ایران کی فرهنګیستان فارسی موسسه  ډېر خلګ پکښی کار کوی هر څه چی فیصله
 کړی بیا یې مطبوعات خپروی او تعلېمی نصاب ته شامیلیږې۰
او وروستنی خبره می دا وه چی د سیاسی ، امنیتی ،کډوالی اونورو ستونزو په شته والی کی دا وخت مناسب بولی ؟پداسی حال کی چی موږ نه شو کولای په کال کی لس تنه د نظرخاوندان پر ېو ټغر سره را ټول کړو۰
هیله می داده چی د نظر خاوندان خپل لارښوونکی نظرېات و نه سپموی ۰
په مینه او ادب
م۰ راغستانی  ډنمارک اګست ۲۰۱۰کال