د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کي و اوو عامو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې . نوموړې مرګ ژوبله د بهرنيو ځواکونو په يوه راکټ کي و يادو کسانو ته چي ټول د يوه کور غړي دي اوښتې . د يادي سيمي يو تن اوسېدونکى وايي چي لومړى د دې سيمي څخه طالبانو په بهرنيو ځواکونو بريد وکړ ، چي په ځواب کي يې د بهرنيو ځواکونو يوې الوتکي يو راکټ وتوغوى چي دسيمي د يوه تن ملاامام ، ملا عبيدالله پر کور ولګېد او د کور اووه تنه غړي يې ور ووژل .
د هلمند د والي وياند داود احمدي ياده پېښه تائيدوي او وايي چي د پيښي ځاى ته يې پلاوى استولى تر څو د پيښي حالت د نژدې وګوري . د بګرام څخه په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي هم د ملکي وګړو پر وژنه اقرار سوى .
د يادوني وړ ده چي درې اوونۍ وړاندي هم د ياد ولايت په يوه ولسوالي کي د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کي ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه .