د بلوچستان ايالت د کوټي ښار په سټلائټ ټاون کي نامعلومو وسلوالو په يوه بريد کي تېره شپه يو تن سلماني چي د پنجاب ايالت اوسېدونکى ؤ وژلى او وسلوال په تېښته بريالي سوي دي .
په يوه بل بريد کي دوه تنه د نامعلومو وسلوالو له لوري وژل سوي چي تر اوسه پوري وژل سوي کسان پېژندل سوي نه دي .
تېر ماښام د روژه مات پر وخت د کوټي پر ښار راکټي بريد سوى چي په پايله کي يې دوه تنه ژوبل سوي .
همدا ډول په خضدار سيمه کي نامعلومو وسلوالو تېره شپه د پوليسو پر يوه مرکز د لاسي بمونو بريد کړى چي د پوليسو د يوه افسر په ګډون يې درې تنه ژوبل کړي .
او همدا ډول تېره شپه نامعلومو وسلوالو پيرغيب ته څېرمه پنځلسو تنو ته مرګ ژوبله اړولې
د يادوني وړ ده چي تر دې دمه د دې ټولو پېښو مسئوليت چا پر غاړه نه دئ اخستى .