پدې وروستيو کې د افغان ملت دوستانو او ښايسته استعدادونو خاوندانو ترمنځ د اليکترونيکي غږيزو او انځوريزو ميدياو له لارې د ښايسته بحثونو، انځورګريو او کارتونونو د تبادلې په بڼه يوه ارزښتناکه لړۍ پيل شوې ده. دا لړۍ زموږ ځورول شوي، ځورېدونکي؛ وژل شوي، وژل کېدونکي؛ په خپلو وينو کې لمبول شوي او لمبېدونکي ولس ته د تاريخي واقعيتونو انځور وړاندې کوي. خو پدې بحثونو او تبادلو کې يوه خامي او له هماغه کبله يو دروند تاوان موجود دى: هغه دا چې دا ګردې تبادلې د علت پرځاى د هغه له معلول سره لاس پر ګرېوان دي. تر څو چې پر موږ د دې جوړ استبداد د علت علاج نه وي شوى، د معلول له منځه وړل که شوني هم وي زموږ د دردونو دوا کېداى نه شي. دا به داسې يوه علاج ته ورته وي لکه چې پر سرطان ناروغۍ اخته يوه ناروغ ته د موقتي درد د کمولو په هيله ترياک ورکول کېږي.
خوشحال بابا وايي:
سپى دُرمه چيچي د غشي پړانګ حمله په تير انداز کا
په يوولسو ټکيو کې ځاى کړل شوې د خوشحال بابا دا حماسه يواځې ترانه نه ده، بلکې د اوږدو لسيزو تجربو په بهير کې يې د افغان غليمو قوتونو پېژندنه او پر خلاف يې د هغه ستر شخصيت د مبارزو ژوره فلسفه ده. د همدې فلسفې په رڼا کې يې “پر تير انداز” د بريد کولو لارښوونه کړې ده. ستر خوشحال بابا د مغُلو دوکه بازيو دومره هوډمن کړى و چې په هر ډګر يې هغه تار په تار او بيا يې وصيت يې کړى و چې “ما په داسې لوړه کې خاورو ته وسپارئ چې د مغُلو د اسونو دوړې مې قبر ته را ونه رسېږي.” دا نن هم د افغان ملت د ميندو ګرېوانونه د هماغه مغُل د استبداد او له تېکو يستلو تورو له کبله په اوښو لامده دي.
که څه هم د هر افغان-غليم بربنډول او تر ګرېوان نيول يوه اړينه سپېڅلې دنده ده، خو کله کله – په شعوري يا ناشعوري توګه _ پر هغې زور اچول او فکري تمرکز کېدلاى شي چې د چمتو شوي او ملا تړلي افغان ملت پر وړاندې د مغشوشتيا لامل او په پښو کې يې لومه وګرځي.
نو د خوشحال بابا له لارښوونې سره، زموږ ملت هېڅکله هم بايد اساسي دښمن هېر نکړي – هغه دښمن چې دا پېړۍ-پېړۍ او لسيزې پر لسيزو موږ په کاڼو ويشتلي او ولي مو. د افغانانو کورني تاريخ وهلي دښمنان د غشي هماغه دُرمې دي چې غليم له خوا پر موږ اورېږي، نو پرځاى به نه ويي چې زموږ ننګيالى ملت له دُرمو سره په جنګ کې خپل وخت ضايع کاندي. پر غشي ويشتونکي د حملې وخت دى.
يا ربه توفيق!