زمونږ د هیواد ګوډ تیمور څوک دې ؟
اوس تاسې ددې تاریخې ناول یو دیرشتمه برخه لولئ :
پرلپسې *****۵۶
دسلطان محمد اوعلي پاشا یو جاسوس چې په یوناني ژبه باندې ښه پوهیده ، هغه ولاړ او د وینس د بحري بیړۍ کپتان ته یې دا پیغام ورساوه چې د روسانو او اروپایانو کوم متحده لښکر چې دهغې په بیړۍ کې سپریږي او د اروپا ساحلونو ته سفر کوي هغه په لږ واټن کې دې او ژر به را ورسیږی، په دې خاطر هغوې باید ټول راښکته شی او په وچه زمکه دهغوې ښه راغلاست وکړي .
د وینس د بحري بیړۍ وګړو اوسالارانو دا خبره دخپل ځان له پاره یوه نیک بختي وګڼله ، په دغه بیړۍ کې چې څومره ملاحان و هغوې د خپل امیر البحر په حکم باندې د جهازونو او لویو کشتیو څخه راښکته شول ، وچې ته راغلل تر څو روسي او اروپایی لښکرو ته د فاتحینو په څیر ښه راغلاست ووایي .
هلته سلطان محمد او علي پاشا ته دا ډاډ و چې دهغوې مخبر به خپل کار په ښه توګه تر سره کړې وې. په دې خاطر هغوې د توپا ن په څیر د بحري بیړۍ په لور دتورې بحیرې په غاړه غاړه را غلل . دواړه سلطان محمد اوعلي پاشا دخپلو متحده فوځونو سره یو ځاې داسې وخت بحري بیړۍ ته را ورسیدل چې ورځ تیاره شوي وه ، بیا د شپې په تکه توره تیاره کې یو بل انقلاب راغې او سلطان محمد اوعلي پاشا دخپلو لښکروسره یوځاې د بحري بیړۍ په ملاحانو او امیر البحر باندی یو ناڅابه راکیښودل .اودهغوې ټولو کار یې ورختم کړ. هغوې په دغه بحري بیړۍ کي خپل څو دلګي داسې عسکر سپاره کړل چې د بحري جنګ تجربه یی هم درلوده په دې خاطر د وینس دغه بحري بیړه یې دشپي په تیاره کې د ترکیي د بحري بیړۍ په لور یوړه .
خو څرنګه چې دا دومره زیات عسکری بریا نه معلومیده،نوپه دې اساس سلطان محمد او علي پاشا نه خو هلته تم شول او نه یې خپلو عسکروته ددمي کولو وخت ورکړ. بلکه په هماغه وخت کې یی خپل لورې تبدیل کړ او دواړو لښکرو د کرمیان په لور کوچ وکړ. ځکه هغه دعثماني سلطنت ځیني سیمي بیرته تر خپلې ولکي لاندې راوستی وي او نورو باندې یی هم یرغلونه کول .
څرنګه چې دکرمیان حاکم ته د تیمورلنګ له اړخه پوره مالي او عسکری کومک ور رسیده ، او تیمورلنګ ورته یو لوې لښکر هم په واک کې ورکړې و او تر څنګ یې هغه په خپله هم پوره لښکر درلود. کله چې هغه ته خبر ورسید چې د مسلمانانو نوی سلطان محمد دخپل سپه سالار علي پاشا سره یو ځاې دهغه په لورې را روان دې نو هغه سلطان محمد اوعلي پاشا ته کوم اهمیت ور نه کړ . ځکه چې د کرمیان حاکم په دې ګمان او غلطۍ کې و چې تیمورلنګ د عثماني ترکانو ټولو ځواک تارومار کړې دې ، هغه په همدې دوکې کې ککړ و چې نوې سلطان محمد او علي پاشا به د لږو لښکرو سره د هغه مقابلي ته راشی او هغه به یې د وزو او میږو د رمې په څیر مات کړی . هغه دا اندازه هم لګولې وه چې که هغه د نوی سلطان محمد اوعلي پاشا لښکروته ماتی ورکړه نوبیا هغه په عثماني سلطنت کې تر لرې لرې ځایو پورې یلغار کولې شی او دهغوې ډیرې سیمي تر خپل واک لاندې راوستلې شي او خپله واکمني پراخولي شی . ددې نه اخوا هغه لښکر چې دهغه د قوماندي لاندې کار کوي نو دهغوې حوصلي هم ټینګي وي او د تیرو څو اونیو را په دې خوا یی د عثماني ترکانو په سلطنت با ندی حملی کولی او دنورور زیاتو حملو هوډ او هیله یی هم درلوده . تر څو ډیر زیات لوټول وکړي او په خپلو شتمنیو کې ډیرښت را وړي .
