د قومي مشر وکيل حاجي بسم الله د شهادت په اړه د هغه د کورنۍ اعلاميه
څوک وو؟
وکيل حاجي بسم الله د مرحوم ملک خان محمد زوی په ۱۳۰۷ هـ ل کال کې د لوګر ولايت د ازرې ولسوالۍ د درکخيلو کلي په يوه دينداره او مخوره کورنۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې.
ابتدايي ديني علم يې د سيمې له ديني علماوو څخه تر لاسه کړ مګر په هغه وخت کې د علمي مدرسو د نشتوالي له کبله يې و نه شو کولی زده کړو ته ادامه ورکړي.
نوموړی د خدای ورکړې ځيرکتيا او د مشرتابه د فطري وړتيا درلودلو له کبله د خپلې ځوانۍ په پيل کې د خپلې ولسوالۍ د مشر په توګه د خلکو د باور جوګه شو او په ډيره لږه موده کې د يو ځوان مګر د پاخه کليو فکر څښتن قومي مشر په توګه په سيمه کې وځليد. د شخړو د هواري په برخه کې د هغه غوڅ او ناپلوي قضاوت له کبله چې د ده د مشرتابه اصلي راز ګڼل کيده، دی د خپلو او پرديو افرادو او قومونو له پاره يو شان د شخړو د هواري مرجع وګرځيد. د اعليحضرت محمد ظاهر شاه د واکمنۍ په دوهمه ولسي جرګه کې د ولسي جرګې د غړي او د خلکو د استاځي په توګه وټاکل شو.
د افغانستان د جهاد ځلانده څيره
هغه مهال چې کمونيستي ډلې د هيواد ديني او ملي هويت ته د يوه ګواښ په توګه رابره شوې، دی په سيمه کې له هغو لومړنيو کسانو څخه وو چې د دغه سرطان په وړاندې د جهاد د پيل په موخه يې عملي هلې ځلې پيل کړې. له اسلام او د هيواد له خپلواکۍ سره د ده د ژور تړاو له کبله وو چې د ازرې ولسوالۍ او په ځانګړې توګه د ده کور او کلي د مجاهدينو د تګ راتګ او د جهاد د اړتيا وړ وسلو د ليږد راليږد له پاره د وريښمو د سرک حيثيت غوره کړ او د مهاجرو لارويانو پر دمه ځای بدله شوه. د همدغه ستر خدمت له برکته وو چې د لوګر ولايت د باب الجهاد په نوم ونومول شو. د ازرې ولسوالي د ده او نورو اسلامپالو او هيوادپالو سپين روبو د اغيزناک مشرتابه له برکته د هيواد د هغو ګوتو په شمير ولسواليو کې وه چې په هماغه پيل کې يې د لاسپوڅي حکومت پر وړاندې د زغم کاسه ډکه شوه او د هغه قومي تړون له مخې چې د هرې ولسوالۍ خلک مکلف دي چې کمونيستي ځواکونه له خپلې سيمې څخه وشړي، د ازرې ولسوالۍ د ډيرو ابتدايي او دوديزو وسلو په کارولو سره د پياوړي ولسي پاڅون له لارې فتحه شوه. د ګوتو په شمير شپو پرته روسان هم په دغې سيمې کې ميشتيدلو ته پرې نه ښودل شول. سربيره پر دې يې د ننګرهار ولايت د حصارک او کږې ولسواليو په فتحه کې هم مخکښ نقش درلود.
