پروان هم د هیواد د نورو ولایتونو په شان پښتنو ته په خپل غیږ کې ځای ورکړی دی. د پروان ولایت د بګرام، کوه صافی، غوربند ولسوالیو او د پروان ولایت په ښار کې پښتانه د نورو ورونو قومونو سره میشت او خپل ورځنی ژوند پرمخ بیایي.
په تیرو کلونو کې د پروان فرهنګیانو هم په مخ په زیاتیدونکي توګه د خپل ژبې د زده کړې، ودې او پراختیا لپاره ځینې ګامونه پورته کړي دي. غوربند هغه ولسوالۍ ته چې پکې ځوان فرهنګیان په خپله ژبې د اثارو د لوستلو تنده یې ورځ په ورځ زیاتیږي. د همدې فرهنګیانو د پرله پسې هڅو په پایله کې د دغې ولسوالۍ یوه مهمه لیسه د پښتو ژبې د یوه ستر عالم، ارزانی خویشکي په درانه نوم، ونومول شوه.
د غوربند فرهنګي ځوانان لدې لارې له ټولو فرهنګي ټولنو او افرادو څخه چې ورسره پښتو کتابونه موجود وي او غواړي د پروان ولایت ځوانان هم ترې ګټه واخلي، غوښته کوي چې د کتابونو د سپارلو لپاره دې له موږ سره اړیکه ونیسي.
موږ به هڅه وکړو د اوس لپاره د د غوربند د سیاګرد په ولسوالۍ کې یو وړوکی کتابتون جوړ او د میشت فرهنګیانو تنده خړوبه کړو.
هغه فرهنګي ټولنې او فرهنګیان چې غواړو د کتابونو د ورکړې په برخه کې له موږ سره مرسته وکړي نو په لاندې ایمیل او ټیلیفون له لیارې موږ سره اړیکه ټینګه کړي.
ټیلیفون: 0778471700 (جلال الدین)
ایمیل : parwanta@gmail.com
مننه