خو دکرمیان حاکم ته چې کله خبر ورکړل شو چې د عثماني ترکانو نوي سلطان ، سلطان محمد اودهغه جنرال علی پاشا په ډیرې چټکۍ سره ستا لورې ته مخ کړې او را روان دي نوهغه په یوه داسې ځاې کې خپل لښکر ته پړاو ورکړ چې شاته يي یوه ستره غرنۍ لړۍ پرته وه .
د کرمیان حاکم هلته په دې خاطر پړاو کړی و چې که چیرې د سلطان محمد اویا علي پاشا څخه ماتي وخوری نو هغه به سوکه سوکه خپل لښکر شاته و تمبوي اود دې غرونو اوغونډیو په سرونو به و خیژی اوددښمن په لښکر باندې به داسې تیږي را وروی چې دښمن پخپله شاته تګ ته مجبور کړل شي . اوکله چې دښمن شاته و تمبیږي نو دي به پرې په پوره ځواک او قوت سره یوه درنه حمله وکړی او په دې تر تیب به ماتې په فتح او سوبي باندي تبدیله کړی . د کرمیان حاکم د همدي فکر په اساس غرنیو لړیو کې دخپل ځان له پاره دناستي ځاې او د عسکرو له پاره پړاو جوړ کړی و.
د کرمیان حاکم په زړه کې هم دا پتیېلې وه چې کله چې د سلطان محمد او علي پاشا لښکرې دهغه ترمخ راشی نو هغه به يې ارا م ته پري نږدی ، د هغوې د لته د رارسیدو سره سم به پرې یرغل کوي اوهغوې به له تیغه تیروي ، خو دا دکرمیان د حاکم غلطه انګیر نه وه ځکه د سلطان محمد او علي پاشا جاسوسانو ډیر په ګړندۍ توګه خپل کارونه سر ته رسول او هغوې سلطان د ټولو حالاتو څخه پوره پوره خبر کړې و. کله چې دسلطان لښکر په همدې غرنیو لړیو کې د کرمیان د حاکم سره مخامخ شي نو هغه دسلطان او علي پاشا د لښکر په کتلو سره سمدستي پر هغوې یرغل وکړي، نو سلطان او علي پاشا په خپلو منځو کې مشوره وکړه او دخپلو عسکرو صفونه یي لا د پخوا څخه منظم کړي و او د کرمیان دحاکم د لښکر مخې ته په همدې نظم سره را غلل . خو د کرمیان حاکم دخپلو جاسوسانو په وینا سمدستي یرغل تم کړ ، ځکه د هغه مخبرانو هغه ته خبر ورکړی و چې سلطان اوعلي پاشا ته د سمدستي حملې خبر دهغه مخبرانو ورکړی و نو په دې خاطر د هغه د سمدستي حملې د مخنیوي او شاته تمبونې په هکله سلطان او علي پاشا دواړو نوې پلان جوړ کړی .
دسمدستي حملی نه کولو یو علت دا هم و ، خو تر څنګ یې دویم علت دا هم کیداې شی چې هغه غوښتل سلطان اوعلي پاشا پریږدي تر څو خپل پړاو جوړ کړی او بیا دهغه وروسته دجنګ پیلامه وشي . هغه ویریده چې که چیرې د پړاو د کولو پرته پر هغوې یرغل یوسی نو د ماتي په صورت کې به هغوې د پړاو ټول شیان له ځانه سره بیرته یوسي او دکرمیان حاکم او لښکرو ته به یې څه غنیمت په لاس ور نه شي . په دې خاطر هغه سلطان او علي پاشا ته ښه پوره وخت ورکړ چې خپل پړاو جوړ کړی او خپل صفونه منظم کړي .
کله چې د کرمیان حاکم ته معلومه شوه چې سلطان محمد اوعلي پاشا دخپل پړاو څخه فارغه شوی دې نوبیا یې په خپل لښکر کې دجنګ نغاره و ډبوله .
