کور / علمي / پښتوصرف ونحو

پښتوصرف ونحو

 


  دسږکال دجون په میاشت کي زمایوپخواني اشنا،فدانظري صاحب له لندن ــ انگلستان څخه دخپلي کتب خانې یوه قلمي نسخه  رالېږلې وه اوراڅخه غوښتي یې وه چي دنسخې په پېژندنه کي خپل معلومات ورسره شریک کړم . دانسخه چي پرخړوزمه سپین انگرېزي کاغذباندي په شنه رنگ لیکل سوې ده،”پښتوصرف ونحو” نومیږي . دلیکني ژبه یې پارسي اودکتاب موضوع پښتوصرف ونحوده . دمخونو شمېر یې یوسل ولس (۱۱۰)دئ. کلکه وقایه اودڅرمني بېخ اوکونجونه لري . تر ۴۸ مخ وروسته یوه بله پاڼه ورسره سریښ سوې ده اوپرهغې باندي د قیاسي اوغیرقیاسي مصدرو جدول دبل چا په قلم لیکل سوی دئ .  د نسخې دسراوپای پرمخوباندي دلوی استادعلامه عبدالحي حبیبي (۱۹۱۰ ــ ۱۹۸۴ع) مهرونه لگېدلي دي اودوقایې پردوهم مخ باندي دعلامه مرحوم په لاسلیک دغه عبارت لیکل سوی دئ ” این کتاب درتصرف نگارنده است ــ ۱۴صفر ۱۳۴۸”. نسخه بشپړه ده خودسرله خواهغه پاڼه یې نسته چي معمولادکتاب اولیکونکي نوم اودلیکني نېټه ورباندي لیکل کیږي . دنسخې پیل داسي دئ :


” تربسم الله وروسته


پښتوصرف ونحو


نحمده ونصلی علی رسوله الکریم


(کلمه)


لفظیکه بریک معنی دلالت کندآن را(کلمه) میگویندچون : ــ سړی (آدم) آس(اسپ) تلم (میرفتم)ولاړ(رفت) له (از) تر(تا). کلمه برسه قسم است : ــ اسم ــ فعل ــ حرف ……”


نسخه په دې جملوسره پای ته رسېدلې ده :


” (۱۰) یای ملینه ــ که ماقبل آن فتحه باشد چون سپی (سگ نر)


(۱۱) یای مثقله ــ که ماقبل آن فتحه مماله باشد چون سپی (سگ ماده)”


پردې دواړوجملوباندي وروسته په توررنگ خط کش سوی دئ .


دنسخې دلومړي مخ عنوان،لکه وړاندي چي هم ولیکل سو، (کلمه) او وروستی سرلیک یې ((القاب حروف) دئ . نورلوی عنوانونه یې په دې ډول دي :


بحث اسم(۴۴مخه)،بحث فعل (۳۰مخه)،بحث حروف (۲۵مخه)، مصادروضعیه وترکیبیه (دالفبې په ترتیب  ۷مخه)،حروف مخصوصة الشکل افغانی (یومخ)،حرکات وسکنات (یومخ) او القاب حروف (یو مخ) .


کتاب دضمیرونو،عددونو،دفعلونودگردانولواوحرفونوجدولونه هم لري .


نسخه وروسته دبل چالخوا(غالبادلوی استادله خوا) اصلاح سوې ده اوپرمتن باندي یې دسمون په نیامت خوراډېري کرښي کش سوي دي . دنسخې په پای کي دمتن لاس وهل سوی شکل (۱۷مخه)دبل چاپه قلم له سره لیکل سوی دئ اود”تصریفات” په نامه دمصدرونوجدولونه (۶مخه) ورسره سریښ سوي دي .


