د افغانستان د ستر علمي او ملي شخصيت علامه استاد اکاډميسين پوهاند عبدالشکور رشاد د پنځم تلين په مناسبت، د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت له خوا د اسد په شپاړسمه نېټه دوه ورځنی علمي څېړنيز سيمينار جوړ شو، چې شاوخوا ۱۵۰ تنه علمي او فرهنګي شخصيتونو او د استاد ارادتمندانو په کې ګډون کړی و.
سيمينار د سهار په لسو بجو د قران کريم د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شو. ورپسې د جمهور رييس پیغام ولوستل شو او بيا د لوړو زده کړو وزير ښاغلي سرور دانش پخپله وينا کې د علامه استاد رشاد غوندې د سترو علمي شخصيتونو د درناوي پخاطر د داسې غونډو او سيمينارونو جوړول يو حتمي شرط په ګوته کړ، خو ويې ويل، چې د سترو علمي شخصيتونو د درناوي لپاره باید د يو کال په موده کې چمتووالی ونيول شي. د وزير په وينا داسې غونډې له ځانګړي ارزښت نه برخمن وي او لازمه ده، چې ليکل شوې مقالې په سيمينار کې تر لوستلو مخکې د ځانګړې ټاکل شوې علمي کميټې له خوا وکتل شي.
د لوړو زده کړو د وزیر له خبرو داسې څرګندېده، چې دغه سيمينار په بېړه په لاره اچول شوې او لازمه اماده ګي ورته نه وه نيول شوې. خو د سيمينار د لومړۍ ورځې ترپايه دا څرګند نه شول، چې د دې بېړې مقصد څه و.
د لوړو زده کړو وزیر پخپلو څرګندونو کې وړانديز وکړ، چې پر علم او ادب پورې اړوندې ادارې بايد د علامه استاد رشاد د ناچاپو اثارو د چاپ لپاره بودجه تدارک کړي او د هغې درنې څټې ځينې اثار يا په تدريسي نصاب کې ځای کړل شي او يا هم د مرستندوی موادو په توګه ترې ګټه پورته شي.
د کابل پوهنتون رييس ښاغلي پوهاند حميدالله امين د سيمينار په اړه د کابل پوهنتون پیغام ولوست. په دغه پیغام کې راغلي وو، چې د علامه رشاد ټول اثار له لوړ تحقيقي ارزښت برخمن وو او حتی کوم مضامين، چې استاد رشاد د ادبياتو په ټولګي کې تدريسول بشپړ څېړنيز اثار وو. پوهاند صاحب امين زياته کړه، چې په افغانستان کې د ماسټرۍ د دورې ټوله خواري استاد رشاد ترسره کړې وه او هغه د کابل پوهنتون يو داسې استاد و، چې بيا تر ننه پورې کابل پوهنتون يې ساری نه دی لیدلی.
استاد حبيب الله رفیع د علومو اکاډمۍ پيغام ولوست. په پيغام کې راغلي وو، چې علامه رشاد له خپل وطن او ولس سره د زړه له تله مينه درلوده او د همدې مينې له کبله، په داسې حال کې، چې په اروپا او امريکا کې د اوسېدو او د ژوندانه ښه شرایط ورته مهيا وو، په ډېرو بدو ورځو کې هم د خپل ولس ترڅنګه پاتې شو او د خارج له ارام ژوند نه يې دا ژوند غوره وګاڼه.
استاد رفيع وويل، چې استاد رشاد په علومو اکاډمۍ کې د اوچت دريځ څښتن و او د دغې اکاډمۍ لارښود غړی و.
د ښوونې او روزنې پوهنتون پيغام، د نوموړي پوهنتون د ژبو او ادبياتو د څانګې مشر ښاغلي جمشيد رشيدي ولوست. په پیغام کې راغلي وو، چې استاد رشاد د تاريخ پوهنې، ادبپوهنې، ټبر پوهنې او ويې پوهنې په برخه کې تر نورو پښتنو ليکوالو ډېر زيات او دقيق کار کړی دی.
د کندهار ولايت د مقام پيغام د نوموړي ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس ښاغلي عبدالقديم پتيال او د کندهار پوهنتون پيغام ښاغلي طوطاخېل ولوست. د دې پيغام په يوه برخه کې راغلي وو، چې د کندهار پوهنتون په ساحه کې يوه برخه د استاد رشاد د څېړنيز مرکز په نوم نومول شوې خو له څو کلونو راهيسې د نوموړې مرکز د ودانۍ جوړولو ته توجه نه ده شوې، په پیغام کې ټينګار شوی و، چې باید دغه مرکز ژرترژره جوړ شي.
د رشاد اکاډمي په پیغام کې د علامه رشاد د علمي څېړنيز سيمينار د جوړېدو هرکلی شوی و. رشاد اکاډمي د علامه رشاد تر مړينې وروسته په کندهار کې جوړ شوی او تر اوسه يې د استاد پنځه لس علمي، ادبي، تاريخي او تحقيقي کتابونه چاپ او خپاره کړي دي.
