(روح د اسلام له باوره)
۲
په قرانکریم کې د روح ماناوي
په قرانکریم کې د روح ویی په ډول ډول ماناوو راغلې دی
۱- انساني روح
د حجر د سورې په ( ۲۹ )مبارک آیت کې راغلي دی :
«فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُواْ لَهُ سَاجِدِينَ»
ژباړه:( نو کله چې برابر مې کړ دغه (قالب) او پومې کړ په د ه کښې له روح خپله…)
علامه طباطبائی په تفسیر “المیزان” کې وایي د روح کلیمه د ژوند مبدا ده روح د انسان د احساس او ارادي حرکت لامل ګرځي دلته له روح څخه مراد نفس ناطقه دی چې د انسان په بدن کې موجود دی.
همدا آیت شریف د ص د سورې په (۷۲) مبارک آیت کې بیا تکرارشوی دی.
دا دواړه مبارک آیتونه د لفظ له خوایو ډول دی د دې مبارکو آیتونو مانا په مادي بدن کې د روح پو کول دي.
د سجدې دسورې په ( ۹ )مبارک آیت کې راغلی دي:
«ثم سوّئه و نفخ فیه من روحه… »
ژباړه: ( بیا يي برابر کړ (قالب د)هغه او پو يي کړل په دغه ( قالب) کې له روح خپل څخه)
لکه چې مخکې مو وویل د روح نسبت خدای ته د روح عظمت بیانوي.
په دې مبارک آیت شریف کې د «ثم» ويی ډیر وخت وروسته ته وایي یاني چې انسان له خټو جوړ شو بیا ډیر وخت وروسته له نطفې څخه پیدا شوي دی بیا روح په کې پو شوې ده یاني انسان د روح د پو کولو مخکې هم ژوندی وو.
د اسرآ د سورې په ( ۸۵ )مبارک آیت کې راغلي دي:
«یسْئَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّی»
ژباړه : « او پوښتنه کوي له تا( اې محمده!) له روح څخه ووایه چې روح له امره د رب زما ده او نه ده درکړ شوې تاسو ته له علمه څخه مګر لږه»
دلته که څه هم روح مطلقه راغلې ده د هغه موخه انساني روح ده .
د ډیرو مفسیرانو په اند دلته روح د روان او د ژوند د عامل په مانا راغلې ده .
د اهل سنت لوی مفسر “شیخ ابوالفتوح رازی” د« روح الجنان »په تفسیر کې لیکي: هغه شی چې په دې آیت شریف کې د پوښتني لاندې دی انساني روح ده چې ژوند پر هغه ولاړ دی او انسان په هغه ژوندی دی .
مرحوم شعراني د رازي د تفسیر په حاشیه کې داسې لیکي« دروح تفسیر په دی مفهوم سم په نظر راځي ځکه په دې هکله د نړۍ د خلکو په منځ کې د روح د شتون او حقیقت په هکله دا سوال شته په ځانګړی توګه په یهودانو کې »
۲- روح عیسی (ع) ته ویل شوی دی
د نساد مبارکې سورې په (۱۷۱ ) مبارک آیت کې راغلي دي :
«إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللَّهِ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِّنْهُ»
ژباړه:«بیشکه همدا خبره ده چي مسیح عیسی زوی د مریمی رسول د الله دی ده کلیمه چې القا کړی ده الله دغه کلیمه مریمي ته او روح ده له جانبه د الله…»
حضرت مسیح (ع) د خدای کلیمه او د الله روح ګڼل شوی دی.
روح الله د عیسی (ع) لقب دی
۳: جبرییل(ع)
په قرانکریم کې روح جبریل (ع) ته هم ویل شوې دی
جبرائيل (ع)، جبرئيل (ع)، جبريل (ع)، هغه ملايکه ده چې پيغمبر (ص) ته به يې وحي راوړله
دنحل د سورې په ( ۱۰۲)مبارک آیت شریف کې راغلي دي.
«قُلْ نَزَّلَهُ رُوحُ الْقُدُسِ مِن رَّبِّكَ بِالْحَقِّ …»
ژباړه: (ووایه ( محمده ) نازل کړی دی دغه ( قران) روح القدس ( جبریل) له رب ستا په حقه سره…)
د نحل د سورې په دویم مبارک آیت کې راغلي دي
«يُنَزِّلُ الْمَلائِكَةَ بِالْرُّوحِ مِنْ أَمْرِهِ عَلَى مَن يَشَاء مِنْ عِبَادِهِ…»
«نازلوي ملایکې سره د روح ( جبرییل )په امر خپل په هر چا چې اراده وفرمایي»
د قدر د سورې په (۴) مبارک آیت کې راغلي دي:
«تَنَزَّلُ الْمَلائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ»
«نازلیږي ملایکې اوروح په دغه شپه کښي په امر د رب د هغوی»
د ملایکو او روح ( جبرییل )راکښته کیدل په شپه کې په حکم د الله (ج) دی
دلته د«من» له کلیمې څخه مالومیږي چې امر د الله(ج) دی
د معارج د سورې په (۴) مبارک آیت کې راغلي دي
«تَعْرُجُ الْمَلائِكَةُ وَالرُّوحُ إِلَيْهِ …»
ژباړه:(خیژی ملایکې او روح ( جبریل) په طرف دهغه…)
د بقری دسوری په (۸۷ ) مبارک ایت کې راغلی دی
«… وَآتَيْنَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ الْبَيِّنَاتِ وَأَيَّدْنَاهُ بِرُوحِ الْقُدُسِ …»
ژباړه:(… او ورکړی وو موږ عیسی زوی د مریمی ته ښکاره ( معجزی) او قوی کړی وو موږ عیسی په روح پاک سره)
دمایدې دسوری په (۱۱۰ ) مبارک ایت کې راغلی دی
«… إِذْ أَيَّدتُّكَ بِرُوحِ الْقُدُسِ تُكَلِّمُ النَّاسَ فِي الْمَهْدِ… ٌ»
ژباړه :(کله چې مې قوت درکړی تا ته په روح القدوس سره او خبری دی کولی د خلکو سره په ځانګو کي)
په دې لاندې مبارک آیت کې له روح څخه موخه «روح الأمین» دی چې د جبریل ( ع) بل نوم دی
داچی یهود جبرییل(ع) په خیانت متهم وی نو خدای (ج) هغه
« روح الامین» بولي او وایي:
د. شعراء د سورې په ( ۱۹۴-۱۹۳) مبارک آیتونه کې راغلي دي:
(نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الأَمینُ * عَلى قَلْبِكَ لِتَكُونَ مِنَ الْمُنْذِرِینَ)
ژباړه :(نازل کړی دی دغه قران روح الامین پر زړه ستا لپاره ددې چې شې ته له ویروونکیو)
دا آیت شریف دا ثابتوي، چې روح دلته هم هغه روح الامین یانی جبریل(ع) دی.