سلطان محمد اوعلي پاشا هم دخپلو فوځونو صفونو سهی کړل ، دپخوا په څیر یې فوځ په دوو برخو وویشه، دکرمیان حاکم هم دهغوې په لور دکتلو سره سم خپل فوځ په دوو برخو باندې وویشه . بیا ددښمن په لور د کتلو سره سم علي پاشا سلطان محمد ته وویل :
درونده سلطانه ! لکه څنګه چې زمونږه مخبرانو مونږ ته خبر راکړې چې کرمیان حاکم دلته ځکه پړاو کړې دې چې زمونږ پر لاسو د ماتې وروسته به شاته تمبیږي اوپه دې غرونو او غونډیو به ور خیژي او د هغه ځایه به پر مونږ باندې د تیږو باران را وروي تر څو زمونږ په لښکرو کې افراتفری را پیدا شي نوبیا به یوناڅاپه پر مونږ باندې یرغل وکړي او زمونږ پښې به د میدان څخه بیرون کړي . درونده سلطانه ! زه غواړم چې د کرمیان حاکم ته داسې فرصت په لاس ورنکړم ، زما په فکر په داسې ځاې کې دکرمیان حاکم پړاو د هغه په حماقت او بې عقلۍ باندي دلالت کوي . دا په دي نه پوهیږي چې که چیری هغه زمونږ په لاسو د ماتي سره مخ شی نو د هغه او دلښکر دتیښتی ټولي لاری به یی تړلی وي ، خو فکر کوم دهغه سره یواځی یوه لاره ده چې دلته یي پړاو کړې دې اوهغه هم دا چې غواړې شاته و تمبیږي او د غرونو سرونو ته و خیژ ي او پرمونږ دهغه ځایه د تیږو باران وکړی خو زه غواړم چې د کرمیان د حاکم دا لوبه هم د ناکامۍ سره مخ کړم . په دې لړ کې له ماسره یو وړاندیز شته او غواړم له تاسره یي شریک کړم او هیله لرم چې ته به یي راسره ومنې.
سلطان ورته په ورین تندي وویل چي : علي پاشا ! وروره ! دا ته څنګه خبری کوی؟ ایا ته داسې فکر کوی چې د جنګ په میدان کې به زه ستا تجویز ونه منم . وروره ! زما له پاره ستا هر تجویز اخري دې ، اوس ووایه چې زه ستا په دې تجویز څه ډول عمل کولې شم . خو وروره ! هغه څه چې ته ویل غواړې د ویلو تر مخه په دې خبره باندې هم غور وکړه چې مونږ دواړه ورونه به هڅه کوو خپل لښکر ته دا هم وایو چې مونږ به د قدوس خداې په کومک سره د کرمیان حاکم اودهغه لښکر ته ماته ورکوو خو د کرمیان حاکم به ژوندي نیسو. زه غواړم هغه ته یو سبق ورکړم. ځکه چې په تیرو وختونو کي هم چې کله دې ته موقع برابره شوي زمونږ پر خلاف یي بغاوت اوسرکشي کړي ده ، ارامو او بې ضرره خلکو ته یي ستونزي پیدا کړی دي او زیان یی ور رسولې دې . دخپلو سیمو څخه را وتلی او زمونږ په سلطنت کي یي تر لرې لرې ځایو پورې یلغار او لوټ مار کړې دې ،ښارونه اوکلي یی یوپه بل پسې له منځه وړی ا و کنډري یي ترې جوړې کړې دې ، زه غواړم دې ته دخپل دغه بد عمل سخته سزا ورکړم . زه نه غواړم چې نوموړي زمونږ څخه د ماتې خوړلو وروسته د تیښتې لار پیدا کړي او و تښتیږي ، اوس وایه وروره ته څه واي ؟
لکه څنګه چې زمونږ مخبرانو ویلي چې د کرمیان حاکم غواړی چې زمونږ پر شا تمبولو باندې بریالي شي . هغه فکر کوي چې د لښکرو شمیره یی زمونږ څخه ډیره ده . او دتیمورلنګ روزل شوي لښکر هم ورسره یو ځاې دې . دا همغه لښکر دې چې دتیمورلنګ په جنګ یی زمونږ په شا تمبولو کی رول درلود ، ددې عسکرو حوصلي سترې او ځوانې دي . او دهمدوي په وجه د کرمیان حاکم دومره په غرور سره زمونږ مخې ته راغلي دي .درونده سلطانه ! مونږ دواړه په پوره ځواک او توان سره پر دښمن باندې ور غورزیږو ، او زه هیله لرم چې د کرمیان حاکم ته به د ماتي او د هغوې د په شا تګ له پاره به ډیر وخت و نه لګیږي او کله چې مونږ ووینو چې ددښمن په صفونو کې په شاتګ پیل شوي دي نو ته په لوړ اواز باندې داسې تکبیرونه ووایه ، لکه څنګه چې به سلطان بایزید یلدرم ویلي . ستا دا تکبیرونه به ماته ددې اشاره راکوي ، په ځواب کې به زه هم د تکبیر اواز کوم ددې تکبیرنو په ځواب کې به ته د خپل لښکر سره د ښي اړخه او زه د چپ اړخه خپاره شو. په دې ترتیب د مخې او اړخونو دواړو له خوا به دښمن باندي ضرب و لګوو، مونږ به خپل لښکر د دښمن دلښکر شاته هم خپور کړو تر څو د ماتی او وروسته تګ په وخت کې دکرمیان حاکم دغو غرنیو لړیو ته ونه رسیږي .
