کور / تازه خبرونه / کندهار والي له يو شمير معلولينو سره وليدل

کندهار والي له يو شمير معلولينو سره وليدل

کندهار والي ډاکټر توريالى ويسا تېر ماښام په ولايت مقام کي په هغه روژه مات کي چي د ولايت مقام له لوري  معلولينو ته د مېلمستيا په موخه جوړ سوى ؤ ليده کاته وکړه او د هغوى ستونزي يې واورېدې . نوموړي پخپلو خبرو کي د معلولينو سره پر همکاري ژمنه وکړه . د معلولينو په استازي توب عبدالشکور د ولايت مقام په دې کار خوښي وښوده او غوښتنه يې وکړه دا چي روژه د خير او برکت مياشت ده نو د بې وزلو او مجبورو معلولينو سره دي اړوند موسيسي او شتمن کسان مرسته وکړي .