کور / راپور / د ملګرو ملتونو يو پلاوى کندهار ته راورسېد

د ملګرو ملتونو يو پلاوى کندهار ته راورسېد

د ملګرو ملتونو يو پلاوى تېره ورځ کندهار ولايت ته د خپلو کارونو د ارزيابۍ په موخه راورسېد . د کندهار ولايت څخه په يوه خپره سوې مطبوعاتي خبرپاڼه کي راغلي چي ياد پلاوى چي مشري يې د يوناما د دفتر دبشري چارو مرستيال کوي د خپلو حوزوي دفترو په اړه هغه اندېښنې رد کړې چي ګواکي پکښي د دوى کارونه په ټپه ولاړ دي . نوموړي د ملګرو ملتونو هغه دليل د منلو وړ و نه بلى چي د کارکوونکو ژوند په خطر کي دئ .
کندهار والي توريالي ويسا هم د ملګرو ملتونو هغه دليل ونه مانه چي پکښي ياده خبره سوې وه . نوموړى په دې اړه وويل چي په کندهار کي هغه اعلان چي د ملګرو ملتونو له لوري سوى هغه د کندهار ولايت ادارې ته هيځ د منلو وړ نه دئ . د يوناما دفتر د بشري چارو مرستيال وويل چي په دې ولايت کي بين المللي کارکوونکي سته او شمېر به يې نور هم زيات سي او د نوموړى هم د رسنيو هغه خبرونه چي پکښي د ا منيت خرابوالي ته چي اغېزه به يې د دوى پر کارکوونکو او ادارو چي مخ په ټپه ولاړي دي رد کړه . نوموړي همدا ډول وويل چي موږ اوس په کابل کي د کندهار په اړه پر يوه نوي پلان کار کوو چي ډېر ژر به په دې ولايت کي پلى سي .