زه تا ته ډاډ درکوم ، چې مونږ به ددې کار دعملی کولو په صورت کې بریالي شونو بیا به د دې غرنیو سیمو لاندی د کرمیان حاکم ژوندې و نیسو او لښکر به یی له منځّه یوسو .
سلطان محمد ورته وویل : علي پاشا وروره ! زه ستا په پلان ، ستا په تجویز ، او ستا په کړنلاره باندی پوره پوره پوه شوم ، اوس نو ماته مه وایه چې زما ستا ددې تجویز سره اتفاق شته او کنه ؟ زما وروره ! یاد ساته چې زه به د عثماني سلطنت سلطان خامخا یم خو په جنګ کې ستا تجربه له ما ډیره زیاته او عملي ده اوتاته له ما څخه ډیر زما دپلار سره دکار کولو وخت په لاس درغلي دي . اوبیا خو زه داخبره هم منم چې ته د توری او تیغ په جنګ کې له ماڅخه ډیر مخته یی نو په دې اساس ستا خبره ماته اخري خبره ده .
ستا دهمدې خبري په اساس به مونږ ددښمن په ښې او چپ اړخ کې د ځپلو کار پیلوو .او زه هیله لرم چې دښمن به تر ډیره پورې زمونږ فشار و نه شی زغملی . کله چې ووینو دښمن شاته ځې نو د تکبیر په ویلو سره به ددښمن ځواکونه محاصره کوو او زه هیله لرم چې په همدې پلان باندې دعمل کولو په صورت کې به دکرمیان حاکم ژوندي و نیسو اولښکر به یی هم دتباهۍ کندي ته ور وسپارو.
علي پاشا ! که مونږ دکرمیان حاکم ته ماته ورکړه نو تر ټولو مهمه خبره داده چې د تیمورلنګ هغه لښکر چې دده سره ملګری شوي دې هم زمونږ پر لاسو له منځه ځي اوتیمورلنګ چې همدا اوس د سمرقند په لاره روان دې په لاره کی به دهغه جاسوسان هغه ته په دې هکله خبر ورکړي چې هغه لښکر چې تا دکرمیان دحاکم دکومک له پاره ور استولې و هغه د سلطان بایزید یلدرم زوي سلطان محمد او علي پاشا په لاسو له منځه ولاړ نو یاد ساته چې دا به د تیمور لنګ له پاره پنځم بد خبر وي چې دهغه ملا به پرې نوره هم ورماته شی . علي پاشا غوښتل چې دسلطان محمد دخبرو ځوا ب ورکړي چې په همدې وخت کې د کرمیان دحاکم په فوځ کې د جنګ نغاره ودریده . دنغاري دریدل ددې معنی ورکوله چې جنګ پیلیدونکی دې ، سلطان محمد او علي پاشا یو بل ته سره وکتل ، به خپلو سترګو کي یي کومه پرکړه کړی وه ،اوبیا یی دخپل دښمن د مقابلې له پاره دخپل لښکر صفونه سره را ټول کړل او دتیارۍ په حال کې و دریدل.
له بله اړخه د کرمیان حاکم خپلو فوځونو ته د یرغل حکم وکړ. او هغوې هم په پوره ځواک سره د سلطان په لښکر باندې حمله راوړه ،سلطان او علي پاشا هم خپلې لښکرې دحملي له پاره ور مخته کړې او د تکبیر اوازونه یی پورته کړل . او په دښمن باندي یی یرغل یوړ.
دکرمیان حاکم په خپلې همغه لمړنۍ حمله کې هڅه وکړه چې په یوه ډول نه یوه ډول سره علي پاشا او سلطان شاته تګ ته مجبور کړي ، هغه دا فکر هم کاوه چې که چیرې جنګ اوږود شي نو په هغه صورت کې به علي پاشا او سلطان محمد دکوم پلان څخه کارو اخلي او دهغه د لاندې کولو هڅه به وکړي ، هغه په ځانګړې توګه دعلي پاشا څخه ډیر ویریده ، ځکه چې هغه د سلطان بایزید سره کار کړې و او دجنګونو پوره تجربه یی درلوده . او ددښمن د زیر کولو فن باندې هم ډیر ښه پوهیده. ځکه دکرمیان حاکم په دې هڅه کې و چې جنګ ډیر ژر د هغه په حق کې پاې ته ورسیږي ، په دې خاطر هغه خپل ټول ځواک او قوت مصرف کړ او ځان ځارونکې یرغل یی وکړ تر څو خپله سوبه ډاډ منه کړي ،
که څه هم د کرمیان حاکم خپل ټول زور لګولي و چې خپل ټول توان د جنګ په اور کې ور واچوي خو د سلطان محمد او علي پاشا د ځوابي حملې په واسطه دهغوې لمړي صفونو تارو مار شوي و او په ټول لښکر کي یي د بي قرارۍ او نه ډاډ احساس را پیدا شوي و.
