پښتانه داسې فکر کوي چې په ټوله نړۍ کې همدا ښه مسلمانان موږ يو، زما سره چې ملګري او دوستان د هند او په ځانګړي ډول د دې ځاى د مسلمانانو په اړه خبرې کوي، نو وايي چې پرېږده يې هغوى خو يوازې په نامه مسلمانان دي نور نو هيڅ هم نشته.
زه کله کله ورته وايم چې نه دلته ډېر ښه مسلمانان هم شته چې د اسلام غم ورسره دى او تل يې پالي.
زه د ډاکټر ذاکر نايک مثال ورکړم، دوى دستي وايي چې هغه نيک ټايي والا ښيې، يار هغه خو مه راته يادوه.
چې کله يې د سوب پوښتنه وکړم دوى وايي چې ياره تا يو مسلمان ملا ليدلى چې نيک ټايي دې تړلې وې، خداى پاک وايي څوک چې د کفارو جامه اغوندي او خوښوي يې په هغه دنيا به د هغوى سره يو ځاى راپورته کيږي.
نور نو زه چوپ شم، ځکه که د نور دليل ويلو جرئت وکړم، نو په راسته جيب کې د کفر فتواى او ټاپه غبرګ ورسره دي، دستي به يې راباندې ولګوي.
د همدې ټاپې سره څو ځله مخ شوى يم، خو بس بيرته مې ځان کښته راوړى او خداى پاک ژغورلى يم.
دلته په ميسور کې د هند د نورو ښارونو غوندې زيات مسلمانان شته، او د ښار په هر کونج کې ښکلي جوماتونه شته.
د دې ځاى د جوماتونو ماحول ډېر په زړه پورې وي، پر هنديانو سربېره د نړۍ نور خلک هم تر سترګو کيږي، عرب، مالډيويان، افريقايان…
په جوماتونو کې د اوداسه د پاکو اوبو، د څپليو او بوټونو د خاصو الماريو، او د ګرمۍ په موسم کې د پکيو خاص انتظامات شته.
د جومات چاپيريال دومره ښکلى او خوشالوونکى وي چې سړى وايي بس ټوله ورځ مې همدلته تېره کړې واى.
په ځانګړي ډول د جمعې لمانځه ته خلک په ډېرو ښکلو او ډول ډول کاليو کې راځي، موږ چې د جمعې لمانځه لپاره کوم جومات ته ځو د دې امام ډېر ځوان دى، تر لمانځه وړاندې يوه وينا کوي.
دغه ملا نه د کربلا کيسې کوي، نه د سرسايې او نه هم پر چا د کفر ټاپې لګوي، د ده د هرې جمعې د وينا بېله موضوع وي.
همدا څو ورځې وړاندې يې ويل چې ګورئ د هند د خپلواکۍ کاليزه راروانه ده، موږ مسلمانانو هم د خپلواکۍ د لاسته راوړلو په لار کې قربانۍ ورکړي او نن د نورو تر څنګ موږ ته هم په کار ده چې دا ورځ ښه په خوند ولمانځو، او هيڅکله دا احساس و نه کړو چې ګواکي موږ له دې نورو بېل يو.
يوه ورځ پر ګلوبل وارمينګ ږغېدى، بله ورځ يې بيا پر دې خبرې کولې چې موږ بايد خپل بچي تر ټولو پرمختلليو ښوونځيو او پوهنتونونو ته واچوو او داسې نور…
ما ته خو تر ټولو په زړه پورې دا ده چې دلته ملاصاحب کله کله د خپلې وينا په پاى کې د هغه کورسونو او مکتبونو اعلان کوي چې د ماشومانو لپاره تر نورو ښه اسانتياوې ولري او يا هم ارزانه وي.
د روژې اوله مې په کندهار کې وه، يو ملګرى مې ډېر راته ټينګ شو چې اول روژه ماتى به خامخا زما سره کوې، د ملګري کور مې د دې ښار د يوه لوى عالم مولوي عبدالرب اخوندزاده له جامع سره دى.
لومړى جامع ته ولاړم تر څو اودس لمونځ وکړم بيا به نو ځم د ملګري کره، خو کله چې جومات ته ورننوتم، د تشنابونو بد بوى ټول جومات پر سر اخيستى و، د اواسه لپاره اوبه نه وي، د دې ځاى چاپيريال ډېر ګډوډ او ستړى کوونکى و.
ما ته د غيرتي او باشهامته کندهار په دې ستر او تاريخي جومات کې د هند د يوه کوچني ښار ميسور يو ښکلى او پاک جومات را ياد شو، او ورسره مې د ملګرو هاغه خبرې په غوږو کې وګرځيدې چې ياره پرېږده يې د هند دا خو تش په نامه مسلمانان دي، خداى دې مو د هغوى له حاله ساتي.
يوه ماشوم راته وويل چې دا لوټه واخله، له هغه لاسي برمې يې ډکه کړه، ما هم په ډېر تلوار اودس وکړ، د مولوي عبدلرب اخندزاده په جامع کې بدبويي دومره زياته وه چې نور مې طاقت و نه شو او د ماښام لمونځ مې د ملګري کور ته ورورساوه.