همدارنګه د ننګرهار پوهنتون پیغام د نوموړي پوهنتون د ژبو او ادبیاتو رييس ښاغلي معروف شاه خان ولوست. په دغه پيغام کې هم هيله څرګنده شوه، چې د استاد رشاد ناچاپو اثارو ته د چاپ زمينه برابره شي او په لومړي سر کې د هغه ارواښاد ادبي فنونو په اړه ليکل شوي اثار چاپ شي.
د سيمينار د لومړۍ ناستې په وروستيو کې د علامه رشاد زوی ښاغلی ډاکتر طارق رشاد د استاد پر ژوند او اثارو پوره او هراړخيزه رڼا واچوله او ويې ويل، چې تر دې دمه پورې د علامه رشاد ۶۲ اثار چاپ او ۸۵ ناچاب دي.
استاد عبدالله بختانی خدمتګار د لومړۍ ناستې وروستۍ ويناوال و. استاد بختاني پخپلو خبرو کې وويل، چې علامه رشاد يو څو اړخيز علمي شخصيت و او په بېلابېلو برخو کې يې تحقيقي هڅې کړې دي. د بختاني صاحب په وينا علامه رشاد په څېړنه کې يو ځانګړی خصوصيت درلود، چې د څېړنيزو ارونو له مخې باید هر څېړونکی هغه ته پوره پاملرنه وکړي او په دې برخه کې د علامه صاحب پیروي وکړي. استاد بختاني علامه رشاد يو داسې کامل محقق وباله، چې په تحقيقي چارو کې ټوله هڅه يې ځان حقیقت ته رسول و.
استاد بختاني په څېړنيز ډګر کې ډېر دقت او معقوليت د علامه رشاد غوره چلن په ګوته کړ او ويې ويل، چې علامه رشاد په تحقیقي چارو کې د اړوندو اثارو بشپړه مطالعه او ورسره د اثارو پرتليز نقد کاوه. بختاني صاحب وړاندې وويل، چې تر علامه رشاد مخکې په څېړنیزو برخو کې دوو تنو نورو هم ډېر دقت او خوارۍ نه کار اخیستی دی، چې لومړی يې د امام صاحب بخاري د نوم یادونه وکړه، چې د پیغمبر ص د احاديثو په راټولولو کې يې ډېر زیار ګاللی او حتی د يوه حديث د صحیح رانقلولو لپاره يې هم د یوې مياشتې له پیاده مزل څخه ډډه نه ده کړې. استاد همدارنګه تولستوی هم د هغو ليکوالو په کتار کې ياد کړ، چې د ډېر دقیق والي پخاطر يې خپل اثار تر سل ځله زیات بیا بیا لوستل. په پای کې استاد بختاني له علامه رشاد اکاډمي څخه هيله وکړه، چې د علامه رشاد د کتابونو د چاپ په لړ کې د علامه صاحب هغه درېو کتابونو ته د لومړيتوب حق ورکړي، چې پښتانه شعرا په فارسي ژبه کې، پښتانه شعرا په عربي ژبه او پښتانه شعرا په اردو ژبه کې نومېږي.
د يادونې وړ ده، چې د سيمينار په اجنډا کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پيغام هم شامل و، خو نه د دغه وزارت د استازو حضور ترسترګو کېده او نه يې پیغام ولوستل شو.
د غونډې دويمه برخه، چې د ماسپښين په دوو بجو پيل شوه، لومړی د غونډې رييس، مرستيال او منشي وټاکل شول. د غونډې رييس د کابل پوهنتون استاد پوهاند محمد حسين يمين، مرستيال يې ښاغلی عبدالواجد واجد او منشي يې د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس پتيال وو.
د غونډې رييس د هرې ليکنې د لوستلو لپاره لس دقیقې وخت وټاکه. لومړۍ مقاله د ښاغلي پالوال وه، چې د غونډې له موضوع سره يې دومره اړخ نه لګاوه، خو ښه تحقیقي او څېړنيزه مقاله وه، د ښاغلي پالوال مقاله د شیخ متي او البېروني په اړه وه.
تر پالوال صاحب وروسته د ملي راډيو ټلويزيون لوی رييس ښاغلي زرين انځور د “استاد رشاد او پښتو نوي هنري داستاني نثر” تر سرليک لاندې خپله مقاله واوروله. انځور صاحب وويل، چې د استاد رشاد نثرونه له اوچت ادبي ارزښت نه برخمن وو او پر دې سربېره د ځينو هنري نثرونو په ليکلو کې يې له ډېر جرئت نه کار اخیستی دی. ده د بېلګې په توګه د علامه رشاد هغه ادبي هنري نثر ولوست، چې د استاد بينوا په اړه يې ليکلې وه.
د انځور صاحب په وينا د علامه رشاد په ځينو ادبي نثرونو او طرحو کې داسې بېلګې شته، چې د لومړنیو حکايوي داستاني بېلګو په توګه يې ګڼلی شو.
په دې غونډه کې ښاغلي پوهاند يمين، فضل محمد پنهان، ښاغلي فرمند، پتيال او … د استاد رشاد د شخصيت، علمي خدمتونو او هڅو په اړه په پپښتو او دري خپلې مقالې واورولې.
