د هرات ولايت امنيتي مقامات وايي تېره شپه يې دوه وسله وال طالبان په ګزرې ولسوالۍ کي د يوه کمين په ترڅ کي نيولي دي .
د هرات امنيه قومنداني وايي يادو کسانو په سيمه کي پر بهرنيو او افغان سرتيرو په بمي چاودنو کي لاس درلودئ، چي څه موده مخکي يې پر يوه رېنجر موټر چاودنه ترسره کړې او يو تن پوليس افسر يې وژلى وو .
بلي خوا ته وسله والو طالبانو د حکومت دغه ادعا رد کړې او وايي د دوى له ملګرو څخه څوک نه دئ نيول سوئ .