په کندهار ښار کي يو تن حکومتي کارکوونکى د ناپېژاندو وسلوالو له لوري په ډزو ژوبل سوى . نوموړى کس تېر ماښام د کندهار ښار په دويمه ناحيه کي د تراويح پر مهال په ډزو ژوبل سوى . د دې ولايت د امنيې قوماندانۍ کشفي مرستيال محمد شاه خان فاروقي ياده پېښه تائيدوي او وايي چي ياد کس د کندهار ولايت مقام يو کار کوونکى دئ چي تېر ماښام ورباندي بريد سوى . نوموړى وايي چي ژوبل سوى کس دا مهال په روغتون کي تر درملني لاندي دئ .
د يادوني وړ ده چي تر دې پېښه مخکي څلور ورځي مخکي هم دوه تنه چي يوه يې ښځينه وه د ناپېژاندو وسلوالو له لوري په ډزو وژل سوي ول .