وروسته له هغې چې کله په افغانستان کې د طالبانو حاکم حکومت امریکایی ګټو ته نور متعهد پاتې نشو، امریکې لومړی بشپړ تیاری ونیو او بیا یې په خپلو تجارتي مرکزنو باندې یرغل ترسره کړ، چې په نتیجه کې یې په افغانستان باندې یرغل وکړ او تر خپل ښکیلاک لاندې یې راووست. د دغه ښکېلاک په پلان کې د افغانستان د ټولو منابعو د لوټ پلان شامل ؤ چې مرکزي آسیا ته د لارې خلاصونه او له روسيې سره حتی د سیمې په کچه مقابله کول او د اسلام پر وړاندې د ایډیولوژیکي جګړې پیل ؤ. د دې ایډیولوژیکي جګړې اصلي موخې په لاندې ډول وې:
۱. د اسلام تر نامه لاندې آن د تش په نامه اسلامي نظام له منځه وړل او پر ځای یې د ډیموکراټیک یعنې سیکولر (لادین/کفری) نظام جوړول او په ترڅ کې یې د ټولو شرعي مسایلو د پلي کیدو څخه مخنیوی.
۲. د یوې فاسدې او مفسدې ډلې په قدرت راوستل، تر څو د هغې له لارې د هیواد په سطحه فساد خور او خلک په خپلو ستونزو کې ډوب کړي، تر څو د دوی د هر ډول فعالیتونو څخه مخنیوی ونکړي.
۳. د ټولو هغو شرعی احکامو او قوانینو ملغی کول، چې د ټول تاریخ په اوږدو کې په افغانستان کې لا هم حاکم او جاری پاتې ؤ. دغه قوانین حتی د کمونیزم د یرغل په دوران کې بدلون نه ؤ موندلی او ځای پر ځای پاتې ؤ. د دغې قوانینو ملغی د ایتالیوی (غربي) قوانینو د ترجمې او بیا د ډالرو په بنډلونو سنبال د میوو په قابونو کې د افغانی تش په نامه علماو (ملایانو) ته په وړاندې کولو سره یې دغه قوانین اساسی کړل، او د افغانستان په محاکمو کې یې پلي کړل.
۴. اسلامی ثقافت له منځه وړل او د پانګوالۍ نظام اساس یعنې د هغې د کلتور رایجول او د مدني ټولنو، تش په نامه آزادو مطبوعاتو او همدا راز د بشر د حقونو، سودي کاروباری مراکزو په جوړولو سره د سیکولرزم (لادینیت/کفر) د افکارو او مفاهیمو د خپریدو لپاره په منظمه توګه کار کول تر څو د خلکو ټول اسلامی افکار، مفاهیم او احساسات دې د دې فشار په ترڅ کې له منځه ولاړ شي او خپل ځاۍ دغه کفري مفاهیمو او افکارو ته خالي کړي.
د دغو ټولو په نتیجه کې په افغانستان کې یو سوچه پانګوالي ټولنه جوړه شوه چې یوازینې معیار پکښې نفع او نقصان دی، دا هغه څه ؤ چې د اسلامي ټولنې سره سل په سله په تضاد کې دي چیرې چې د الله تعالی رضا د خیر معیار او د هغې له لاسه ورکول د شر معیار ګڼل کیږي. د دې ټولو په ترڅ کې بانکي خدمات وړاندې شول، چې د افغانستان په مالي چوکاټ کې یې ځان ته د جواز لیکونو په اخیستلو سره ځای جوړ کړ. دغه بانکونه د ضمانت په توګه یوازې د پنځو میلیونو ډالرو په ایښودلو سره کار پیل کړ، اوس مهال د افغانستان ټول اقتصاد یې په خپل اختیار کې راوستی او د افغانستان څخه د پیسو په ویستلو، فساد، اقتصادي مافیا او داسې نورو کې ډیر مهم رول لوبوي.
د سود کاروبار چیرې چې د رسول الله ص له خوا د الله او د هغې د رسول سره د جګړې د پیل اعلان ګڼل شوی دی، اوس د جوماتونو تر دروازو رسیدلي چیرې چې د دې اعلانونه د محراب په خوا کې لګیدلي دي. د افغانستان ټول مالي چارې او د پیسو انتقال د دې بانکونو له لارې تر سره کیږي چیرې چې نه یوازې دوی خپل فیس ګرځوي، بلکې تر دریو ورځو پورې یې په خپل بانک کې د ساتلو حق هم لري، چې حتی د دغې لنډې مودې سودي کاروبار هم پرې تر سره کړائ شي. په دغې پروسې کې د افغانستان د مالي او حکومتی ادارو د ککړتیا له کبله حتی معاشات، د حج فیسونه او داسې نور مسائل هم له هغه څخه مصوون نه دي.
