تېره ورځ د افغانستان لپاره د پاکستان لوی سفير د پيښور تورخم په لار د نامعلومو کسانو لخوا وتښتول شو،چې د پاکستان پوځ د سرتېرو،پوليسو او خاصدارو د پرله پسې لټون سره سره يې لاهم څرک ندی لګيدلی.
د خبرونو له مخې په افغانستان کې د پاکستان لوی سفير ښاغلی طارق عزيزالدين هغه مهال د ديورنډ کرښې پورې غاړه په خيبر دره کې لا درکه شو چې غوښتل يې د ځمکې له لارې تورخم او بيا له هغه ځای څخه کابل ته ولاړ شي .
که څه هم داسې خبرونه خپاره شوي چې قبايلي طالبانو د يو شمېر قبايلي مشرانو له لارې د پاکستان حکومت ته ويلي چې عزيزالدين دوی برمته کړی،او طالبانو د يو مشهور قومندان ملا منصور په بدل کې چې څو ورځې مخکې د پاکستاني پوځيانو لخوا په بلوچستان کې تر يوې نښتې وروسته په ټپي حالت کې ونيول شو تبادله کړي،خو پاکستاني چارواکيو تر دې دمه په دې هکله څه ندي ويلي .
بلخوا د ډيورند پولې ته څېرمه په ډېره اسماعيل خان کې د پاکستان د اتومي ادارې دوه تنه چارواکي د نامعلومو وسله والو کسانو لخوا تښتول شوي،د رپوټونو له مخې دا کسان د پاکستان د اتومي انرژۍ د تخنيکي برخې کار کوونکي دي،چې تر اوسه يې چا د تښوتولو پړه پر غاړه نده منلې .
دا لومړی ځل ندی چې په پاکستان کې دغه راز تښتونې او ګواښنې کيږي،مخکې تر دې هم په وار وار دې ته ورته پېښې شوي ،د بېلګې په توګه د خبريالانو تښتول،د چينايي انجنيرانو يرغمل نيول ،د پوځيانو او مليشه و تښتونه او داسې نورې ګڼې پيښې …
خو دا وروستۍ پيښه تر هغو نورو يو څه توپير لري،او هغه هم دا چې دا ځل يو لوړ پوړی ديپلومات،او د اتومي ادارې کارکونکي تښتول شوي،چې پخپل وار له ډېر اهميت څخه برخمن دي،ځکه په وروستيو کلونو کې د افغانستان او پاکستان اړيکې تل نازکې پاتې شوي،نو د پاکستان د يو لوړ پوړي ديپلومات هغه هم په افغانستان کې د پاکستان د سفير تښتونه ډېره د پام وړ خبر ده .
دغه راز د اتومي ادارې کارکونکي هم ډېر مهم او حساس خلک دي،ځکه څه موده وړاندې لويديځو هېوادونو د پاکستان د اتومي بټيو په هکله انديښنه ښودلې وه او د هغوی په وينا دا ويره شته چې هغه به د ترهګرو لاس ته ولويږي،نو ښايي چې اوس دا انديښنه نوره هم زياته شي .
دا تښتونې په داسې وخت کې تر سره کيږي چې د پاکستان د پارلماني ټاکنو وخت ته هم يواځې شاوخوا يوه اونۍ پاتې ده ،او تر څنګ يې د پاکستان له بيلابېلو برخو په تېره بيا په صوبه سرحد کې د تاوتريخوالي د زياتوالي رپوټونه هم ورکول کيږي .چې يواځې په همدې دوه درې ورځو کې په چارسده کې د نشينل عوامي ګوند د کمپاين پر مهال په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او په سوات کې شاوخوا څلويښت کسان له سپکو او درنو وسلو سره نيول شوي دي .
د شنونکو په أند که ښاغلی عزيزالدين په ريښتيا طالبانو نيولي وي ،نو د پاکستاني چارواکيو دنده به لا ګرانه وي،ځکه ځينو رپوټونو ويلي چې هغوی د نوموړي په بدل کې د ملا منصور دادالله د خوشې کولو غوښتنه کوي .او ملا منصور هم د طالبانو يو له لوړپوړيو چارواکيو څخه ګڼل کېده ،چې د پاکستان حکومت به له يوې ننګونې سره مخامخ کړي .
په دې وروستيو کې داسې ويل کيږي چې طالبانو د يرغمل نيولو خوږ خوند څکلی،مخکې يې څو څو ځله روغتيايي کارکوونکي،خبريالان او تر ټولو مهم د کوريا جمهوريت درويشت تنه وګړي،چې بيا دوه تنه يې ترې ووژل او نور يو ويشت تنه نور يې د ناڅرګندې معاملې په ترڅ کې خوشې کول د بيلګو په توګه يادېدلای شي .
تر هغه مخکې يو تن ايتالوي خبريال جياکومو چې له خپل افغان ملګري سره په هلمند ولايت کې يرغمل نيول شوی و، له بند څخه د طالبانو د پنځو تنو لوړپوړيو چارواکيو په خوشې کولو سره وژغورل شو ،خو افغان ملګري يې خپل ژوند له لاسه ورکړ .خو دا ځل معلومه نده چې څه به ترسره شي .
د چارو د څيړونکيو په أند په داسې حال کې چې پاکستان د خپلو راتلونکيو پارلماني ټاکنو په درشل کې دی،ښايي چې د مخالفينو لخوا دا شان عملونو بيا هم تکرار شي او خپلو غوښتونو ته د رسېدو په موخه به له هغو څخه ګټې واخلي،چې پدې سره به نه يواځې پخپله لوړ پوړي پاکستاني چارواکي بلکې بهرنيان او د نړيوالو ټولنو کارکونکي هم په ډاډه زړه ،او پرته له بشپړو امنيتي تدابيرو تګ را تګ ته زړه ښه نه کړي .