په ولسي جرګه کې د کوچيانو او کډوالو چارو پخوانى رئيس حاجي ملا ترخېل چې د ولسي جرګې ته يې د کوچيانو لخوا په دوهم ځل ځان کانديد کړى په کابل کې يو خبري کانفرنس ته د ځينو رسنيو لخوا هغه لګول شوي تورونه يې رد کړل چې ګوا کې حاجي ملا ترخېل د ولسي وګړو په وژلو کې لاس لري، حاجي ملا ترخېل خبريالانو ته وويل: تېره شوې پېښه يو ترافيکي حادثه وه چې د نوموړي د نږدې خپلوانو لخوا رامنځ ته شوې وه او نوموړى د پېښې په ځاى کې موجود نه وو، په کابل کې يو شمېر ديني علماو د ښاغلي حاجي ملاترخېل خبرې پر ځاى وبللې او زياته يې کړه چې ښاغلى حاجي ملاترخېل يو روحاني او علمي شخصيت دى او د هيچا په وژلو کې لاس نه لري، علماو او د افغانستان د څلور دېرشو ولايتونو قومي مشرانو په ښاغلي حاجي ملا ترخېل هغه تورونه بې ځايه وبلل چې څو ورځو وړاندې يې د (طلوع) تلويزون لخوا پرې لګول شوي وو او زياته يې کړه چې حاجي ملا ترخېل د کوچيانو د پاره د پام وړ خدمتونه تر سره کړي اود هيچا په وژلو کې لاس نه لري، خو له بلې خوا د کورنيو چارو وزارت د څارنوالۍ رئيس تورن جنرال عبدالحليم وايي له څو اونۍ يې د حاجي ملاترخېل د کورنۍ د غړو څخه پوښتنې روانې کړي خو تر اوسه يې کوم ثبوت نه دى پيدا کړى او داسې ښکاري چې حاجي ملاترخېل بې ګناه ثابت شي، دا په داسې حال کې ده چې څومياشتې وړاندې د هزاره وو او کوچيانو تر منځ په بيسودو ولسوالۍ کې درنه شخړه رامنځ ته شوې وه چې حاجي ملاترخېل دنوموړې پېښې په حل کې پوره هلې ځلې تر سره کړي دي.