دملکي تلفاتواړوند دیونامادوروستي راپورپه اړه داسلامي امارت غبرګون
تیره ورځ دافغانستان په پلازمینه کابل کې دملګروملتونو استازي دفتر (یوناما) دیوې اعلامیې په صادرولو سره دافغانستان دروانې جګړې دملکي زیانونوپه اړه هغه ارقام خپاره کړل چې ددوئ په وینادروان میلادي کال په تیرو اوو میاشتو کې یې راټول کړي وو.
دراپور له کتنې څرګندیږي چې په بیساري توګه په کې داړوندې موضوع په اړه بې انصافي شوې اودحقایقو درابرسیره کولو په ځای بیاهم یوازې سیاسي مصلحتونه اوتبلیغاتي موخې په کې پالل شوې دي ،دراپورمحتواکټ مټ دپنټاګون دهغې نوي پریکړی له مفهوم سره برابره ده چې پکې ویل شوي (دطالبانو په ضدبه یوپراخ تبلغاتي کمپاین پیلوواوکوښښ به کووچې دملکي تلفاتو پړه په طالبانو واچوو تر څو ولس ورسره ټکرشي )دراپوریوه بله نیمګړتیا داده چې دهیښوونکو ارقامو په درلودلوسره په هغو ټولو سروې ګانو او احصايو دبطلان کرښه راتیروي چې تردې وړاندې دبیلابیلو نړیوالو بشري ادارو له لورې دهمدې موضوع (ملکي تلفاتو)په اړه ترسره شوي هغه چې ددې نوي راپورپه پرتله یې له حقایقو سره په نسبي توګه سمون درلود .
دراپورپه یوه برخه کې راغلي (په تیرو اوو میاشتو کې دټولو ملکي زیانونو د٪۷۶ سلنې مسؤل طالبان دي او ٪۱۲ سلنه نور ددولتي ځواکونه له لورې رامنځ ته شوي دي ) دغه راز ویل شوي چې په تیرو اوو میاشتو کې دامریکایي ړندو بمباریوله امله یوازې ۶۹ تنه وژل شوي دي .
که دموضوع دروښانتیاله امله دټولو راپور له کره کتنې تیرشو اویوازې دامریکایي بمباریو دقربانیانو دشمیرې په اړه لنډه محاسبه وکړو ویلای شوچې دارغنداب اوژړی پيښې ،دننګرهار دسره رود او شیرزادو دپيښې او دغه رازدسنګین دریګي دقتل عام دقربانیانو شمیره ښایي ترسلګونو ورسیږي چې ټولې دامریکایي وحشي بمباریوپه پایله کې رامنځ ته شویدي .
دا اودې ته ورته په راپورکې له راغليو نورو هیښونکو ارقاموڅخه هرکتونکی په اسانه اټکلولای شي چې راپورترکومه حده له حقایقولرې او خیالي دی چې ښایي دهیڅ بادرکه اوله واقعیتونو داګاه کتونکي زړه ته هم ونه لویږي .
دافغانستان اسلامي امارت دیاد شوي راپور په اړه د بشپړې بې باورې د څرګندولو ترڅنګ تاسف ښکاره کوي چې ولې دملګروملتونو سازمان دناپيلتوب له ټولو شعارونو سره سره دامریکایي امپریالیزم لپاره دیوې تبلیغاتي ادارې رول په مخ وړي اودپینټګان په بربنډو جنایاتو دپردې په غوړولو سره دافغان مظلوم ملت دقتل عام شویو وګړو له وینو سره جفا کوي .
دملګرو ملتونوراپور لیکونکي باید پوه وي چې ملکي زیانونه هغه څه دي چې دافغانانو دسترګوپه وړاندې پیښيږي او ترهرچاعام اولس په دې اړه پوره او دقیق معلومات لري نوځکه به په دې اړه دعامه اذهانو دګمراکولو هڅې بې ځایه وي .
ددې نوې راپوراعلانونکي دافغانستان لپاره دملل متحد ځانګړی نماینده سټیفن دي میستورا که چیرې رښتیا غواړي په دې هیواد کې خپل مکلفیت په سمه توګه سرته ورسوي باید دداډول تخریبونکي او تبلیغاتي هڅوپه ځای موجودو حقایقوته تسلیم شي اوپه خپلو کړو وړوکې دملګروملتونو داستاځي په توکه خپل وظیفوي مسؤلیت ته دنورو په تحمیلي فرمایشونوترجیح ورکړي
. والسلام
دافغانستان اسلامي امارت
۱۴۳۱/۹/۱ – ۲۰۱۰/۸/۱۱