د ناټو تر مشرۍ لاندي د ايساف ځواکونه وايي چي په ننګرهار ولايت کي يې د بمبار په ترڅ کي دوولس تنه طالبان وژلي په دې ولايت کي د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي چي ياد عمليات تېره شپه ترسره سوي دي . سرچينه وايي چي په دغو عملياتو کي ځکمني ځواکونو کومه ونډه نه لرل . د دې ولايت د والي وياند احمد ضياء احمدزي ياد عمليات تائيدوي او وايي چي د يادو کسانو د وژلو تر څنګ يو شمېر نور د دولت مخالفين ژوبل سوي هم دي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري طالبانو څه نه دي ويلي .