عزتمنو دوستانو ، هیله ده چی د پند او عبرت د قصو دا لړۍ ګټوره وی . اوس د دې پرله پسې قصو څخه د دیارلسمی روژې لپاره دیارلسمه برخه درته وړاندی کیږی چی د توبې د قبلېدو په هکله ده ( ن . صمد ) .
د جنایتکار قاتل توبه :
حدیث دی چی په پخوانیو امتونو کی یو بد معاش او لوی قاتل اوسېدﺉ چی ۹۹ کسان یې وژلي وو . دغه سړي وغوښته چی نور نو توبه وکړی او سمي لاری ته را واوړي . خلکو ته یې وویل چی یو متقی او عالِم شخص ته می راهنمایی کړﺉ تر څو له بدو اعمالو او وژنو توبه وکړم .
خلک هم خوشاله سول او یو مشهور عابد ته یې بوت . دغه قاتل هغه ته وویل چی ما ډیری ګناهوی کړي او ۹۹ انسانان می وژلي دي ، خو اوس غواړم چی توبه وکړم . آیا الله (ج) به می توبه قبوله کړي ؟ عابد ورته وویل چی ته دونه لوی ګنهګار او د ۹۹ بیګناه انسانانو قاتل یې ، څنګه به دې خدای توبه قبوله کړی؟! دا هیڅ امکان نه لری چی خدای د دغسی لوی جنایتکار توبه ومنی . د دې ځواب په اورېدو سره سړي پر دغه عابد هم ګوزار وکړ او ځای پر ځای یې ووژﺉ او په دې ډول د سلو کسانو قاتل سو .
وروسته یې بیا خلکو ته وویل چی ما غوښته توبه وکړم هو هغه عابد مجبور کړم چی ویې وژنم . نو اوس یو بل پوه او مدبر عالم راوښیاست چی د توبې کولو عرض ورته وکړم .
هغه و چی خلکو دا ځل یو بل پوه او مشهور عالِم ته بوت او هغه ته یې وویل چی سل مړي می کړي دي او نور نو غواړم چی د ټولو بدو اعمالو او قتلونو څخه توبه وکړم ، آیا خدای به می توبه قبوله کړي ؟
عالم ورته وویل چی د الله لپاره د توبې دروازه هیڅکله هم بندښت نه لری او تل د هغه ذات په وړاندی توبه قبلیږی . سړي ورته وویل چی نو څه وکړم ؟ عالم ورته وویل چی وروسته له دې به قطعأ تیر ناوړه اعمال نه تکراروې او عهد به کوې چی بیا هیڅ ظلم او ناروا نه کوې ، او د دې ښار څخه به پلانکي ښار ته ځې او هلته به اوسیږې ، ځکه هلته ښه او نېک خلک اوسیږی او دلته ستا د ګناهونو ځایونه موجود دي .
نو هغه و چی دا سړی هم هماغه ښار ته روان سو ، خو پر لارې د اجل ملایکه ورته راغله او روح یې ځنی واخیست او مړ سو . وروسته د « عذاب » او « رحمت » د ملایکو تر منځ د ده په سر مخالفت پیښ سو ، یوې ویل چی هغه د توبې لپاره د الله پناه ته روان و ، نو ځکه باید جنت ته راهنمایی سی . خو دوهمی ملایکی ویل چی یا ، باید دوږخ ته یووړل سی ، ځکه هیڅکله یې داسی عمل نه دی کړی چی هغه دې ښه او احسن وی .
باالاخره الله (ج) د انسان په بڼه کی یوه بله ملایکه ورته راواستوله او هغې د دوی تر منځ قضاوت وکړ . دغی ملایکی ورته وویل چی له همدې ځایه د دواړو ښارونو واټن اندازه کړﺉ ، که د « بدۍ » ښار ته نږدې و نو روح یې باید دوږخ ته یووړل سی او که د « ښادۍ » ښار ته نږدې و نو باید جنت ته یووړل سی .
کله چی یې دواړي خواوی اندازه کړې نو د صلاح ښار ته د شر تر ښار فقط یو وجب نږدې و او هغه وویل چی ما د مړینی پر مهال ولیدﺉ چی پر سینه د صلاح د ښار خوا ته ورڅکېدﺉ . نو هغه و چی د « رحمت » د فرشتې نظر ومنل سو او خدای یې توبه قبوله کړه او جنت ته راهنمایی سو ( حدیث شریف ) .
هو ، د الله په در کی توبه هر وخت قبلیږی او الله د توبې دروازه هیڅکله نه بندوی ، خو شرط یې دا دی چی هغه به د زړه له اخلاصه او د تل لپاره وی او بیا به یې قطعأ نه تکراروی . الله دې هر مؤمن ته د رښتیانۍ توبې توفیق ورکړی ، خصوصأ د روژې په روانه میاشت کی چی د جنت دروازې خلاصی دي .