دکرمیان د حاکم له پاره دا حال د زغم وړ نه و ، کله چې هغه وکتل چې سلطان محمد او علي پاشا د هغه لمړي صفونه یوپه بل پسې له منځه یوړل نو هغه ډیر په غضب شو او خپل لښکر ته یی د یوې قوي حملي حکم وکړ .د هغه لښکر کې هم نوې ولوله راپیدا شوه او یو ځل بیا یې د علي پاشا او سلطان محمد په لښکر باندی د تورور وریځو د باران په څیر را وپرځیدل . بل خوا دسلطان محمد او علي پاشا د لښکرو تر منځ هم د تکبیر ږغ پورته شو او د تکبیر دغږ سره سم دواړو لښکرو تر منځ سخته جګړه و نښته ، دواړه لښکر ی یو به پل باندی ور پریوتې ،د سلطان محمد او علي پاشا دا نوې حمله د کرمیان لښکر و نه شوه زغملې ، خوکله چې د کرمیان حاکم دا اندازه ولګوله چې اوس یې ماتې به قسمت کې لیکلي خبره ده نو هغه خپل لښکرته دشاته تګ حکم وکړ .
خو د هغه ددې حکم د ورکولو څخه تر مخه سلطان محمد او علي پاشا دا ډاګیزه کړې وه چې اوس به دښمن دپه شا تګ په وخت کې غرنیو سیمو کې پورته غونډیوته د ور ختلو هڅه کوی تر څو دهغې ځایه پر دوې باندي د تیږو باران وکړ ي او ددوې په لښکر کې افراتفری او ګډوډي راپیدا کړي .
دهمدې خبرې په اساس سلطان محمد اوعلي پاشا په ډیره ګړندۍ توګه خپل عسکر د ښي او چپ لورې اړخونو کې خپاره کړل او د کرمیان د لښکر وروستۍ برخه یې هم را بنده کړه دا هغه نوې حال و چې سلطان محمد اوعلي پاشا د کرمیان حاکم ته را پیدا کړې و. ځکه اوس نو د کرمیان لښکر د ټولو اړخونو څخه په محاصره کې را ګیر شوې و.
ددې وروسته یو ځل بیا د سلطان محمد له خوا دتکبیر اوازونه پورته شول چې په ځواب کې یې علي پاشا او دهغه عسکرو هم دتکبیر اوازاونه پورته کړل ، ددې تکبیرونو سره سم د سلطان محمد اوعلي پاشا لښکرې د څلورو اړخونو څخه ددښمن په فوځونو باندې د توپان په څیر را وختلی . او په دې ترتیب یې د کرمیان حاکم ته د غرونو سرونو ته د ورختلو وخت او فرصت ورنه کړ ، په دې توګه د کرمیان د حاکم د لښکر عامه وژنه پیل شوه .
د کرمیان د حاکم په دې لښکر کې د تیمورلنګ جنګیدلې او تجربه کار لښکر هم شامل و هغه هم په مکمله توګه له منځّه ولاړ . د کرمیان حاکم ژوندې و نیول شو. ددغې شاندار بري په اساس سلطان محمد خپل فوځ ته هملته د پړاو کولو حکم وکړ . د سترګو په رپ کې هلته د خیمو کلي او ښاروونه جوړ کړل شول. دهر څه دمخه یې ددښمن په پړاو باندې ولکه وکړه ، دهغه هر څه یې د خپلو ځانو سره خوندي کړل اوبیا سلطان محمد د خپلې خیمي مخې ته په یوه ساده لوړ ځاې د علي پاشا تر څنګ کیناست او خپل یو کوچني سالار ته يي حکم وکړ تر څو د کرمیان حاکم ورته حاضر کړي .
لږه شیبه وروسته د کرمیان حاکم د سلطان محمد تر مخه ولاړ و . دواړه لاسونه یې تر شا تړلي و ، سلطان په غضب ناکه سترګو هغه ته وکتل اوبیا تر خپل څنګ ولاړ سالار ته حکم وکړ تر څو لاسونه یی ور پرانځي ،
هغه سالار را مخته شو او دکرمیان دحاکم شاته تړلي لاسونه یې ورپرانستل ، بیا سلطان ورته په ډیر قهریدلې توګه وویل :
تا ددوېم ځل له پاره زمونږ پر خلاف بغاوت وکړ ، ددې تر مخه تا زما د محترم والد په خلاف بغاوت کړي و او دا ستا بدقسمتي وه چې زما والد او علي پاشا تاته ډیره بده ماتې درکړله اوستا ټولې سیمي یی له تا و نیولې او دخپل ستر سلطنت برخه یې و ګرځولې . ته و تښتیدلې او دوباره دې خپل ځان راټول او نوې فوځ دې جوړ کړ . کله چې تیمورلنګ هغو سیمو ته راغې نو تا هغه دخپل ځان لپاره ناجي وګاڼه ، دهغه سره دې و کتل ، او دخپلو سیمو دبیرته نیولو غوښتنه دې ترې وکړه ،تیمورلنګ تاته لښکر درکړ اوهغه لښکر تا د خپل لښکر سره یو ځاې کړ او یو ځل بیا دې زمونږ پر خلاف د بغاوت بیرغ پورته کړ .ددې بغاوتونو پایلې دادې ستا تر مخه دي .