د علامه رشاد د پنځم تلين دوه ورځنی علمي څېړنيز سيمينار دويمه ورځ
د سيمينار په دويمه ورځ ښاغلو: پوهاند قيوم، سرمحقق اندړ، پوهنوال رسول باوري، محقق شېرشاه رشاد، عبدالغفور لېوال، اسمعيل يون، عبدالنافع ثنا، پوهاند اڅک، همکار او صديق الله بدر د علامه استاد رشاد د ژبپوهنيزو، تاريخي، ادبي او علمي څېړنو په اړه خپلې مقالې واورولې او د استاد خاطرې يې بیان کړې.
همدا رنګه ښاغلي څپاند او د علامه رشاد لور کوکو رشاد د استاد په اړه خپل ليکلي شعرونه واورول. د کوکو رشاد شعر له ډېر تاثر نه ډک و او د سيمينار د ګډونکوونکو په سترګو کې يې اوښکې راوستې.
د سيمينار په پای کې يو پرېکړه ليک د تصویب لپاره غونډې ته وړاندې شو. په دغه پرېکړه ليک کې راغلي وو، چې:
– د افغانستان د دولت فرهنګي مشاوريت دنده لري، چې له اړوندو دولتي او غیردولتي ادارو سره په تفاهم کې د استاد د ناچاپو اثارو د چاپ زمينې برابرې کړي.
– په کندهار کې د علامه رشاد اکاډمي د هڅو د لا ګړندي کېدو پخاطر، نوموړې اکاډمۍ ته باید د دولت له خوا تخنيکي او انټرنيټي امکانات برابر کړای شي.
– د استاد رشاد هغه اثار، چې پخوا چاپ شوي، يو ځل بيا د چاپ په ګاڼه وپسولل شي.
– د هيواد په پوهنتونونو کې د رشاد پوهنې په نوم يو مضمون تدريس شي.
– په کابل کې دې د علامه رشاد په نوم يو څېړنيز مرکز پرانستل شي.
– په کندهار کې د علامه رشاد د څيړنيز مرکز د ودانولو چارې دې ژرترژره د دولت له خوا پیل شي.
– د دغه سيمينار مقالې دې راټولې او بيا په لنډ وخت کې چاپ شي.
په دغه پرېکړه ليک کې ځينې نور موارد هم په ګوته شوي وو، چې باید د دولت او ځينو نورو فرهنګي ادارو له خوا پرې کار وشي.
په سیمینار کې يو شمېر ګډونکوونکو پخپلو شخصي بحثونو کې دا ويل، چې د دغه وړ علمي څېړنيزو سیمینارونو د جوړولو لپاره په کار دی، چې کال يو نيم کال مخکې چمتو والی ونيول شي، خو د علامه استاد اکاډميسين پوهاند رشاد د پنځم تلين په مناسبت د دغه علمي څېړنيز سیمینار لپاره مخکينی چمتووالی نه و موجود او په ډېر لنډ وخت کې، پرته له دې، چې علت يې څرګند شي، د سيمينار د جوړولو پرېکړه شوې وه. خو پر دې سربېره د علامه استاد ارادتمندانو، علمي څېرو او دوستانو په همدغه کم وخت کې ډېرې اوچتې علمي او تحقیقي مقالې وليکلې او په سیمینار کې يې واورولې.
علامه استاد اکاډمیسین پوهاند عبدالشکور رشاد د سیمې او نړۍ په کچه يوه منل شوی علمي او فرهنګی څېره وه، چې د خپل ۷۰ کلن ځلاند فرهنګي ژوند په بهير کې يې تر ۱۳۵ عنوانه زیات علمي، ادبي او تاريخي کتابونه کښلي دي. د علامه استاد يو زیات شمېر ناچاپ اثار لکه خوشال فرهنګ په (اووه ټوکه)، مشترک لغتونه( پنځه ټوکه) او ادبي قاموس په ( شپږ ټوکه) کې کښل شوي دي، چې د ټولو پاڼو قلمي شمېر ۴۶۴۶۳ پاڼو ته رسېږي.
د يادونې وړ ده، چې په دغه سيمينار کې د ننګرهار او کندهار د دولتي او غیر دولتي فرهنګي ادارو غړو او مشرانو د پام وړ ګډون درلود.
علامه استاد اکاډميسين پوهاند عبدالشکور په ۱۳۰۰ لمريز کال په کندهار کې زېدېدلی و. په ډېر کم عمر کې ښوونځي ته تللی او په تنکيني عمر ښوونکی شوی و، چې د کوچني معلم لقب ورته ورکړل شوی و. استاد د افغانستان په دوو سترو اکاډ ميکو او علمي موسسو کابل پوهنتون او علومو اکاډمۍ کې دندې ترسره کړې وې او په زرګونه شاګردان يې روزلي وو.
دغه درنه فرهنګي څټه د ۱۳۸۳ لمريز کال د ليندۍ په يوولسمه د غرمې په دولسو بجو د درې اتيا کالو په عمر له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.