د دوی مافیایي فعالیتونه:
تیر کال د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې د کاندیدانو پر سر د مصارفو په بدل کې اوس مهال دغه بانکونه نه یوازې دا چې تر ډیره حده د افغانستان ډیری قراردادونه او پروژې په خپلې ولکې کې لري بلکې لاندیني فعالیتونه هم تر سره کوي:
۱. د سون د موادو د بیو په لوړوالي کې او بیا د بهرنيو اسعارو د بیو په راټیټولو سره چې د مالیې وزارت، سوداګرۍ وزارت او د افغانستان بانک د ککړو چارواکو په مرسته تر سره کیږي، د خپلو ګټو د کچې لوړوالی
۲. په مختلفو وزارتونو کې د خپلو پیرودل شویو چارواکو له خوا د نوي “حمایوی” قوانینو په مطرح کولو سره په وړو تجارانو او نورو کاروباری مراکزو باندې د خوراکي، سون او داسې نورو توکو په وارداتو د بندیز لګولو په ترڅ کې د بازار د کنټرول لاس ته راوړل
۳. د وزیرانو ټاکنه او یا ردونه، د خپل هغه نفوذ له لارې چې په پارلمان کې یې د هغو وکیلانو له لارې لري کوم چې د دوۍ له خوا پیرودل شوي دي
۴. په نوو ولایتي شوراګانو، ولسي او مشرانو جرګو کې د خپلو نمایندګانو داخلول چې د دې له لارې پر هر هغه وزیر او دولتي چارواکي فشار لاهو کړي څوک چې د دوی د ګټو پر وړاندې واقع کیږي او همدارنګه د نوو کفري قوانینو د پاس کولو لپاره د ښکیلاک ګرو هیوادونو له خوا د لا نورو امتیازاتو تر لاسه کول
که څه هم په ظاهره اوس مهال دوی د څو اوچتو تعمیراتو د جوړنې پیل کړی دی، خو دغه پروژې د خلکو له خوا په اصل کې په دې ډول جوړیږي، چیرې چې د دغو تعمیراتو پیسې د خلکو څخه د اقساطو په ډول راټولیږي. خو دا به بیا وقت ثابتوي چې آیا دغه جایدادونه به بیا دوی وسپارل شي او که د دوی د چل او فریب څخه ډکو قانوني لارو له لارې یا خو نورې پیسې راټولې کړای شي او یا هم دغه جایدادونه ورته و نه سپارل شي. دا هم د امکانه لرې خبره نه ده چې دغه جایدادونه حتی تکمیل نکړائ شي او د خلکو پیسې هم بیرته ور ونه سپارل شي. په افریقایی او داسې نورو هیوادونو کې تجربو ښودلې ده چې دا شان بانکونه کوم چې په ټیټو ضمانتونو جوړ او په فساد د ککړو چارواکو له خوا حمایه کیږي، ټوله پانګه یې د هیواد څخه لومړی بهر ته ویستلې او بیا یې د بانک د دیوالیه کیدو په اعلان سره د ټولو خلکو شتمنۍ یې لوټلي دي. یاده دې وې چې د افغانستان څخه ددغو بانکونو له لارې د پیسو ویستل څه پټه خبره نده، چیرې چې حتی د دغو ښکیلاک ګرو ډیپلوماتانو له خوا په کې پوره پوره مرسته کیږي.
که څه هم زمونږ خلک د فیل په غوږونو کې بیده او حتی دې ته یې پام ندی چې د دوی جوماتونه د دغو الله او د هغې د رسول دښمنو ادارو په اعلانونو مزین شوي، او د دوی له خوا د اسلام د پنځم ستون د ترسره کولو فیس باندې د ۴ میاشتو لپاره د سودي کاروبار کیدل، د دوی د حلالو کمایي، کومه چې دوی په ډیره ګرانه يې خپلو وړو ته د رزق په موخه ګټلې په هغې کې دوی ته د عذاب کمایي، د دوی د ورځنيو اړتیاوو لکه خوراکي او د دوی د سون د موادو په لوړه بیه پیرودنه، په ټولو دریو واړو شوراګانو له لارې د هغو قوانینو پاس کیدنه کوم چې یوازې د ښکیلاک ګرو او د دوی خپل ګټو ته مفید وي خو بیا خلکو ته د هغوی د وینو د څکلو سره مترادف وي، د مسلمانانو تر منځ د بډایه او فقیر دوو ډلو ته رشد ورکول چې پکې به یو وګړی یا خو بډایه وي او یا هم فقیر، او د اسلامي خاورې خلک په مکمله توګه خپلې غلامۍ ته اړونه د دوی په راتلونکي کې به دوی هغه وخت پته ؤلګیږي، کله چې اوبه به د دوی تر سره اوړیدلي وي .