د روزې فضايل ، دوهمه برخه
بني كريم صلى الله عليه واله وسلم د دې مياستي څه خصوصيات او او اداب ارشاد وفرمايل اول دا چي دا د صبر مياست ده، په روژو نيولو كي كه څه تكليف وي نو په وشق او زوق سره يې برداشتول په كار دي، نه دا چي په دې كي وهل ټكول وي كله څرنګه چي د اكثره خلكو د ګرمۍ د روژې دا عادت وي كه چيري اتفاقي پېشلمى ځني پاته سو نو د سهار څخه د ده د روژې فرياد شروع س دا رنګه كه چيري په تراويح كي څه تكليف وي نو په ډېري خوشحالۍ سره يې برداشت كول په كار دي، دا افت او مصيبت مه بولي دا د ډېري زياتي محرومۍ خبره ده چي موږ خلګ د دنيا د معمولي غرضونو په وجه خوړل، چيښل راحت او ارام ټوله پرېږدو، د الله تعالى د رضا حاصلول د دې شيانو په بدل كي ډېر غټ حيثيت لري.
بيا ارشاد دى چي :
– دا ده غمخوارۍ مياست ده، يعني د غريبانو او مسكينانو سره د ښه كولو مياست ده، كه چيري دي لس شيان د خپلي روژې ماتولو ته تيار كړي وي نو دوه يا څلور خو د غريبانو لپاره هم په كار دي .
صحابه كرام د امت لپاره عملي نمونه نه او هغوى د دين هره خبره په عمل كي داسي واضحه پرې ايښې ده چي د هر يو نيك كار لپاره د هغوى د عمل لاره ازاده ده، د ايثار او سوونو او زرګونو واقعات دي چي د هغوى په كتلو باندي د حيرانتيا څخه پرته بل هيڅ شى نه سي پيدا كېداى .
ابو جهم رضي الله تعالى عنه فرمايي :
– د يرموك په جنګ كي ز د خپل اكا د زوى په پلټني كي روان سوم، او په دې خيال مي د اوبو مشكيزه د ځان سره واخيسته كه چيري په هغه كي يو څه ساه پاته وه نو اوبه به وركړم، مخ او لاسونه به يې ورپرېمنځم، هغه اتفاقاً زخمي پروت و ما هغه ته د اوبو وويل هغه هم په اشاره سره اوبه وغوښتلې، د ده څخه په هغه خوا كي يو بل زخمي اه وكړه د ا كا زوى پخپله د اوبو څيښلو څخه مخكي هغه ته اشاره وكړه هغه ته ورغلم د هغه څخه پوښتنه وكړه د بل ملګري ته اشاره وكړه ده پخپله د اوبو څيښلو څخه مخكي هغه بل ته اشاره وكړه، كله چي زه هغه ته رسېدم نو د هغه روح وتلى و كله چي دوهم ته ورسېدم نو هغه هم ختم سوى و كله چي د اكا زوى ته ورغلم نو هغه مي وليدى چي د هغه هم ساه ختلې وه .
په روح البيان كي د سيوطي رحمه الله د جامع الصغير څخه او د سخاوي رحمه الله د مقاصد څخه دحضرت ابن عمر رضي الله تعالى عنه په روايت د نبي كريم صلى الله عليه واله وسلم ارشاد نقل سوى دى :
– زما په امت كي به هر وخت پينځه سوه خاص خوښ بندګان او څلوېښت ابدال وي، كله چي د هغوى څخه څوك مړ سي نو فوراً به بل سړى د هغه ځاى اخلي.
صاحبه كرامو رضي الله تعالى عنهم عرض وكړى :
– د دې خلګو خصوصي عملونه څه شي دي؟
نو نبي كريم صلى الله عليه واله وسلم و فرمايل :
– ظالمانو ته به مفافي كوي او د بدو د معاملې والا سره به د احسان معامله كوي او د الله تعالى په وركړل سوي رزق كي به د خلكو سره همدردي او غمخواري كوي .
په يو بل حديث كي راځي چي :
– څوك چي يو وږى موړ كړي اويا لڅ سړي ته كالي ورواغوندي يا مسافر ته د شپې وركولو ځاى وركړي نو الله تعالى به د قيامت په ورځ هغه ته د سختو مشكلاتو څخه پنا وركړي .
يحى برمكي به پر حضرت سفيان ثوري رحمه الله باندي په هر مياست كي يو زر درهمه خرڅول نو حضرت سفيان رحمه الله به د هغه لپاره په مسجدكي دعا كوله، ياالله تعالى يحى زما ضرورتونه پوره كړل ته پخپله مهرباني سره د هغه د آخرت ضرورتونه پوره كړې ، كله چي يحى وفات سو نوخلګو په خوب كي ډېري پوښتني ځني وكړې چي پرتا خه تېر شول؟ هغه و ويل :
– د سفيان رحمه الله د دعا په بركت زه وبخښل سوم.
نبي كريم صلى الله عليه واله وسلم د بل روژه دار د روزې د ماتېدو فضليت وفرمايه، په يوه روايت كي راغلي دي :
– څوك چي د حلالي ګټي څخه د يو روژه نيونكي لپاره يوڅه شى وركړي نو د روژې په شپو كي به فرشتې پر هغه باندي رحمتونه راليږي او په شب قدر كي جبرائيل عليه السلام د هغه سره مصافحه (يعني لاس ملاووي) كوي او چي دچا سره جبرائيل عليه السلام مصافحه كوي نو د هغوى نښانه دا ده چي د هغه زړه كي نرمي پيدا كيږي او د سترګو څخه يې اوښكي بهيږي .
حماد بن سلمه رحمه الله يو مشهور محدث دى هغه به روزانه د پنځوسو كسانو د روژه مات بندوبست كوى .