د انټرکانټینټل په جام کې افغانستان د سکاټلینډ څخه څلور ورځینۍ لوبه په ۲۲۹ منډو وګټله او د دې جام د اوو هیوادونو په کتار کې لومړی مقام یې خپل کړ.
پرون افغانستان سکاټلینډ ته غاښ ماتونکی جواب ورکړ او د سکاټلینډ ټول لوبغاړي یې په ۳۱۶ منډو وسوځول، افغانستان سکاټلینډ ته په دې لوبه کې ۵۴۵ منډې هدف ټاکلی و، د سکاټلینډ د هیواد پخې ښویدلې وې او پوهیدل چې افغان لوبډلې ته ټاکل شوی هدف نشي پوره کولای کوښښ یې کولو چې وخت ضایع کړي او لوبه د افغانستان سره مساوي کړي خو حمید حسن په دویمه پاڼۍ کۍ د لومړۍ پاڼۍ په شان توره وکړه او د سکاټلینډ هیواد ۵ لوبغاړي یې وسوځل او لوبه افغانستان وګټله.
افغانستان د انټر کانټینټل په جام کې اوس لومړی مقام کې ۷۷ نومرې لري، دویم د سکاټلینډ هیواد دی چې نومرې یې ۶۹ ته رسیدلي او دریم د زمبوابی هیواد دی چې نومرې یې ۶۳ دي.
افغان لوبډله په دې څلور ورځینۍ فرسټ کلاس لوبه کې د توپ وهنې او توپ اچونې په ډګر کې ښه وځلیده، په توپ وهنه کې سمیع الله شینوارې او شهزاد محمدې سلیزه ووهله او په توپ اچونه کې حمید حسن په دوو پاڼیو کې ۱۱ لوبغاړي وسوځل، حمید حسن لومړی افغان توپ اچونکی شو چې د څلور ورځینیو لوبو په دووو پاڼیو کې د ۱۰ ډېر لوبغاړو زیات لوبغاړي سوځوي، له دې مخکې د افغانستان پخواني تېز توپ اچونکي دولت احمدزي په یوه لوبه کې د ایرلینډ ۵ لوبغاړي سوځولي و.
په دې څلور ورځینۍ لوبه کې افغانستان د ۲۰ څخه ۲۰ نومرې خپلې کړي او د انټرکانټینټل د جام د نومرو په لست کې یې لومړی مقام جر کړ، افغانستان په دې جام کې اخیرنۍ لوبه په اکتوبر کې د کینیا هیواد سره د دې هیواد پایتخت نیروبي کې لري. په دې درې هیوادونو ( افغانستان، سکاټلینډ ا و زمبابوی) کې چې هر چا لومړی او دویم مقام خپل کړ هغوی به په نومبر کې د دې جام پای لوبې په متحده عربي امارتو کې تر سره کوي.
افغان ملي لوبډله د سکاټلینډ سره دوه یوه ورځینۍ سیالۍ د اګست په ۱۶ او ۱۷ نېټه تر سره کوي.
افغان ملي لوبډله د اګست په ۱۹ نېټه له سکاټلینډ څخه هیواد ته راستنیږي.