وکيل حاجي بسم الله په ۱۳۵۹هـ ل کال کې د افغانستان د سپيڅلي جهاد د ټاکل شوې ستراتيژۍ له مخې د ميليونونو نورو افغانانو په څير له خپل کور کلي څخه د هجرت په موخه کډه بار او د پاکستان د سرحد ايالت د کوهاټ ضلعې د کمکول په سيمه کې د مهاجرينو په کيمپ کې ميشت شو. بيا يې په خپلې ولسوالۍ کې يو جهادي مرکز جوړ او د هغه وخت د افغانستان د اسلامي اتحاد تر چتر لاندې يې د سلګونو مجاهدينو د امير په توګه د شوروي يرغل پر ضد وسله وال جهاد پيل کړ. په افغانستان کې د شوروي او په پايله کې يې د ګوډاګي رژيم تر راپرځونې پورې سپيڅلي جهاد ته دوام ورکړ او په دې لاره کې يې د خپلو دوو زامنو او دوو وريرونو په ګډون په لسګونو خپلوان د شهيدانو له يو نيم ميليوني کاروان سره يو ځای شول.
کابل ته د مجاهدينو له ننوتلو سره سم يې په دې هيله چې لاسونه يې د مسلمانو وروڼو په وينو سره نه شي وسله پر ځمکه کيښوده، له هر ډول سياسي فعاليت څخه يې لاس واخيست او د يوه قومي سپين ږيري په توګه خپل عادي ژوند ته راوګرځيد. له هماغه وخته بيا تر دې دمه راغلو ټولو حکومتونو پر مهال نه يوازې د خپلې ولسوالۍ بلکې د خپل ولايت او ان ګاونډيو ولايتونو په ولسونو کې د يوه منل شوي قومي سپين ږيري او يوه حق پلوي دريمګړي په توګه پيژندل کيده او د هغو شخړو په هواري کې به د مينځګړتوب غوښتنه ترې کيده چې حکومتي چوکاټ به يې په حلولو کې پاتې راغلی وو.
نوموړي نږدې خپل ټول ژوند د خپلو مسلمانو ولسونو تر مينځ پيدا کيدونکو شخړو هواري ته بخښلی وو او په دې لاره کې يې د آخرت له اجر پرته د هيڅ شي تمه نه درلوده.
څنګه ووژل شو؟
وکيل حاجي بسم الله د ۱۳۸۹هـ ل کال د زمري د مياشتې په ۲۴ مه نيټه د طالبانو له خوا وتښتول شو او د همدې مياشتې په ۲۷مه نيټه له څو ورځو ځورونې او څارويانه چلن وروسته د ۱۴۳۱هـ ق کال د رمضان المبارک د مياشتې په اتمه نيټه د (۸۲) کلونو په عمر په ډيره ناځوانۍ او وحشيانه توګه په شهادت ورسول شو- انا لله وانا اليه راجعون. د مرحوم جسد له دوو ورځو لټې وروسته په يوه ليرې پرته غرنۍ سيمه کې له موندل کيدو وروسته د جُمعې په مبارکه ورځ د زرګونو مجاهدينو، مخورو، ديني عالمانو او مجاهد ولس له خوا په خپله پلرنۍ حضيره کې خاورو ته وسپارل شو.
د خواشينۍ خبره خو دا ده چې د جهاد دې ستر څلي ته په دغه پاخه عمر کې د استخباراتو د کارکوونکي نسبت کيږي او بيا دا ۸۲ کلن قومي سپين ږيری په ډيره غير اسلامي او غيرافغاني توګه د هر ډول انساني معيارونو خلاف له وحشت ډکه هغه بيديا کې له شهيدولو وروسته همداسې پريښودل کيږي.
مونږ، د مرحوم کورنۍ، په داسې حال کې چې د طالبانو دغه غيراسلامي عمل په کلکه غندو، د شهيد په هکله د دوی هر ډول تورونه چې له وژنې وروسته پرې لګول شوي، د اسلامي قوانينو خلاف، د طالبانو سياسي ناځيرکتيا او د مرحوم شهيدول د طالبانو د هغې له پخوا پلي کيدونکې ستراتيژۍ يوه برخه بولو چې له مخې يې د هيواد د سر سړي په يوه او بل نوم د پرديو په اشاره يو له بل پسې له مينځه وړي.