کور / تازه خبرونه / بادغيس : دوولس تنه پوليس د خپلي پوستې څخه نادرکه سوي دي

بادغيس : دوولس تنه پوليس د خپلي پوستې څخه نادرکه سوي دي

د بادغيس ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي د ملي پوليسو د يوې پوستې سره چي دوولسو تنو پکښي فعاليت درلود د ناڅرګندو دلايلو له امله يې ورسره اړيکه قطعه سوې ده . نوموړو عسکرو د دې ولايت د بالامرغاب ولسوالۍ اړونده سيمو کي په يوه امنيتي پوسته کي په فعاليت بوخت ول چي دم ګړى يې د دې ولايت د امنيې قوماندانۍ سره اړيکه پرې سوې . د ساحوي زون قوماندان جنرال اکرام الدين ياور د يادو کسانو نادرکه کېدل تائيدوي او وايي چي تر اوسه يې په اړه معلومات نه لري . نوموړى وايي چي د دې پيښي د څېړلو په موخه يې هيئت ټاکلى او سيمي ته رسېدلى دئ .
بل لور ته د طالبانو وياند وايي چي په بالامرغاب ولسوالۍ کي اته تنه پوليس د وسلو سره و دوى ته تسليم سوي دي .
خو امنيتي چارواکي د طالبانو دا ادعا ردوي .