کور / راپور / يو مرموز زندان کشف او ترې ۲۷ تنه بنديان خوشي کړل شول

يو مرموز زندان کشف او ترې ۲۷ تنه بنديان خوشي کړل شول

لراوبر ته د هلمند مطبوعاتي دفترڅخه په يوې لېږل سوي خبرپاڼي کښي د يوه مرموز محبس د کشف او ورڅخه د ۲۷ تنو بنديانو د خوشي کولو ادعا سوې ده  .


د خبرپاڼي له مخي د سه شنبې په ورځ د افغان او ايساف ځواکونو په ګډو عملياتو کښي د وسله والو طالبانو يو محبس کشف او له مينځه يوړل شو.دغه محبس د موسي قلعه ولسوالۍ د شيرغازي او طالب جان کليو په مينځ کښي د ملاقيوم تنده چي په سيمه کښي د طالبانو مشهور قوماندان دئ، پوري اړه درلودل .


د خبرپاڼي له مخي د طالبانو د څه مقاومت وروسته د محبس څخه ۲۷ تنه بنديان خوشي کړل شول او ۵ تنه بنديان د طالبانو لخوا مخکي له دې چي ګډ ځواکونه ور ورسيږی وژل شوي ول . د خبرپاڼي له مخي طالبانو غوښتل ټول بنديان ووژني چي د ځينو نا تاييد شويو معلوماتو له مخي په نوموړي محبس کښي د ۶۰ نه تر ۷۰ تنو پوري بنديان ساتل کېدل . په خبرپاڼه کښي د وسله والو طالبانو د ۱۳ تنو د مرګژوبلي ادعا سوې خو د دولت او بهرنيو ځواکونو لوري ته د مرګژوبلي په اړه څه نه دي ويل سوي  .


 وسلوالو طالبانو لا تراوسه ددې محبس په اړه څه نه دي ويلي .


هېره دي نه وي چي وړاندي هم په افغانستان کښي د بشري حقونو يو شمير ډلو امنيتي چارواکي، د پخوانيو وسله والو ډلو قومندانان  او خارجي اتباع دشخصي زندانونوپه لرلو تورن کړي دي .


د محبس بنديان په انځورونو کښي