کور / تازه خبرونه / بادغيس : ٢٧ طالبانو ته د مرګ ژوبلي اوښتلو ادعا وسوه

بادغيس : ٢٧ طالبانو ته د مرګ ژوبلي اوښتلو ادعا وسوه

د بادغيس ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د يولړ تصفيوي عملياتو په ترڅ کي يې اووه ويښت تنه وسلوال طالبان وژلي او ژوبل کړي دي . نوموړي چارواکي وايي چي ياد عمليات د تېرو دوو ورځو راپه دې خوا د بهرنيو او افغام ملي اردو د سرتيرو له لوري د دې ولايت د بالامرغاب ولسوالۍ اړونده سيمو کي چي اوس هم دوام لري ترسره کړي دي . د ٢٠٧ قول اردو وياندډګروال نجيب الله نجيبي ياد عمليات او پکښي اوښتې مرګ ژوبله تائيدوي او وايي چي دا عمليات يې د طالبانو څخه د دې سيمي د پاکولو په موخه پيل کړي دي . نوموړى وايي چي په دې عملياتو کي يې د طالبانو اوولس تنه وژلي او لس نور يې ژوبل کړي دي . د نوموړي په وينا چي په وژل سوو کسانو کي د طالبانو قوماندان هم شامل دي .
ديادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري طالبانو څه نه دي ويلي .