کور / تازه خبرونه / پکتيکا : د ماين په چاودنه کي ٣ درې پوليس ووژل سول

پکتيکا : د ماين په چاودنه کي ٣ درې پوليس ووژل سول

د پکتيکا ولايت د يوسفخيلو وسلوالۍ اړوند په يوه سيمه کي د سړک د غاړي د يوه ځاى پر ځاى سوي ماين د چاودېدو له امله د پوليسو يو رېنجر موټر له منځه تللى او درې تنه پوليس يې وژلى . د دې ولايت د والي وياند مخلص افغان ياده پېښه تائيدوي او وايي چي په سيمه کي يې پلټني پيل کړي خو په اړه يې تر اوسه څوک نه دي نيولي.
د پيښي مسئوليت وسلوالو طالبانو پر غاړه اخستى او وايي چي په ياد بريد کي يې د پوليس يو رېنجر موټر له منځه وړى او پکښي سپاره ټول پوليس يې وژلى .