کور / راپور / کندوز: بزګران د محصولاتو له ټيټي بيې سر ټکوي.

کندوز: بزګران د محصولاتو له ټيټي بيې سر ټکوي.

دکندوز ولايت ګڼ شمير بزګران په دغه ولايت کې د زراعتې محصولاتو دټيټې بيې د شتون څخه سرټکوې.
دوې واېې چې په محلې بازارونوکې ددزراعتې محصولاتو دبېې دټيټې کچې له کبله ورته پراخ مالې زيانونونه ور وراوښتې دوي ټينګارکوې که چيرې دولت په بازارکې بيه کنټرول نکړئ شايد دوې ته به ددي هم زيات زيانونونه ور واوړي.
دچاردرې ولسوالۍ يوتن 25 کلن بزګرجمعه ګل کليد ته وويل ( چې سږکال ېې نږدي په 5 جريبه ځمکه خټکې کرلې وومګردزراعت رياست چارواکو ورسره دکيماوې سرو اودخټکيومچ اوملخانو ضد دارودرملو په برخه کې مرسته ونه کړه نوځکه ددي ناحيي ځنې ورته په لکونوافغانۍ تاوان رسيدلې دي همدارنګه دغه بزګرواېې چې دخټکيودمچ دافت پاتې محصول ېې بازارته راوړې مګرپه بازارکې دټيټې بيې له امله دلګښتونوپيسې ورته نه پوره کوئ نوځکه انديښمن دي ) همدغه راز ديادې ولسوالۍ يوبل تن بزګر محمد حسين زياتوې چې د دوي ډيرې زراعتې محصولات دسړو خونو دنه شتون له امله له منځه ځې او ددي لارې ورته په لکونو افغانۍ زيانونه اوړې هغه وويل چې دمحصول دسيزن په وخت کې د دوي کرنيز محصولات بهرنې تجاران ټولوې اوبيا يي په خپلو سړو خونو کې ساتې چې وروسته بيا همدغه محصولات هيواد ته را واردوې چې په عامو خلکو ېې په دوه چنده پلورې دهغه په وينا دولت بايد په کرنيزو ساحوکې سړې خونې دبزګرانو په اختيارکې ورکړې ترڅودکرنيزو محصولاتو دله منځه تلنې اوبيې دلوړيدو نه مخنيوي وشئ ) خو دچاردرې ولسوالۍ يوبل تن بزګر بيا شکايت کوې چې دکندوزښارته دننوتوپرمهال ورځنې په يواوبل نوم پيسې اخيستل کيږې دي واېې که چيرې دولت مونږه ته کوم پل يا سړک جوړکړې وي نومونږه حاضريو چې دمحصول په سرپيسې ورکړو پرته لدې دهغه په وينا دولت حق نلرئ چې زمونږه ځنې پيسې واخلې )
ددغوشکايت کوونکيوغوښتنې اوپوښتنې مو دکندوزدکرنې ريس عزيزالله ايماق سره شريکې کړې هغه په دي اړه وويل ( چې دبزګرانوداډول ستونزې تر ډيره حده پرځاې دي مګرهغه وويل چې په بازارکې دکرنيزو محصولاتو دبيو کنترول د دوي دوسه پورته چاره ده خود دوي رياست به بيا هم په دي اړه دکرنې وزارت سره سلامشوره وکړې ترڅودغې ستونزې ته داوارې لاره ولټوې ، مګرايماق د بزګرانودا ادعاء نه منې چې ګنې د درملو په برخه کې ورسره مرسته نده شوي هغه وويل دخټکې دمچ په مهال زمونزه ګرځنده ټيمونه إن دچاردرې نا امنه ساحوته تللې اوله بزګرانوسره يي دمچ دکنترول اوملخانو په چاره کې مرسته کړيده اوهغوې ته ېې پروخت لازمې لارښوونې کړيدي)
سربيره پردې ايماق زياتوې چې دمخدره توکيوسره دمبارزې وزارت ورسره سل زره امريکاېې ډالرمرسته کړيده چې په وينا ېې دسړوخونو اوکرنيزو محصولاتو په سټورونو جوړولواو28 عرادوټراکټرونوته دسامان الاتو په اخيستلو به ولګول شئ هغه زياته کړه چې سړې خونې به په عصرې بڼه جوړې شئ اوپه يووخت به دټونونو محصولاتو د ذخيره کولو وړتيا ولرئ . په دي وروستيوکې دکندوز ډيرې بزګرانوته دسيلاوونو اوملخانو له اړخه پراخ مالې زيانونه ور اوښتې چې اکثرو سره يي تراوسه چامرسته نده کړي .