ملک الشعرا بهارد خپل وخت د شورا په ټاکنو کې د واکلرونکو د لاس وهنی په هکله په طنز داسې نیوکې کوي او وایي
آه از این مجلس و دولت که تو گویی از غیب
همه هستند به ویرانی کشور مامور
این وکیلان که به فرمان رضاخان بودند
همه از عهد ششم جالس این مجلس سور
اینک از غفلت ما، ماه شب چاردهاند
تا کی افتد به محاق این مه منحوس شرور
آه ددې دولت او شورا، ته به وايي چې له غیبه
ټوله د دې دولت د ویجاړولو لپاره دي مامور
هغه وکیلان چی په فرمان د رضا شاه وه
له شپږمې دورې دتر اوسه وکیلان دی د مجلس سور
زموږ له ناپوهي شوی دسپوږمۍ څوار لسمه
کله به پټه شي دا بده میاشت د شرور
ملک الشعرا بهار دشورا د چوبخطي وکیلانو له راز څخه پرده پورته کوي، چې د پاچا سره یې لاس یو کړی او شپږ دورې پرله پسې وکیلان پاته شوی دی هغه دشورا په ټاکنو کې په فسا د نیوکه کوي ، هغه غندي او رسوا کوي
هغه دهغو کاروته ګوته نیسي او وايي آیا هغوی له غیبه یوازې دوطن خرابولو لپاره پيدا شوی دی
او درېیم په خپل ځان هم نیوکه کوي، چی زموږ پټي خولي او ناپوهي او د هغوی په بدو سترګې پټولو هغوی ته ښه نوم ورکړی
اوپه اخیرکې وايي کله به ددې میاشت اخیري درې ورځي راشي چې دا میاشت پټه شي او نوې میاشت راوخیژي.
ملک الشعرا بهار د جمشید د پاچاهی په هکله وایي
جم در آغاز شهي بگرفت راه و رسم داد
ليك در آخر به استبداد و خود رايي فتاد
هم در استبداد شد تا ملك خود بر باد داد
آري آري ملك از استبداد خواهد شد به باد
دجم پاچا لومړی لاره غوره کړه د عدل
په اخیر کې یې تیری پیل کړ او استبداد
په ظلم يي خپل ملک کړ برباد
بلی بلی ملک له ظلم وړی باد
هغه په دې شعر سره ظالمانو ته یوه تاریخی کیسه ورپه یادوي چي د ظلم پایله بربادي ده که څه دا طنز نه دی ولي موخی يي طنزی وږم لري چې په غیر مستقیم ډول خپله خبره رسوي
ملک الشعرا بهارپه دې لاندی هجویه شعر کي ځان اوخلک ملامتوي، چې موږ د خپل مور ه سره څه وکړه او خبره يي د ډیره درده هجو ته رسیږي
هیچ دانی که چه کردیم به مادر من وتو
یا چه کردیم به هم، جان برادر من وتو
سعی کردیم به ویرانی کشور من وتو
رو، که اف بر تو و من باشد و تف بر من و تو
هر دومان مایه ننگیم امان از من وتو
من وتو هر دو جفتگیم امان از من تو ….
پوهیږې چې څه وکړه له موره سره، ما اوتا
یا مو څه وکړل له ځانه سره وروره، ما اوتا
هڅه مو وکړه ویجاړ کړو خپله هیواد
ولاړ شه چې اف پرتا او ما او تف په ما اوتا
دواړه بی غیرته یو امان له ما اوتا
ما او تا دواړه خاینان یو امان له ما وتا
ملک الشعرا بهار د ګونډو په سیاسی لوبو اوسیاسی نومونو د ولس ختااستل غندی او په طنز وايي:
مستبد گشتم و تو باز مساوات شدی
یا که من صاحب ثروت شده تو لات شدی
اعتدالی شده مخلص، تو دموکرات شدی
الغرض من چو تو لات و تو چون من مات شدی
زالیم شوم اوته بیا مساوات شوی
یا داچی زه شتمن شول ته خوار شوی
زه اعتدالی شوم ،ته دموکرات شوی
الغرض زه لکه تا خوار ته لکه زه مات شوی
ملک الشعرا بهار وايي ایران د همدې سیاسي خیلو د سیاست د لاسه د نهنګ په خوله دی هغوی لکه د غاټول ګل په زړه تور دی
د دې شعر ردیف ( به چه کارید؟) طنزی وږم لري
.