څرنګه چې تا دوه ځلې زمونږ پر خلاف بغاوت او سرکشي کړې ده نو په دې خاطر په دریم ځل ته د ازمیښت وړ نه یي . اوس نو ته د خپلو دغو بغاوتونو او غدارۍ پر خلاف که څه ویل غواړې نو تاته موقع درکول کیږي چې ویی وایی.
دکرمیان حاکم په ځواب کې څه و نه ویل ، دهغه سر ښکته و. په دې وخت کې ورته سلطان وویل :
ستا چپتیا ددې خبرې ګواهي وایی چې ته خپل جرم منې ، نو په دې خاطر ستا ددې بغاوت ، غدارۍ او سرکشۍ په خاطر ستا دوژلو حکم کوم .
ددې سره سم سلطان خپل سالار ته اشاره وکړه ، هغه دکرمیان حاکم له ځانه سره یوړ او دهغه سر یې د وجود څخه پرې کړ . او په دې ترتیب د یوه ستر غدار ژوند یی ور ختم کړ.
***** ۵۷
تیمورلنګ د خپل لښکر سره یو ځاې سوکه سوکه سفر کاوه او د سمر قند ښار ته نژدې شوې و .د سمرقند څخه څو میله واټن کې ، هغه وخت چې هغه خپل لښکر ته اخری پړاو ورکړ نو هغه وخت سلطان بایزیدیلدرم چې د اوسپنې په پنجري کې بند ود لمړي ځل له پاره احساس کړه چې دهغه چارچاپیر د ساتونکو پهره زیاته شوې ده . په دې وخت کې د سلطان بایزید یلدرم ښځه ډسپنا چې دسلطان د پنجري سره یي اوږه لږولي وه ناسته وه ، د سلطان بایزیدیلدرم زوي چې هغه هم د تیمورلنګ په قید کې و دهغو ساتونکو په لور په منډه راغې چې د سلطان چار چاپیر ولاړ و . هغه هم د سلطان د پنجري سره اوږه ولږوله اوکیناست ، او بیا یي بایزید ته وویل :
پلار جانه ! ما تاته یو ډیر ښه خبر راوړې . دې خبر د سمر قند دپادشاه تیمور لنګ ملا نوره هم ورماته کړې ده.
دخپل زوی موسې په دې خبره د سلطان او دهغه د ښځې ډسپنا دواړو په مخونو باندې د خوشحالۍ نښې را ښکاره شوې بیا سلطان خپل زوي موسی ته وویل :
زویه ! په دې بندي خانه کې دخپل وطن نه لري ته ماته کوم ښه خبر راوستلې شې . ته خو لږ مخته د ښې لورې د ساتونکو سره ناست وې او هغوې پر خپلو منځو کې خبرې کولې ، تا دهغوې څخه څه اوریدلي دې .
په ځواب کې موسې ورته وویلې : یو ښه خبر خو د انقري د چار چاپیر جنګ و چې دهغې په اړه تاته خبر دررسیدلې و . چې علي پاشا د تیمورلنګ لمسي له تیغه تیر کړې دې . خو اوس دتیمورلنګ مخبرانو هغه ته درې نور بد خبرونه راوړی دي . اودا دری خبرونه مونږ ته ډیر زیات مهم او زیرې را کونکي د ي . پلارجانه ! د سمرقند په لور د حرکت په وخت کې تیمور لنګ د روسانو او اروپایانو لښکر د خپله ځانه جدا کړې و او هغوې ته یې د بروصې د خزاني یوه برخه هم ورکړي وه ، ددې نه علاوه یې هغوې ته نور مال او خزاني هم ورکړي و ې ،د روسانو او اروپایانو دغه لښکر د تورې بحیرې په غاړه غاړه باندې سوکه سوکه سفر کاوه او دهغوې له پاره هملته په توره بحیره کې د دینس په نامه یوې سترې بیړۍ لنګر اچولې و دهمدې بیړۍ په واسطه دې روسانو او اروپایانو غوښتل تر د ډینیوب تر دریابه اخوا د اروپا تر ساحله ځان ورسوي اوبیا هلته د صلیبیانو د ځواکونو سره یو ځاې شی چې د نایکو پولس د ښار په شاوخوا کې را ټولیږی ،تر څو زمونو پر خلاف یوه ستر ه حمله وکړی او خپلې د لاسه وتلي سیمي بیرته تر لاسه کړي . خو پلار جانه ! د روسانو او اروپایانو دا خوب سهي نه شو ځکه هغه وخت چې هغوې د دینس د بیړۍ په لور حرکت کي و نو زما ورور محمد په ناڅاپی توګه د هغوې لاره و نیوله او دواړو لښکر و ترمنځ د توري بحیرې په غاړه سخت جنګ و نښت . خو د ا ټوله معامله د محمد او علی پاشا تر منځ پلان شوي وه کله چې جنګ په عروج کې و نو علي پاشا پرې د غرنیو سیمو څخه را پریوت او دشاله اړخه یي پرې یرغل وکړ ، داروپایانو ټول لښکر یی تارو مار کړ او د هغوې د سالارانو په ګډون یې ټول د تیغه تیر کړل .
