پخوا چې چټل کراسي وه ملي اتلانو لمانځل کېدل او انځورنه يي هر چیرې په سترګو کیدل خو د نیکه مرغه کله چې دیمو کراسې راغلې ده د ځینو کامی ټیکه دارانو له سترګو اوبه وتلې دی پښې یې د ملي اتلانو پسې اخیستي او ښاغلي ملي چټلان یې د هغو ځای ناستې کړي دي
اوس چې په فضل د خدای دوترونه د مشراکت په اساس کامي ټېکه د ارنو ته په ټېکه ورکول شوي دي او له دولت څخه سهامي شرکت جوړ شوی دی هلته ډول ډول ملاتړلي، پښه تړلي ،کولمه تړلي عجب او غریب انځورونه ځړیږي ، د شیطان غوږونه دي کاڼه وي او حیا دی وی انسان په سپينه ورځ ترې ډاریږي.
یو دوتر ته ورغلم هلته مې یو عجب او غریب انځور ولید یوسړی چي درې تاره ږیره یې باد ګډه وډه کړې وه، د زرو کړۍ یې په غوږو وي اوږده چپنه یې پر اوږو وه ،پر تورآس سپور یوه نیزه يي په لاس کې نیولې وه چې څو سرونه په پيلي وه، په لیدويې زما د بدن وېښتان نیغ ودریدل تر انځور لاندې لیکل شوې وه: رهبر ستر ګ افغانستان
دوه زړه شوم چې دا کوم رابړ دی د دوتر له پياده څخه مي ورو وپوښتل: دا د چا انځور دی ؟
هغه په خندا راته وویل : نه يې پيژني؟ دا اعلیحضرت چنګیز خان دی!
خب او چوپ په بل دوتر ننوتم هلته مې یو بل عجب انځور ولید چې په لیدو يي خولې راباندې ماتي شوې یو ټیټ ، غوښن سړی لکه د سر کس پيل ولاړ وو د مرمیو کتارونه يي راسته او چپه تړلي وه یو ګیلټي توپک یې دډز په وخت کې په یو لاس کې نیولی وو ، چې دمرمۍ ډز یې ان دده دوتر چت لا سوری کړ ی وو.
د وتر مشر په اچار اچولې تندی راته ویل:
ولي زموږ رهبر ته داسی بد بد ګورې؟ دا شاه حبيب الله خادم دین رسوله الله دی
تر انځور لاندې لیکل شوې وه: د افغانستان د استقلال موسس
هغه ته مې عسکري سلام وکړ او ښوی له دوتره ووتم
بیا په پټه خوله یو بل دوتر ته ننوتم هلته مې یو بل عجب انځور ولید د خولې ناړې مي وچي شوې یو ډنګړ سړی چې یوه بغله خولی یې په سر وه او چارخانه دسمال يي په غاړه کې اچولی وو په زره پوښ سپور وو مخابره يې غوږ ته نیولې وه
د دوتر له یو کارمن څخه مې وپوښتل:
دا د چا انځور دی؟
هغه ویل: هغه ویل ړوند شي امیر صیب نه پيژنې!
زما د خولې ورته ووتل: امیر شیر علی خان!
هغه راته ویل : اې توکمپاله افغانه په کسته ځان مه تیروه!
تر عکس لاندی لیکل شوی وه : د افغانستان ملی اتل
هغه ته مي سلام وکړ او ښوی ووتم بیا بل دوتر ته ولاړم هلته یو بل کلچه مخی انځور چې شلاغه يي په لاس او مول یې وهلی وو ولاړ وو ولید
د دوتر له یو کارمن څخه می پوښتل:
دا کوم غل دی ؟
هغه راته په غوښه ویل: دا ګیلم جمع دی
تر انځور لاندې لیکل شوی وه : غازی شجاع الدوله دوستم بل خالد رهبر مسلمانان جهان
ښوی د هغه دوتره هم ووتم
بل دوتر ته ورغلم هلته ښه وو د یوشاعر انځور چې سپینه اوږده مبارکه ږیره یې وه او تور ه لنګوته يي تړلې او چپنه يې په اوږو اچولې وه ځړېدی
د هغه دوتر له یو کارمند څخه مې وپوښتل : سل آفرینه دی په تاسو وي چې بیا مو هم خپل ملي کلتور ساتلی دی د یو افغان شاعر انځور مو ځړولی دی
هغه راته وویل : څه وایی ساده ! شاعر څوک دی؟
دا امام ایات الله خمینی د افغانستان رهبر دی
د هغه ځایه هم په تراټ ووتم
یو بل دوتر ته ورغلم هلته د انځور ځای خالي وو د دوتر له رییس څخه می وپوښتل :تاسی ښه خلک یاست نفاق ته لمن نه ويي د انځور ځای مو خالي پریښی دی
هغه راته په سپین سترګی وویل :
دا زړې خبرې دی له ځان سره وساته په دغه دو و انځورونو کې وګوره کوم یو ښه غازي دی او زموږ د کام استازیتوب کوي
پر میز دوه انځورنه پراته وه دیو انځور د اوبوس توپ پر ا وږه وو او دشهادت کوته يې پورته نیولی وه د انځور لاندې لیکلی وه غازی بوش الدین
د بل انځور لاندې یو عسکري صاحب منصب غوندې ښکاریدی چې لنډ بریتونه يي وه او لاس يي سیده نیولی وو د وردي په لستوڼي يي د مار انو انځورونه وه ولاړ وو د انځور لاندې یې لیکی وه، ملی مشر هیتلر اریا یي
له ځان سر مې ویل ښه خوب وینم اوس مي هرومرو څوک راوېښ وي، چې کښېنه دغرمې خوبونه چندان په سر خوبونه نه وي
بیا مې هم هغه ږغ واورید : سړي اکا پوه سړی مالومیږي بوش په کام څه شی دی؟
پوه شوم چې زه ویده نه یم دولت پښې غږولی ویده دی
ما ورته وویل : هغه جت وو
هغه د بوش د انځور لاندې ولیکل: غازی جت بوش الدین زموږ رهبر
کنایې
سپین سترګي کول( بی حیایي)؛دوه زړه کیدل( متردد)؛ د سترګو اوبه وتل( بی حیا کیدل)؛خب او چوپ( پټه خوله)؛ پښي پسي ور اخيستل – ( په چا غښتلی کېدل) ؛ پښي غزول ( بیکاره)