د کندهار ولايتي مقامات وايي په پنجوايي او ژړۍ ولسواليو کي به په نيژدې وخت کي تصفيوي عمليات پيل سي.
له ولايت مقام څخه په خپره سوې خبر پاڼه کي راغلي چي نن تر غرمې مخكي د يوې غونډي په ترڅ کي دكندهار والي ډاكټر توريالى ويسا، د ٢٠٥ اتل قول اردو قومندان جنرال شېرمحمد ځاځي او د ٤٠٤ ميوند زون قومندان جنرال شفيق فضلي هم پکښي ګډون کړى پر دې موضوع بحث وسو.
دكندهار والي وويل(( افغان ملي پوليس، ملي اردو او نړيوال ځواكونه به دكندهار ولايت په پنجوايي او ژړۍ ولسواليو كي يو لړ تصفيوي علميات ترسره كړي ترڅو ولسي خلګ وكړاى سي په خپله سيمه كي په ښه ډول سره ژوند وكړي او هلته د ښې حكومتدارى او پرمختيايي پروژو آسانتياوي برابري سي)).
د كندهار چارواکي وايي په پنجوايي او ژړۍ ولسواليو كي به تصفيوي عمليات د دولت د مخالفينو ټولي هغه ډلې چي هلته ځاى پرځاى دي د ناكامۍ سره مخ او د سيمي څخه وشړي.