د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي د دفتر له لوري لراوبر ته پره رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي تېره ماښام شاوخوا اته بجې يې د ژړۍ ولوسوالۍ په اړنده سيمو کي يو تن طالب د يوې نښتي په ترڅ کي وژلى . په خبرپاڼه کي راغلي چي نښته هغه وخت وموښته چي کله طالبانو غوښتل چي د يادي ولسوالۍ د كنډيالي پوستې ته څېرمه ماين ځاى پرځاى كړي چي د پوليسو ګزمه ورباندي راورسېده د خبرپاڼي په حواله چي د وژل سوي طالب جسد يې د امنيتي ځواكونو له لوري د ژړۍ ولسوالى ته انتقال سوى دئ او ځاى پرځاى سوى ماين د آيساف ځواكونو له لوري له منځه يوړل سو.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري طالبانو څه نه دي ويلي .