بسم الله الرحمن الرحیم .
په کابل کي دملګروملتونودفتر«یوناما»په خپل وروستي راپورکي لیکي چي : دروان ز،کال په لومړیوشپږومیاشتوکي »۱۲۷۱»تنه ملکي افغانان شهیدان سوي او«۱۹۹۷»تنه ټپیان سوي دي چي ،دارقم دتېر(۲۰۰۹)زکال په پرتله دولسي افغانانوپه وژني کي په سلوکي یودیرش ډیروالی ښیې .راپوردولسي وګړودزیانونودیادي شمېرې د«۷۶»سلني پړه پرمجاهدینووراچوي اودټولوملکي تلفاتوپه«۱۲»سلنه کي یرغلګراولاسپوڅی رژیم یې ګرم ګڼي .
صلیبي ټلوالي په دې وروستیوکي دځان په وړاندي دروان غښتلي ملي مقاومت دځپلوپه موخه وډول ډول دسیسواوتورونوته لاس اچولی دی چي، دبېلګې په توګه یې دهغي افغاني میرمني کیسه یادولای سوچي دخپل کورڅخه دتښتیدلوپه جرم یې خپل خاوندپزه ځني پریکړې وه ،مګررسنیوپه پټوسترګوخودیهودي متعصبوسرچینوپه استنادداپیښه په طالبانوپوري په داسي ډول وتړله چي تابه ویل دلیکوال یاراپورجوړونکی ترسترګولاندي طالب دښځي پزه پري کوي .ددې تورشا… بشپړ متن
په هیواد کښې دوروستیوملکي تلفاتو په اړه !
دتیرې پجنشنبې په شپه امریکايي یرغلګرو دوردګو دسید آباد ولسوالۍ دزرین خیلو د کلي د منهاج الدین اکا په کورچاپه واچوله ،دهغه دری ځوانان زامن یې دخپل کورپه انګړکې شهیدان اوددوئ سپینږیری پلاریې له دریونوروکلیوالوسره لاس تړلي دخپلې پوځې اډې په لوری بوتلل.
دپیښې په سهار دسیمې ۳۰۰ اوسیدونکو دیرغلګرو ددغې وحشیانه کړنې په غبرګون کې لاریون وکړ او دشهیدکړای شویو ځوانانوجسدونه یې له ځانه سره دسید آباد ولسوالٍۍ ولسوال ته داحتجاج په توګه وروړل .
خوپه کابل کې دیرغلګروځواکونومطبوعاتي دفترسمدستي په یوه خپرپاڼه کې د لاریونکوونکو دغه ادعا رده او ويې ویل چې دوئ دزرین خیلوپه کلې دچاپې په مهال ګڼ مشکوک وسلوال وژلي او د طالبانو يو ځايي قوماندان يې ژوندی نيولى دى.
دسیمې دمرکزي منتخب حکومت !!! ولسوال په داسې حال کې چې دیرغلګرو امریکایانو ددغې وحشیانې پیښې په مقابل کې دهیڅ کولوتوان نه درلود دقهریدلومظاهره چیانو دغصې د آرامولوپه غرض یې هغوئ ته دمنتخب حکومت !!! دولس مشر له لوري دپیښې دهراړخیزوپلټنوپه غرض دهیأت ګمارلو ژمنه ورکړه .
پاریدلو لاریون کوونکوپه خپل لومړي غبرګون کې دسیدآباد په عمومي لاره کې دوه هغه موټر چې امریکایی ځواکونوته یی لوژستیکی مالونه وړل وسوځول اونوريې بيرته دشهیدانو جسدونه دتجهیزاوتدفین په غرض خپل کلې ته راوړل.
دوردګو دغه ویرجنه پیښه دننګرهار تر ورته پیښې په کومې کې چې ۳۳ تنه بیوزله ولسي وګړي په مظلومانه ډول په شهادت ورسیدل یوه اونۍ ورسته پیښیږي اوهغه بیا دسنګین دریګي ترهغې غمجنې پیښې یوه اونۍ وروسته رامنځته کیږي په کومې کې چې ۵۲ بیوزله اولسي وګړي دیرغلګرو له لوري په بیرحمانه ډول په شهادت ورسیدل .
تردغوټولو وروستۍ پیښه بیا دهلمندپه مرکزلښکرګاه کې دهغوپنځوولسي وګړووژل کیدل دي چې همدا نن ایتلافي ځواکونودیوې اعلامیې په خپرولوسره په رسمي توګه دهغوئ په وژلواعتراف وکړ.
دامریکایانو ددغو ټولو حشیانه کړو وړوپه مقابل کې دافغانستان دمنتخب ولس!!! مشر غبرګون یواځې دپيښې دپلټنو په غرض دیوه تحقیقاتي پلاوي په ګمارلوسره پای ته رسیږي چې د داشانې سلګونویاکه ووایو زرګونوپیښو د ترسره شویو پلټنودپایلو هیڅ اثر هم چاتراوسه نه دی لید لای.
که دښاغلي کرزي دنه کلنې دورې کاري فعالیتونه وڅیړل شي نوښايي تربل هرڅه زیاته برخه به يي همدغه بي نتیجې هیت ټاکنې وي چې نه یې دملت کومه ستونزه اواره کړې ،نه ده دستونزې داوارولوپه نیت ټاکلي اونه یې هم بیا دهغوئ دنتیجې پوښتنه کړې.
که نومړی و پوښتل شي چې دولس مشرۍ ټوله موده موپه دغو بي نتیجو هیأت ټاکنو تیره کړه دولس مشرۍ اصلي کارونه به کله کوۍ ؟ ښايي چې دی به هم دپوښتونکې دقناعت لپاره هيڅ ځواب وړاندې نه کړای شي.
دیرغلګروځواکونوله لوري دولسي افغانانو په وژلوبی معاوضې اعتراف اودښاغلي کرزي بي نتیجي هیأت ټاکنې هغه څه دي چې ددواړو (کرزي اوامریکایانو)له لوري په ضمني ډول په دغه مکررجنایت باندې درضایت مفهوم افاده کوي ځکه له حقوقي پلوه دجنایت سهوي تکرار دجنایت دتعمد معنالري اومرتکب یې قانوناترمؤاخذې لاندې نیول کیږي ، خواوس به دامریکايي دیموکراسۍ په عدالت کې څوک وتوانیږي چې دغه دزرګونو افغانانو دقتل عمدي جنایتکاران دخپلو جنایاتو په جرم ترقانوني مؤاخذې لاندې ونیسي؟