د بحرين استخباراتو خبر ورکړى چي که د اېران پر اټومي تاسيساتو نظامي حمله وسي دغه هيواد به د عرب خليج په هيوادونو کي په ورانکاريو باندي لاس پوري کړي.
د کويټ د القبس ورځپاڼي ويلي دغه معلومات له هغي تروريستي ډلي څخه د تحقيقاتو په نتيجه کي ترلاسه سوي چي په وروستيو ورځو کي په بحرين کي نيول سوې او د اېران له ملاتړ څخه برخمنه وه.
خبر زياتوي چي د بحرين له خوا د کويټ او سعودي حکومتونو ته خبر دارى ورکړل سوئ چي که پر اېران حمله وسي اېران پلوي وسله والي ډلي به په دغو هيوادونو کي په ورانکاريو لاس پوري کړي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه