د پکتيکا ولايت دولتي چارواکي خبر ورکوي چي د ارګن په ولسوالۍ کي يې د ګډو عملياتو په ترڅ کي پنځه تنه وسلوال طالبان وژلي او شپږ تنه نور يې ژوندي نيولي . د دې ولايت د والي وياند مخلص افغان د يادو کسانو وژل او نيول تائيدوي او وايي چي ياد ګډ عمليات د افغان او بهرنيو ځواکونو له لوري ترسره سوي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه طالبانو يا کومي بلي ډلي څه نه دي ويلي .