د بغلان ولايت د ډنډ غوري سيمي سلنو اوسېدونکو د بهرنيو اربکي ځواکونو له لوري د يوه ماشوم د وژلو او درې نورو عامو وګړو په غبرګون لاريون وکړ . او د پلخمري کندز لار يې د ترافيکو پر مخ تړلې ده . لاريونکوونکو چي د وژل سوي ماشوم مړى يې له ځانه سره اخستى ؤ او شمېر يې شاوخوا پنځه سوه تنه ته رسېده وايي چي بهرنيو اربکي ځواکونو تېره شپه په ياده ولايت کي يو ماشوم وژلى ، درې تنه يې د ځان سره بېولي او درې تنه نور يې ژوبل کړي دي . نوموړو د بهرنيو ځواکونو پر ضد شعارونه ورکول او پر سړک يې د موټر ټېرونو ته اور ورته کړى ؤ .