ابن عباس وايي: پیامبر (ص) جبرئیل (ع) ته وویل:
ولي زما لیدو ته ډیر نه راځې؟
په دې وخت کې دمریم دسورې( ۶۴ )مبارک آیت شریف نازل شو
(وَما نَتَنزَّلُ إِلاّ بِأَمْرِ رَبِّك)
ژباړه :(جبریل(ع) وویل موږ نه نازلیږو مګر په حکم د رب ستا)
الشوری د سورې په ( ۵۲) مبارک آیت شریف کې راغلي دي :
«وَكَذَلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ رُوحًا مِّنْ أَمْرِنَا»
ژباړه:(او هم داسې موږ تاته وحی رالیږلې په روح ( جبریل) سره په امر خپل»
دالنحل دسورې د(۱۰۲)مبارک آیت شریف کې راغلي دي
«قُلْ نَزَّلَهُ رُوحُ الْقُدُسِ مِن رَّبِّكَ بِالْحَقِّ»
ژباړه :(ووایه ( اې محمده) نازل کړی دی دغه ( قران)روح القدس ( له طرفه) د رب ستا په حقه سره)
په دې مبارک آیت شریف کې له روح القدس څخه مراد جبرییل(ع) دی.
د مریم د سورې په ( ۱۷ )مبارک آیت کې راغلي دي:
«فَاتَّخَذَتْ مِنْ دُونِهِمْ حِجابا فَأَرْسَلْنا اِلَیها رُوحَنا »
ژباړه: ( پس ونیوله له طرفه ددوی پرده نو ولیږله موږ دی ته روح خپل ( جبریل )پس جوړ يي کړ دې ته سړی کامل)
( دنحل د سورې په ( ۲ )مبارک آیت کې راغلي دي
“ینَزِّلُ المَلائِكَةُ بِالرُّوحِ مِنْ أَمْرِهِ عَلی مَنْ یشاءُ مِنْ عِبادِهِ…»
ژباړه :(نازلوي ملایکې سره له روح ( جبریل )په امر خپل په هر چا چې اراده وفرمایي له بندګانو خپلو…)
( دمؤمن د سوری په (۱۵) مبارک آیت کې راغلی دي:
“…یلْقِی الرُّوحَ مِنْ أَمْرِهِ عَلی مَنْ یشاءُ…”
ژباړه :(رالیږی روح په حکم خپل پر هغه چا چي اراده وفرمايي)
د نبأ دسوری په ( ۳۸ ) مبارک آیت کې راغلي دی
«يَوْمَ يَقُومُ الرُّوحُ وَالْمَلائِكَةُ صَفًّا …»
ژباړه:( په هغه ورځ(قیامت ) و دریږی روح ( جبریل) او د ملایکو صفونه..)
د معارج د سورې په ( ۴)مبارک ایت کې راغلي دي:
«تَعْرُجُ الْمَلائِكَةُ وَالرُّوحُ إِلَيْهِ »
ژباړه « خيژی ملایکې او روح ( جبریل )په طرف د هغه»
۴- وحی
دشوری د سورې په ( ۵۲) مبارک آیت کې روح د وحی په مانا راغلې ده
“وَ كَذلِكَ أَوْحَینا اِلَیكَ رُوحا مِنْ أَمْرِنا”
(او هم داسې ( لکه چې وحی مو کړی وه نورو انبیاؤ ته) وحی راولیږلی موږ تاته روح ( وحي) په امر خپل سره)
له دې مبارکو آیتونو څخه داسې مالومیږي، چې جبرییل (ع) روح دی، روح الامین او روح القدس دی جبریل(ع) هغه لویه ملایکه ده چې محمد (ص) ته یې وحی راوړلې او د خدای (ج) به امر د هغه په پو(پف) سره حضرت عیسی (ع) پيدا شوی دی او جبریل (ع) عیسی ( ع) ته واک ورکړ چې د خدای (ج) په امر په ځانګو کې خبرې وکړي او مړي ژوندي کړي.( خدای (ج) ښه پوهیږي)
نور بیا