زما پښتونه مېړنیه قومه
درنه لوګی شمه زلمیه قومه
لږ رابیداره شه راوښورېږه
زما ځیګره زما زړګیه قومه
درنه مې وژني یو قاتل دمینې
منډه راواله توریالیه قومه
زما د خاورې غله تر ما راغلي
هله راپاڅه ننګیالیه قومه
لږ راژوندی شه لر او بر پښتونه
دا چا وژلی یې ژوندیه قومه
داسې پښتون شته چې اواز مې واوري
لوی احمدشاه وا سدوزیه قومه
داستادسرشمله یې خرڅه کړله
څه شولې کوم یې نومیالیه قومه
ستا په عزت باندې څه لوبې کېږي
غیرت دې څه شو غرنیه قومه
سهاردې وژني او ماښام دې وژني
مه شه بدرنګه پتیالیه قومه
په تا ګزار له هر پلوه کېږي
چا کړې ستومانه جنګیالیه قومه