د کونړ ولايت امنيتي چارواکي وايي نن سهار په نرنګ ولسوالي کي پر يوه شخصي موټر د ماين چاودنه وسوه چي د پوليسو دوه منصبداران پکښي ووژل سول .
د دې ولايت امنيه قوماندان خليل لله ضيايي ياده پېښه تائيدوي او وايي چي په موټر کي وژل سوي کسان پلا ر او زوى دي . نوموړي د دې چاودني پړه پر وسله والو طالبانو واچوله خو تر اوسه د دې پېښي مسئوليت کومي ډلي نه دئ منلئ .