ددې وروسته بل خبر چې زمونږ له پاره د خوشحالۍ سبب دې هغه دا چې د روسي او اروپایی لښکرو د تباهۍ نه وروسته محمد اوعلي پاشا دهمدې تورې بحیرې په ساحل باندې مخته ولاړل او ددینس په بحري بیړي باندي یي حمله وکړه اودهغې ټول ملاحان یې یو په بل پسې ووژل او ټوله بحري بیړه یي د ترکیی د بحري بیړۍ سره یو ځاې کړه . په دې وخت کې د کرمیان حاکم بغاوت وکړ او زمونږ د سلطنت په ځینو سیمو یی ولکه وکړه او ډیره زیاته تباهي او بربادي یی وکړه . کلي او ښارونه یي یو په بل پسې وران کړل ، ځکه چې هغه ته تیمور لنګ دخپل روزل شوي لښکر یوه برخه ورکړي و ه .
د روسانو او اروپایانو دلښکرو د تباهۍ او د دینس د بحري بیړۍ دخپلې بیړۍ سره د شاملیدو وروسته ، محمد او علی پاشا دکرمیان د حاکم په لور ورغلل ، د سخت جنګ وروسته محمد او علي پاشادواړو دکرمیان حاکم ته په غرنیو سیمو کې سخته ماته ورکړه ، هغه یي ژوندې ونیو او بیا یی دهغه څټ ور پرې کړ . او په دې ترتیب دکرمیان د حاکم له خوا د بغاوت څپه دمحمد او علي پاشا په لاسو له منځه ولاړه .
تردې ځایه دخبرو وروسته موسې لږ څه تم شو او بیا یی په خبرو پیل وکړ. پلار جان ! دا درې واړه خبرې د تبمورلنګ ملازم ر اته کړي دي . دهغه خپل زوې ، خپل لمسی او سترو سترو سالارانو دااحساس کړې ده چې په ترکانو باندې دحملي نه وروسته کوم آند چې مونږ درلود، او داسي مو انګیرلي وه چې د ترکانو ځواک نور ور ختم کړل شو نو دا هسی خبره وه ، دا هسې ځان غولونه ، دوکه او فریب و. د تیمورلنګ زامنو ، لمسیو اوسالارانو دا هم ویلي دي چې د انقري په شاوخوا کې شوي جګړی نه وروسته د ترکانو ځواک او قوت نور هم ډیر ښت موندلې دې.
دا اوس یې چې ستاسې او زمونږ په شاوخوا کې ساتونکې زیات کړي دي دا په دې خاطر دي چې د تیمورلنګ په لښکر کې د بغاوت نښې راپیدا شوي دي ، هغه عناصر چې غواړې په اسلامي ا مت کې ګډوډي راپیدا شي نوهغوې د تیمورلنګ څخه دا غواړې چې لښکر باید بیرته ولاړ شی ، او محمد او علی پاشا ته سزا ورکړي ، دهغوې ټول ځواک ورختم کړي ځکه چې هغوې د تیمور لنګ ټول دوستان له منځه یوړل .
یوه بله ډله چې نیک اومسلمان خلک دي هغوې په تیمورلنګ باندې فشار راوړې دې چې مونږ نه باید دخپل لښکر سره بیرته و ګرځو . هسې نه چې قدرت مونږ د خپل قهر اوغضب لاندې را نه وړي .او د علي پاشا او محمد په لاسو مونږ هم ماتې و نه خورو . همدا ډله په تیمورلنګ باندې فشار راوړی چې سلطان بایزید یلدرم ، دهغه ښځه ډسپنا او دهغه زوی موسي ژر تر ژره ازاد کړي
دهمدي خبرو له پاره تیمورلنګ دخپلو زامنو ، لمسو او سالارانو ګډه غونده را غوښتې ده ، په همدې غونډه کې به پریکړه وشی چې کوم ډول قدم پورته کړله شی . دا ټولې خبرې ما ته د غه ښې لور ې ته ناستو پهره دارانو وکړي . هغوې وایی چې تر اوسه پورې ددوې غونډي روانه ده او ګورو چې څه پریکړه به کیږی ، زه بیرته ورځم او دهمغو پهره دارانو سره بیرته کینم . او دهغوې نه به وغواړم چې دتیمورلنګ د غونډی د پریکړي نه ماخبر کړي . پلار جانه ! دا ساتونکي له تاسره ، زما دمور ډسپنا سره او له ماسره ډیره همدردي لري .