ای معشر خود خواه منافق به چه کارید؟
جز کشتن یاران موافق به چه کارید؟
ای راست به مانند غراب وبچه خویش
برفکر بد خویش شده عاشق به چه کارید؟
ای خنجری از تهمت ودشنام کشیده
یکسر زده برقلب خلایق، به چه کارید؟
این در چمن ملی ودرباغ سیاسی
خود روی وسیه دل چوشقایق، به چه کارید؟
ای دامن خود کرده پر ازخاک وفشانده
برفرق خود وچشم حقایق، به چه کارید؟
بی چاره وطن در دم نزعست، دریغا
ای مرگ وطن را شده شایق، به چه کارید؟
ای خودخوا منافقوډلو څه په کار یاست؟
بیله دیارانو وژلو بریالي په څه کار یاست؟
ای لکه غراب ( یو ډول کارغه ) سم دخپل چوچی سره
په خپل بد سوچ عاشق شوو څه په کار یاست؟
ای د تهمت او ښکنځولو خنجر ایستونکو
خلکو په زړه دمنډلوپرته په څه کار یاست؟
اې په ملی چمن او سیاسي بڼ کې
وحشی په زړه تور ه غاټولو څه په کار یاست؟
ای خپله لمن د خاورو ډکو او شندلو
په خپل سر او د رښتیا په سترګو ، څه به کار یاست؟
خوار وطن د زکندن په حال دی افسوس
ای د وطن مړینې غوښتونکو څه په کار یاست؟
هغه د خلکو بې توپیري غندی وايي ټوله غټی غټی خبرې کوي خو عمل هیڅ ؛ ټوله په خبرو کې بې لګامه آسان دی خوپه عمل کې هیڅ؛ ټوله په خبرو کې د چين او ختن پاچا هان دی خو په کار کې هیڅ
ای مردم ایران همگی تند زبانید خوش نطق و بیانید
هنگام سخن گفتن برنده سنانید بگسسته عنانید
در وقت عمل کند ودگر هیچ ندانید
از بس که جفنگید از بس که جبانید
گفتن بلدید اما کردن نتوانید
هنگام سخن پادشه چین و ختائید
اې د ایران خلکو ټوله تند ژبی، ښه نطق او بیان یاست
د خبرو په وخت کی تیره توره او بې لګام یاست
د عمل په وخت پڅ نه پوهیږی نور په هیڅ
له بسه چې بیکاره او بې غیرتان یاست
په ویلو پوهیږی خو په کار و هیڅ
د خبرو په وخت کي د چین او ختا پاچاهان یاست
بهار په افسوس له درده په هجووايي : دا وطن مرد نه لري دا وطن همدرد نه لري!
ای وای دریغا که وطن مرد ندارد کس درد ندارد
روئین تنی اندر خور ناورد ندارد همدرد ندارد
ای وای افسوس چی وطن مرد نه لری څوک درد نه لري
د جنګ په میدان کې اتل نه لري څوک خپل نه لري
ملک الشعرا بهار د تهران په بولله کې له کودتا مخکې د ایران سیاسي او ټولنیزه وضع په هجو داسې بیانوي:
ای مردم دلخون وطن دغدغه تا کی
چون شه زوطن دل بکند، دل بکن از وی
ای د وطن لړمون خوړینو خلکو ویره تر کله
چې پاچاپه له وطنه لاس پریولی د هغه لاس پریوله
ملک الشعرا بهار د پاچا د عیاشي په هکله وايي:
شاهی است در این شهر که جز زر نشناسد
خلقی که ندانند بجز چنگ و دف و نی
هغه پاچا چې په دی ښار کی بیله زر څه نه پیژنی
هغه خلک چی نه پيژنی بیله چنګ ودف اونی.
هغه د غوړه مالو درباریانو په هکله په طنز وايي:
در باری ننگین و گدا و متملق
اعیانی بد فطرت و دزد و دغل و غی
اعضای اداراتی کور وکچل و لوس
احزاب و وزیرانی شوم و بد بدپی
مشروطه پرستانش بی علم و خل وجلف
آزادی خواهانش بی خون و رگ و پی
بې شرمه ،ګډا او غوړه مال درباري
بد فطرته ، غله ،مکار او ګمرا مشران
کارمندان یې ړانده کچل او غوړه مال
شوم او بد ،بد ذانه ګوندونه او وزیران
آزادي غوښتونکي يې بې رګ او وینو او پی
بې علمه، کم عقله، بی باکه یې مشروطه پرستان
اخځونه
Fa.wikiquote.org-1
Fa.wikipedia.org-2
Khawaran.com-3
Blogsky.com-4
Bahar.fr-5