      زمادڅېړني له مخي داکتاب دمولوي صالح محمدخان هوتک لیکنه ده چي یادونه یې دمولوي صاحب مرحوم د(پښتومثنوي) په سریزه (ج مخ) کي دلوی استادعلامه عبدالحي حبیبي په قلم سوې ده اود (ژبپالني) لیکوال د(پښتو) مجلې دلومړي کال،لومړۍ گڼې،۲۳مخ په حواله کښلي دي چي داکتاب دمولوي صالح محمدخان دکندهارد پښتوادبي انجمن دتاسیس په مراسموکي(۱۳۱۱ش) دغه انجمن ته ور وباخښه ( وگ : رفیع ،حبیب الله ــ ژبپالنه ــ ۹۱مخ ،پښتوټولنه ــ ۱۳۶۱ش ).  ما(هوتک) چي پخپل اثر”سل بگړۍ یوپوړنی”ــ ۱۷۵مخ کي دارواښادکاندید اکادمیسن سرمحقق محمدصدیق روهي (۱۹۳۴ ــ ۱۹۹۶ع) دپښتو ادبیاتوتاریخ (معاصره دوره) ۶۱ مخ په استنادد مولوي صالح محمد هوتک کندهاري (پښتوصرف ونحو) له اردوژبي څخه ژباړل سوی اثربللی دئ،دتامل وړخبره ده اونوره څېړنه غواړي .


      زه سره له دې چي دمولوي صالح محمدمرحوم له لیک سره بلدیم او پېژنم یې ، مولوي صاحب ته ددغي نسخې نسبت په دې لاندي دلیلونو سره پیاوړی کوم .


ددې نسخې د(۱۶مخ)جدول چي د”جدول تغیرات احادباعشرات” په نامه درج دئ، دمولوي صاحب په بل اثر(لمړی کتاب دپښتو) په (۳۴مخ) کي کټ مټ رانقل سوی دئ . دغه رازددې نسخې د (۱۰۸مخ) جدول (حروف مخصوصة الشکل افغانی) د(لمړي کتاب دپښتو) په (۱۳مخ) کي کټ مټ رانقل سوی دئ . دخطی نسخې د(۷۵مخ) پښتو الفبې د(لمړی کتاب دپښتو) په (۱۵مخ) کټ مټ رانقل سوې ده اود حاشیوجملې یې هم یوشانته دي .داسي ښکاري چي مولوي صاحب مرحوم دخپل دغه اثرله مطالبوڅخه دپښتو(لومړي ټوک) په لیکلوکي هم کاراخیستی وي .


 


 


        


چاپي (۱۳مخ)                                                                         خطي (۱۰۸مخ)


 


 


          


                                    چاپي (۱۵مخ)                                                                   خطي (۷۵مخ)


 


 


       


                                  چاپي (۳۴مخ)                                                                           خطي (۱۶مخ)


 


  دمولوي صالح محمدهوتک د(پښتوصرف ونحو)نومي کتاب یادونه زموږ په ادبي تاریخوکي سوې ده خودنسخې پېژندنه یې دالومړی واردئ چي دتحقیق ډگرته راووتله . زه ددې نسخې له اوسني څښتن ښاغلي فدانظري څخه مننه کوم چي دخپل کتابتون دغه نایابه نسخه یې ماته دکتلوله پاره رالېږلې ده اودادئ مادخپلي همدې لیکني له لاري پښتنواونوروڅېړونکوته وروپېژندله.دتېروڅه دپاسه درو لسیزو بخولو(فاجعو) زموږفرهنگي میراثونه په ټوله نړۍ کي سره پاشلي دي اوراغونډول یې دټولووطندوستوافغانانوملي اوتاریخي مسئولیت دئ .


         ماته په دې نزدوورځوکي دمولوي صالح محمدهوتک دزلمیتوب د وختویوه کوچنوټې کتابچه هم لاس ته راغلې ده چي په هغې کي ارواښادله نن څخه په قمري حساب  یوسل ودوه کاله وړاندي اوپه لمریزحساب اته نوي کاله دمخه خپل پښتواوفارسي اشعارتراصلاح دمخه لیکلي دي اوپه هغو کي دمولوي صاحب لومړی پښتو شعر او نورنایاب شعرونه خوندي دي.ددغي مجموعې پېژندنه به که دپاک خدای رضاوه، بل وخت وکاږم .


محمدمعصوم هوتک


اوکویل ــ کاناډا


اوومه داگسټ ۲۰۱۰ ع