ددې خبرو سره سم موسې د خپله ځایه پورته شو او دهمغو ساتونکو په لور ورغې او ورسره کیناست .
دموسي د بیرته ستنیدو وروسته ، سلطان بایزید یلدرم ، تر څه وخته پورې د اوسپنیزې پنجري تر شا ناست و او په خلا کې یي کتل او په ډیره عاجزۍ او انکسارۍ سره یی د زړه په ډک اواز ویل :
علي پاشا! د تیمورلنګ د یلغار نه وروسته زه پوهیږم چې ولیعهد محمد ځانته هیڅ نه شو کولې ، دا ته وې چې ددښمن پر خلاف دې دجنګونو کړۍ یوپه بل پسې پرانستي او بریاوې دې تر لاسه کړې ، علي پاشا ! زه پوهیږم چې دا ټول هر څه ستا دشجاعت ، ستا د زړه ورتیا ، ستا د میړانې او ستا د ځان ځارني په خاطر دي . علي پاشا ! تا په خپله زړه ورتیا ، خپله میړانه او جرأت د عثماني سلطنت هره ځنډه معطره کړه .تا د سلطنت په خوشحالیو کې نوې رنګ را پیدا کړ . علي پاشازویه ! تا نه یوازی عثماني سلطنت بلکه زما ځان کې نوې نفس را تازه کړ . زما د ویني په هره زره کې دې د خپلو بریاو او خپلو کامرانیو په واسطه نوې قوت پیدا کړ….
تر دې ځایه دخبرو وروسته سلطان بایزید یلدرم په څه فکرونو کې ډوب شو .دهغه ښځي ډسپنا هغه ته په پوره غور سره کتل ، لږه شیبه وروسته موسي یو ځل بیا په منډه راغې . سلطان او ښځي یې هغه ته په سوالیه سترګو وکتل . موسې دپنجري تر څنګ کیناست او بیا په ډیر سکون او ارام سره سلطان بایزید یلدرم ته وویل.
پلارجانه! دتیمورلنګ غونډه پاې ته ورسیده ، هغوې پریکړه کړې چې بیرته به نه راګرځي ، بلکه سیده به د سمرقند په لور ځي ، ځکه د تیمورلنګ زامنو او لمسیو دا ویره ښکاره کړی ده چې مونږ ته بیرته تلل نه دي په کار . خو تیمورلنګ د خپل اعلي سالار نورالدین څخه ناراضه دې ، ځکه چې نور الدین ستا د بندیتوب پر خلاف احتجاج کړی دي او دهغه په هغه کار یی هم احتجاج کړی دي چې هغه زمونږ دکورنۍ ښخینه غړی مجبورې کړې وې چې سالارانو ته شراب ورکړي . خوبیا هم تیمور لنګ په دغه غونډه کې نورالدین هم را غوښتي و ، په دې ډله کې نورالدین لمړنۍ شخص و چې هغه وړاندیز وکړ چې مونږ باید د سمرقند په لور مخه کړو . نورالدین د تیمورلنګ تر مخه هغه ستونزی هم رابرسیره کړي اوویلي دي چې هسي نه د جنګ ډګر ته په ستنیدو سره زمونږ لاس ته راغلي برې هم له لاسه ورکړو.
دتیمورلنګ زامنو او لمسو هم تیمورلنګ ته همدا مشوره ورکړه چې مونږ دجنګ ډګر ته په ورګرځیدو دعلي پاشا او محمد په لاسو د ماتی خوړلو له پاره نه ورستنیږو بلکه د سمرقند په لور باید مخه کړو . دهمدی ویرې په اساس تیمورلنګ پریکړه وکړه چې دخپل پایتخت سمرقند په لور وخوزیږي .
تردې ځایه د خبرو وروسته موسی چپ پاته شو.، ځکه چې څه ساتونکي راغلل ، هغوې د سلطان بایزید پنجره پورته کړه او پر اوښ یې کیښوده ، او په دوه نورو اوښانو یې ډسپنا او موسې سپاره کړل .او تیمورلنګ د خپل لښکر سره یو ځاې د سمرقند په لور ولاړ .
پرلپسې لري ……