کور / تازه خبرونه / د ناټو عسکرو درې افغان پوليس ووژل

د ناټو عسکرو درې افغان پوليس ووژل

د ناټو ځواکونو منلې چي د يارانې په ډزو کي يې درې افغان پوليس وژلي دي.
د شنبې په ورځ د ناټو له قومندانۍ څخه په خپره سوې خبر پاڼه کي راغلي چي دغه پېښه د جمعې په ورځ په جوزجان ولايت کي هغه مهال رامنځته سوه چي افغان پوليسو له طالب جنګياليو سره د نښتي پر مهال له دوى څخه د هوايي مرستي غوښتنه وکړه.
خبر پاڼه وايي چي د ناټو يوې څرخکي په خطا کي د طالبانو پر ځاى پر افغان پوليسو ډزي وکړې چي له امله يې درې پوليس مړه سوي او څو نور ټپيان سوي دي.
د افغانستان حکومت لا په دې باب څه نه دي ويلي.